د امريکا ولسمشر جوبايډن د شورو، چهارشنبې په ورځ فرانس ته رسېدلی چې د نارمنډي د يرغل په اتيايمه کليزه کې ګډون وکړي او په پلان کې لري د موقعې نه ګټه واخلي چې د روس په اوکرين يرغل د ټرانس ايټلانټېک اتحاد مظبوطولو د پاره وکاروي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جيک سوليون وايي بايډن به د اوکرين د صدر او هغه ژوندي امريکايي پوځيانو سره ويني چې په کال 1944 کې د فرانس د ساحلي برخې نارمنډي په يرغل کې يې برخه اخستلې وه.
سوليون وايي “بايډن به دا موقعې نن په يورپ کې د جنګ د پس منظر، د جنګېدونکو اتلانو پوځيانو او د پاتې ژوندو مشرانو د اتلوالۍ چې اتيا کاله وړاندې يې کړې او څنګه د هغوی د ازادۍ د جنګ مېشن روان وساتي د پاره وکاروي”.
سوليون فرانس ته په لاره په ايرفورس ون کې خبريالانو ته وويل بايډن به د جمعې په ورځ په نارمنډي کې هم وينا کوي چې د ازادۍ او شخصي زورواکۍ ترمنځ د ژوند په اړه رڼا واچوي.
دوی هغه دېرش ميټره دنګ کمر هم ليدلو چې ارمي رينجر پرې د دښمن په تودو ډزو کې ورختل او جنګ يې وګټلو چې د فرانس په ازادۍ او د نازي جرمني د ماتې په شکل کې سر ته ورسېد.
سوليون وايي “او هغه (بايډن) به د يوازېتوب د خطرو په حقله خبره کوي او څنګه کچرې مونږ زورواکانو ته ټيټ شو او هغو ته په ودرېدو کې پاتې راشو او هغه په مخه روان وي نو اخر چې امريکا او نوره نړۍ به يې غټ قيمت ورکړي”.
بايډن به د فرانس د ولسمشر ايمنويل ميکرون په کوربتوب کې په سټيټ وېزېټ کې ګډون کوي او د اوکرين د صدر ولاډيمير زېلېنسکي سره به مخامخ ليدل کوي چې دې غونډې ته رابلل شوی او په دې دستورو کې به برخه واخلي چې دې فيصله کن جنګ دويم نړيوال جنګ ته د پايې ټکی ايښودی و.
بايډن يوازينی تن نه دی چې دې دستورې ته تللی بلکې امريکايي ولسمشران په دوامداره توګه په دې کليزه کې ګډون کوي.
د وايټ هاوس د ملي امنيت د اطلاعاتو سلاکار جون کېربي وي او ای ته ويلي “په راروانو دوو ورځو کې ولسمشر دې ته سترګې په لار دی چې نارمنډي ته لاړ شي او د قربانو او خدماتو ستاينه وکړي. د اتحاديانو او امريکايي پوځيانو زړورتيا وستايي چې په ډي ډی لا د فيصلې په ورځ جنګېدلي، اورلارډ اپريشن يې سرته رسولی او پکې ځلېدلي، د نازي جرمني د ختمېدو پيل او د دې نه هم د مهم کار پيل و. او دا هغه نړيوال په قانون اډانه ارډر و چې مونږ ترې نن هم خوند اخلو”.
څېړونکي وايي تاريخ سبق ورزده کوي او د ډي ډی په حقله پخواني پوځي او سېنټر فار سټرټيجېک اينډ انټرنيشنل سټډيز ادارې څېړونکی مارک کينشين وايي “د غربي اتحاد په ډي ډی راکوزېدل يو پوځي بيانيه وه چې زورواکي طاقتونه نه شي کولی په زور د هېوادونو پولې بدلې کړي”.
Forum