لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو د نشتوالي ذکر و نکړو


صدر بایډن
صدر بایډن

د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې ته د نهې، سه شنبې، په ورځ تقریر کې د امریکې صدر جوبایډن وویل نړۍ د طالبانو نه د نړیوالو انساني حقونو د احترام توقع لري خو هغه د طالبانو په کابینه کې مېرمنو د نشت والي څه ذکر ونه کړو.

د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا 76 غونډې ته تقریر کې صدر بایډن وویل د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل د یو قرارداد دلارې د افغان ولس سره په اینده کې د مرستې تګلاره ټاکلې ده.

صدر بایډن وویل د سېکیورټي کاونسل په دغه قرارداد کې هغه توقعاتو هم په ځای کړی شوي دي چې د نړیوالو انساني حقونو په لړ کې به پې د طالبانو نه پوښتنه کېږي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د ښځو په عدم شمولیت تنقید کړی
نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د ښځو په عدم شمولیت تنقید کړی

کله چې صدر بایډن د افغانستان ذکر کولو نو په ټېلې وژن د ملګرو ملتونو په تالار کې د افغانستان د استازو چوکۍ ښکاره شوې چې د یوې مېرمن په شمول پې ځېنې استازي ناست لېدل کېدل او په لوحه د افغانستان نوم لیکل شوی و.

صدر بایډن وویل که په افغانستان او که د نړۍ په نورو برخو کې وي، نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د مېرمنو او اقلیتونو د تحفظ دپاره غږ پورته کړي چې دا ډول مېرمنو وکړي شي چې په سماجي، اقتصادي او سیاسي هلو ځلو کې د خپلو صلاحیتونونه کار واخلي.

د افغانستان او د مېرمنو د حقونو په اړه خبرو کې صدر بایډن دا ذکر و نکړو چې د طالبانو په کابینه کې مېرمنې نمایندګي نه لري.

د نهې، سه شنبې، په ورځ طالبانو په کابینه کې د نایب وزیرانو د نومونو اعلان هم وکړو چې ښځې پکې نشته.

د طالبانو د نایب وزیرانو د اعلانپه اړه خپل خبر کې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې وویل داسې ښکاري چې په کابینه کې د مېرمنو په نشت والي تنقید هم د طالبانو به دریځ کې بدلون رانسوتلو او طالبان په خپله سخت دریځه تګلاره روان دي.

په ورستیو ورځو کې مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو دتحظ دپاره مظاهرې هم کړي‌ دي
په ورستیو ورځو کې مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو دتحظ دپاره مظاهرې هم کړي‌ دي

صدر بایډن به خپل تقریر کې طالبانو نه د انساني حقونو په اړه د توقعاتو خبره په داسې حال کې وکړه چې د اېمنسټي انټرنېشنل ترڅنګ د انساني حقونو دوو نورو تنظیمونو دوو نورپه یو تازه رپوټ کې خبرداری کړی چې د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې هغه ګټې چې د بشري حقونو په برخه کې په تېرو شلو کلونو کې تر لاسه شوې وې له خطر سره مخامخ دي.

اېمنسټي انټرنېشنل، د حقونو نړیوال فیډرېشن او د ځور یا اذیت په ضد نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې وایي، طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې شوی پرمختګ په ډېره بیړه بیرته له منځه وړي.

ملګرو ملتونو ته خپل تقریر کې صدر بایډن تېره میاشت د کابل هوايي اډې سره نژدې د داعش په حمله کې د 13 امریکايي عسکرو او قربیاً 200 افغانانو د وژل کېدو ذکر وکړو.

صدر بایډن خبرداری وکړو چې که څوک هم امریکا په هدف کړي نو په بدل کې به د یو مصصم دښمن سره مخامخ کیږي. هغه وویل امریکا به نوي صلاحیتونو دلارې د ترهګرۍ مخه نیسې او ترهګرو ته به ماتی ورکوي.

صدر بایډن وویل "د نن نړۍ د 2001 دنیا نه ده. امریکا اوس هغه ملک نه دی چې شل کاله مخکې په مونږ د ناین الېون حملو په وخت و. نن مونږ د ترهګرۍ معلومولو او د مخنیوي بهتر صلاحیت لروو."

صدر بایډن وويل چې نړیواله ټولنه باید مسلې او تاوتریخوالی د تشدد په ځای د خبرو دلارې حل کړی شي.

د ای پي خبري ادارې ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي ښځو ته به په کابینه کې وروسته نمایندګي ورکولی شي
د ای پي خبري ادارې ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي ښځو ته به په کابینه کې وروسته نمایندګي ورکولی شي

صدر بایډن اسرایل سره د امریکې حمایت تکرار کړو او و یې وېل په منځني ختیځ کې د اسرایل تر څنګ د فلسطيني ریاست د قیام ملاتړ کوي خو هغه زیاته کړه "مونږ د دې هدف نه لا لرې یوو."

هغه وویل ایران به اېټمې وسلو ترلاسه کولو ته نه پرېږدي. هغه وویل که ایران د کال 2015 اېټمي معاهدې پابندي شروع کړه نو امریکا به یې هم پابندي کوي. بایډن وویل حکومت یې د ایران اېټمې معاهده کې د بیا شاملېدو خواهش لري.

د صدر بایډن د خپل تقریر په ډیره برخه کې په نړیواله کچه د ملکونو ترمنځ د همکارۍ او په شریکه د یو بل د مرستې خبرې وکړې.

جوبایډن وویل موسمي تودوخی، د کرونا وایرس او په اینده کې د وباګانو مخنیوی کول، د انسانانو ترقي، د ترهګرۍ مخنیوی او د تشدد په خای د سفارتکارۍ او خبرو دلارې مسلې حل کول هغه څه دي چې نړیواله ټولنه پکې د یو بل سره همکاري وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG