لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن او د برتانیې وزیراعظم په لیدنه کې د اوکراین او اسرایل د ملاتړ په اړه خبرې کړې

د امریکې صدر جو بایډن د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د برتانیې له وزیراعظم کېر سټارمر سره لیدلي او دواړو د اوکراین او اسرایل د ملاتړ او د انډو پېسیفیک یا آرام سمندر په سیمه کې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

صدر بایډن وزیراعظم سټارمر ته د خبرو په وخت ویلي، "امریکا هوډ لري چې له اوکراین سره په مرسته کې له ستاسو سره ودریږي ځکه چې کیف د روس د تېري خلاف خپله دفاع کوي. دا ښکاره خبره ده چې پوټین به په دې جګړه کې بریالي نه شي".

صدر جوبایډن او وزیراعظم کېر سټارمر یو ځل بیا د اوکراین پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ، خو اوکراین ته د لوېدیځ پر هغو ورکړو وسلو لګول شوي محدودیتونه پر خپل ځای پاته دي چې کیف په روس کې دننه پرې د خپلو هدفونو ویشتلو اجازه نه لري.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ‌ په یوه بیان کې وویل، د دواړو مشرانو په خبرو کې دا موضوع ذکر نه شوه چې اوکراین د روس په خاوره کې لرې واټن ویشتونکي میزیل وکاروي که نه.

د اوکراین متحدینو په‌ دې وروستیو کې پر دغو وسلو د لګول شویو محدودیتونو د لرې کولو تمه ښکاره کړې وه، چې ګواکې بایډن به له سټارمر په لیدنه کې پر هغه فشار راوړي.

خو په خپاره شوي ابیان کې د دې یادونه نه ‌ده شوې، بلکې د اوکراین د ملاتړ د دوام تر څنګ د ځینو نړیوالو مسایلو یادونه شوې ده.

د روس ولسمشر ولادمیر پوټین د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبرداری ورکړی وو، چې که لوېدیځ خپله پالیسي بدله نه کړي او اجازه ورکړي چې وسلې یې د روس په خاوره کې دننه د لرې هدفونو لپاره وکارول شي، دا به د روس خلاف د نېټو د جګړې په معنا وي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن او د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي د دې اوونۍ په پیل کې په کیف کې وو، چې صدر زلنسکي د روس په نخښه کولو لپاره د امریکې د پوځي تکتیکي میزایل سیسټم اې ټي اې سي ایم ایس او د برتانیې د سټورم شیډو میزایلو په ګډون د ورته وسلو د کارولو معامله وړاندې کړه.

امریکې یوکرېن ته د ورکړی شویو وسلو استعمال سرحدي علاقو او د اوکراین تر دفاع پورې محدود کړی او نه غواړي چې د اوکراین شخړه په پراخه کچه په جنګ بدله شي.

خبریالانو سره دا هفته په یوه مکالمه کې د صدر بایډن نه پوښتنه وشوه چې ایا هغه تیار دی چې په اوکراین محدودیتونه نرم کړي، نو هغه وویل "مونږ پر دې کار وو".

بلینکن د اوکراین په سرښار کیف کې وویل، واشنګټن د جګړې په ډګر کې د ماسکو له بدلیدونکې جنګي تګلارې سره د خپلې حکمت عملۍ د سر ته رسولو لپاره "له اړتیا سره سم" د اوکراین د ملاتړ ترتیب کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ د صدر بایډن او وزیراعظم سټارمر تر لیدنې مخکې خبریالانو ته وویل، په روس کې د اوکراین د اوږد مهاله بریدونو د وړتیا په اړه د امریکې په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی. هغه ویلي وو، "زه تمه نه لرم چې د نن ورځې په لیدنه کې به په دې اړه کوم اعلان وشي".

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن وویل اوکراین لا دمخه توانیدلی چې د ډرون الوتکو په ګډون په خپلو داخلي جوړو سیسټمونو سره په روس کې دننه بریدونه وکړي. تېره اوونۍ د متحدینو د دفاع وزیرانو په یوه غونډه کې د وینا پر مهال آسټن وویل، باور نه لري کیف ته د اوږده واټن د برید وړتیا ورکول به په جګړه کې "فیصله کن" وي.

د جمعې په ورځ له بایډن سره تر غونډې وروسته خبریالانو ته په خبرو کې برتانوي وزیراعظم سټارمر وویل، هغه او بایډن "قوي دریځ ته رسېدلي" خو د اوکراین لپاره د اوږد واټن ویشتونکو میزایلو په اړه پوښتنې ته یې جواب ونه وایه.

Forum

XS
SM
MD
LG