لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د جې سېون ملکونو په غونډه کې شرکت دپاره اټلي ته رسېدلی


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به صدر بایډن د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي سره ملاقات کې د امریکې او یوکرېن د امنیت په اړه دوه اړخیزه معاهده لاس لیک کوي. د معاهدې هدف دا څرګندونه ده چې امریکا به په یوکرېن کې د خپلو عسکرو د ګمارلو نه بغېر د یوکرېن دفاعي صلاحیتونه زیاتوي
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به صدر بایډن د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي سره ملاقات کې د امریکې او یوکرېن د امنیت په اړه دوه اړخیزه معاهده لاس لیک کوي. د معاهدې هدف دا څرګندونه ده چې امریکا به په یوکرېن کې د خپلو عسکرو د ګمارلو نه بغېر د یوکرېن دفاعي صلاحیتونه زیاتوي

د امریکې صدر جوبایډن د نړۍ د اووه لویو صنعتي جمهوریتونو تنظیم جي سېون په غونډه کې شرکت دپاره د شورو، چهارشنبې، په شپه ناوخته اټلي ته ورسېدو.

بایډن اټلي ته په داسې حال کې رسېدلی چې په روس تازه پابندۍ لګول شوي دي، امریکې د یوکرېن سره د دوه اړخيز امنیت معاهده کړې ده او په غزه کې د ډز بندۍ په اړه څه پرمختګ نه دی شوی خو په دې اړه مذاکرات په حساس پړاو ودرېدلي دي.

د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون اېیرفورس ون نومې د امریکې د صدر په خصوصي جهاز کې د اټلي ته پرواز په مهال خبریالانو ته وویل د ډز بندۍ تجویز ته د حماس جواب ته د کتنې وروسته امریکا، د مصر او قطر مرکچیانو سره کار کوي.

سولېون وویل حماس چې د ډز بندۍ په وړاندیز کې کوم بدلونونه تجویز کړې دي ځینې ډیر معمولي دي او توقع يې نه کېدله خو نور د هغه قرارداد نه ډیر مختلف دي چې د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل په قرارداد کې يې ذکر شوی دی.

په داسې وخت کې چې اټلې ته په پرواز کې و، د امریکې د خزانې وزارت، په چین کې مېشته په ځینو هغه کمپنو او تنانو تازه بندیزونه اعلان کړل چې په روس سېمي کنډکټرز خرڅوي.

په تازه بندېزونو کې موجوده پابندۍ پراخې کړی شوي دي او ترمخه يې امریکا په نړیواله کچه په هغه بېنکونه په تور فهرست کې شاملولی شي چې د روس مالیاتي ادارو سره کاروبار کوي او د دې هدف په چین او په نورو ملکونو کې واړه بېنکونه منع کول دي چې د روس د جنګ کوښښونو سره مالي مرسته و نه کړي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به صدر بایډن د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي سره ملاقات کې د امریکې او یوکرېن د امنیت په اړه دوه اړخیزه معاهده لاس لیک کوي. د معاهدې هدف دا څرګندونه ده چې امریکا به په یوکرېن کې د خپلو عسکرو د ګمارلو نه بغېر د یوکرېن دفاعي صلاحیتونه زیاتوي.

په تېرو څو ورځو کې په زېلېسنکي سره د بایډن دا دویم ملاقات وي. دواړه په پېرس کې ملاقات کړی و.

زېلېنسکي به د جي سېون مشرانو نه غوښتنه کوي چې د صدر بایډڼ د دې منصوبې ملاتړ وکړي چې د روس خلاف د یوکرېن د جنګ کوښښونو ته دې ۵۰ بېلین ډآلر قرض ورکړي، په داسې حال کې چې په مېدان جنګ سټرېټيجېک پرمختګونه کړي دي.

د امریکايي تجویز ترمخه، مغربي ملکونو ته به دغه قرض د روس د منجمد اثاثو نه په ترلاسه شوي سود بېرته ادا کولی شي. د مغربي ملکونو په مالیاتي ادارو کې دا مهال د روس ۲۸۰ بېلین اثاثې منجمد پرتې دي چې په اینده لسو کلونو کې به تر هر کال درې بېلین سود اخیستل کېږي.

د اپرېل په میاشت کې صدر بایډڼ په یو قانون دستخط وکړو چې ترمخه يې د امریکې په مالیاتي ادارو کې د روس پينځه بېلین ډآلر منجمد کړی شوې. د روس زیاتره اثاثې چې مالیت يې ۱۹۰ بېلین دی په بېلجېیم کې دي او نورې په فرانس او جرمني کې پرتې دي.

د يورپي ملکونو لوی تشویش دا دی چې که د روسي اثاثو نه د سود امدن د توقعو نه کم و او یا په روس بندیزونه و نه غځول شوو نو د دوی نقصان به څوک پوره کوي. په یوکرېن د روس د یرغل په سر مغربي ملکونو د روس اثاثې منجمد کړي دي. ماسکو دغه ګام غلا بللې او د جواب دړکه يې کړې ده.

که څه هم یوکرېن د جي سېون غړی ملک نه دی خو دا پرله پسې دویم کال دی چې زېلېنسکي د تنظیم د سرمشرانو په غونډه کې شرکت کوي. د اټلي نه وروسته به زېلېنسکي په یوکرېن کې د امن په موضوع یو کانفرنس کې شرکت دپاره سوېټزرلېنډ ته ورځي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG