د امريکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ په غیر اعلان شوي سفر اوکراین ته ورغلو او و يې وېل چې اوکراین ته دورې مقصد يې د جنګ ځپلي هېواد د ازادۍ، خودمختارۍ او علاقيي سلامتیا دپاره د امریکې ملاتړ څرګندول دي.
صدر بایډن د اوکراین سفر په داسې حال کې وکړو چې تېر کال د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین د روس د یرغل یو کال پوره کېدونکی دی.
د اوکراین سرښار کییف کې په مرېنسکي محل کې د اوکراین صدر ولادومېر زېلنسکي ترڅنګ تقریر کې صدر بایډن اوکراین سره د ۵۰۰ مېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد اعلان وکړو چې پکې د ټېنک صد وسله وسله او د توپخانې ګوله بارود شامل دي. هغه دا اعلان هم وکړو چې دا هفته به د روس خلاف نوي پابندۍ ولکول شي.
په اوکراین د روس د یرغل کال پوره کېدو ته په اشاره صدر بایډن وویل "یو کال وروسته کییف ولاړ دی. اوکراین ولاړ دی." جمهوریت ولاړ دی.
صدر زېلېنسکي اوکراین ته په سفر د صدر بایډن شکریه ادا کړه او ويې وېل د بایډن دوره د یوکراین دپاره لوی وخت دی. هغه وویل امریکايي صدر سره به د جنګ د مېدان په صورتحال خبرې کوي.
د صدر بایډن د سفر په مهال په کییف او د اوکراین په نورو علاقو کې د هوايي حملې په اړه د خبرداري سایرنې غږېدلې وې.
بایډن او زېلېنسکي په جنګ کې د وژل شویو خلکو د یادګار په دېوال کلونه کښودل.
ټاکل شوي وه واشنګټن ته د ستنېدو نه وړاندې به بایډن د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ او د بوخارسټ ناین ډلې ملکونو سره هم ويني.
د صدر بایډن نه مخکې د امریکې خارجه وزیر اېټني بلېنکن او د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن هم د جنګ په مهال د اوکراین دورې کړي دي.
د صدر بایډن مېرمن جېل بایډن تېر کال د می په میاشت کې اوکراین ته په غیر اعلان شوي دوره ورغلې وه.
په هېواد يې د روس د یرغل په مهال صدر زېلېنسکي د ملک نه بهر معلومه غیرملکي دوره امریکې ته کړې ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي