لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس: د خفیه دستاوېزاتو په اړه تحقیقاتو کې د صدر بایډن سره مرکه شوې

سېمز دا خبره تکرار کړه جې بایډن او وایټ هاوس د تحقیقاتو په لړ کې مرسته کوي. هغه وویل په دې اړه نورې پوښتنې باید د انصاف وزارت څخه وکړی شي
سېمز دا خبره تکرار کړه جې بایډن او وایټ هاوس د تحقیقاتو په لړ کې مرسته کوي. هغه وویل په دې اړه نورې پوښتنې باید د انصاف وزارت څخه وکړی شي

وایټ هاوس ویلي د خفیه دستاوېزاتو د ساتلو په اړه په ازادو تحقیقاتو کې د صدر جوبایډن سره هم مرکه شوې ده.

د وایټ هاوس ترجمان اېین سېمز د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې د بایډن مرکه په رضاکارانه ډول او په وایټ هاوس کې د اتوار، یکشنبې، او ګل، دوشنبې، په ورځ ترسره شوه.

د خفیه دستاوېزاتو په اړه د تحقیقاتو مشري رابرټ هر کوي چې د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټارني جنرل مېرېک ګارلېنډ ګمارلی دی. هغه دا ګام په دې غرض اخیستی چې په سیاسي توګه په حساسه معامله کې د لانجمېدو مخه ونیسي.

سېمز دا خبره تکرار کړه جې بایډن او وایټ هاوس د تحقیقاتو په لړ کې مرسته کوي. هغه وویل په دې اړه نورې پوښتنې باید د انصاف وزارت څخه وکړی شي.

د مجرمانه تحقیقاتو په لړ کې په چوکۍ د ناستو امریکايي صدرانو نه پوښتنې کېدل څه غیر معمولي خبره نه ده.
د پخواني امریکايي صدر جوربش نه د استخباراتي ادارې سي ايي ای د یو چارواکي شناخت د افشا کېدو په لړ کې د ۷۰ منټو مرکه شوې وه.

ازاد قانون پوه کېنېت سټار د پخواني صدر بېل کلېنټن نه تر څلورو ګنټو پورې پوښتنې کړې وې.

د خصوصي سرکاري وکیل رابرټ ملر د قانون پوهانو ډلې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سره مرکه غوښتله خو هغه خبرو اترو ته نه کښېناستلی. د دې په ځای د هغه وکیلانو پوښتنو ته لیکل شوي جوابونه ورکړي وو.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG