لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن او د جي سېون ملکونو مشران په یوکرېن، غزه، افریقا او په نړیواله بنیادي اډاڼه توجو کوي


بایډن د جي سېون ملکونو د سرمشرانو غونډې ته په دې امید ورغلی دی چې د جي سېون ملکونه به اماده کړي چې یوکرېن ته ۵۰ بېلین ډالر قرض ورکړي
بایډن د جي سېون ملکونو د سرمشرانو غونډې ته په دې امید ورغلی دی چې د جي سېون ملکونه به اماده کړي چې یوکرېن ته ۵۰ بېلین ډالر قرض ورکړي

د امریکې صدر جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اټلي کې د دنیا د اووه شته منو ملکونو مشرانو سره ملاقاتونو کې په منځني ختیځ او یورپ کې د جنګونو، د امریکې او د چین د رقابت ترڅنګ په یو شمېر نړیوالو مسلو خبرې وکړې.

د اټلي وزیراعظمې جورجیا مېلوني د اټلي په بورګو اېګنازیه ښار کې د جي سېون د مشرانو هرکلی وکړو.

بایډن د جي سېون ملکونو د سرمشرانو غونډې ته په دې امید ورغلی دی چې د جي سېون ملکونه به اماده کړي چې یوکرېن ته ۵۰ بېلین ډالر قرض ورکړي.

د صدر بایډڼ د دې منصوبې ملاتړ کوي چې د روس خلاف د یوکرېن د جنګ کوښښونو ته دې ۵۰ بېلین ډآلر قرض ورکړي، په داسې حال کې چې په مېدان جنګ سټرېټيجېک پرمختګونه کړي دي.

د امریکايي تجویز ترمخه، مغربي ملکونو ته به دغه قرض د روس د منجمد اثاثو نه په ترلاسه شوي سود بېرته ادا کولی شي. د مغربي ملکونو په مالیاتي ادارو کې دا مهال د روس ۲۸۰ بېلین اثاثې منجمد پرتې دي چې په اینده لسو کلونو کې به تر هر کال درې بېلین سود اخیستل کېږي.

د اپرېل په میاشت کې صدر بایډڼ په یو قانون دستخط وکړو چې ترمخه يې د امریکې په مالیاتي ادارو کې د روس پينځه بېلین ډآلر منجمد کړی شوې. د روس زیاتره اثاثې چې مالیت يې ۱۹۰ بېلین دی په بېلجېیم کې دي او نورې په فرانس او جرمني کې پرتې دي.

د يورپي ملکونو لوی تشویش دا دی چې که د روسي اثاثو نه د سود امدن د توقعو نه کم و او یا په روس بندیزونه و نه غځول شوو نو د دوی نقصان به څوک پوره کوي. په یوکرېن د روس د یرغل په سر مغربي ملکونو د روس اثاثې منجمد کړي دي. ماسکو دغه ګام غلا بللې او د جواب دړکه يې کړې ده.

که څه هم یوکرېن د جي سېون غړی ملک نه دی خو دا پرله پسې دویم کال دی چې زېلېنسکي د تنظیم د سرمشرانو په غونډه کې شرکت کوي. د اټلي نه وروسته به زېلېنسکي په یوکرېن کې د امن په موضوع یو کانفرنس کې شرکت دپاره سوېټزرلېنډ ته ورځي.

بایډن دا هم امید کوي چې يورپی ملکونه به د چاپیریال دپاره د غېر نقصاني ټېکنالوجۍ چې په کې د بجلۍ موټرې هم شاملې دی، د چین د زیات پېدوار مخنیوي په لړ کې به هم ګامونه پورته کړي.

د جي سېون د غونډې نه وړاندې یورپین د دې خبرې ملاتړ څرګند کړی چې د چین د بجلۍ په موټرو په تېکسونه زیات کړي. بایډن تېره میاشت د چین په برقي موټرو او ځینو نورو مصنوعاتو په ټېکس کې اضافه اعلان کړه.

د مېلوني په صدارت کې د جي سېون غونډې د شروع کېدو په نشست کې صدر بایډن په افریقا کې د سرمایه کارۍ، نړیوالې ترقۍ او د موسمي بدلون په لړ کې د مېلوني د خبرو حمایت وکړو. د دې وروسته د غزه او د یوکرېن په جنګونو هم خبرې وشوې.

اټلي ته د پرواز په مهال د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون خبریالانو ته وویل د جي سېون ملکونو د مشرانو توجو په دې خبره ده په غزه کې د اسرایل او د حماس ترمنځ ډز بندي وشي او هغه یرغمال ازاد کړی شي چې حماس په اسرایل په حمله کې نیولي دي.

سولېون د زیارت، پنجشنبې، په سحر خبریالانو ته وویل د جي سېون مشران به لبنان سره د اسرایل په شمالي سرحد زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه هم بحث کوي.

د جي سېون ملکونه په غزه کې د جنګ بندۍ ملاتړ کوي خو د غزه سره تړلې په ځینو مسلو اختلافات هم لري چې په کې تېره میاشت د انټرنېشنل کرېمېنل کورټ دا فېصله هم شامله ده چې عدالت غواړي اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د حماس ځینې مشران دې په غزه کې د جنګ په سر د الزاماتو په بنیاد دې ونیول شي.

امریکې د عدالت د فېصلې غندنه کړې ده، برطانيې ویلي دا څه مرسته نه شي کولی، فرانس د عدالت د فېصلې حمایت کړی او جرمني ویلي که عدالت د نېټن یاهو د ګرفتارۍ وارنټ یا حکم جاري کوي نو د جرمني په خاوره به اسرایلي وزیراعظم نیول کېږي.

سولېون د په غزه کې د جنګ په اړه د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو نتېجې چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان کړی شوي، رد کړې. په تحقیقاتو کې په اسرایل او حماس دواړ الزام د جنګي جرمونو او د نړیوال قانون د سنګینو خلاف ورزیو الزام لګول شوی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG