لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبایډن صدر منتخب ډانلډ ټرمپ ته د اقتدار په امناکه ډول د انتقال باور ورکړو

قوم ته خطاب کې جوبایډن خپل دور تاریخي صدارت وبلل
قوم ته خطاب کې جوبایډن خپل دور تاریخي صدارت وبلل

د امریکې صدر جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ملک د صدارتي انتخاب وروسته قام ته وېنا کې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ ته په ووټونو کې د کامیابۍ مبارکي ورکړه او ډاډ یې ورکړو چې د اقتدار انتقال به په امناکه او منظمه ډول ترسره کېږي.

"پرون ما صدر منتخب ټرمپ سره خبرې وکړې، په فتح مې ورته مبارکي ورکړه،" بایډن د وایټ هاوس څخه قوم ته خپل خطاب کې وویل.

بایډن وویل خپلې عملې ته يې امر کړی چې د ټرمپ ټیم سره همکاري وکړي چې د اقتدار منظم او امناکه انتقال یقیني کړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ شوي صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ټرمپ د هېواد ۴۷ صدر منتخب شوی دی. د هغه مقابله د صدر بایډن د پارټۍ امیدوارې او نایب صدرې کاملا هېرېس سره وه.

قوم ته خطاب کې بایډن وویل هېرېس سره يې هم د شورو، زیارت، په ورځ خبرې وکړې. بایډن د هېرېس ستاینه وکړه چې مضبوط کردار لري او ښه انتخابي کېمپېن يې وچلولو.

بایډن وویل امریکا د تېرو ۲۰۰ کلونو نه د زیات ورخت راهسې د جمهوریت دلارې خپل حکومت منتخب کوي، ولس په پرامنه توګه خپل مشران غوره کوي او د ولس رضا غلبه وي.

بایډن غوښتنه وکړه پکار ده چې د انتخاباتو وروسته په ملک کې سیاسي تاوتریخوالی کم کړی شي.

هغه د امریکې په انتخابي نظام شکونه رد کړل او ويې وېل دا نظام "ایمانداره، منصفانه او شفاف" دی او پکار ده چې د ګټې او د بېلات پرته د هېواد په انتخابي نظام اعتماد وکړی شي.

بایډن د انتخابي کارکوونکو ستاینه وکړه او ويې وېل پکار ده چې شکریه يې ادا کړی شي.

بایډن وویل د کال ۲۰۲۵ د جنورۍ په شلمه نېټه به په امریکا کې په امناکه ډول اقتدار د یو حکومت نه بل حکومت ته انتقال کړی شي.

بایډن د خپل کابينې او د وایټ هاوس د عملې شکریه ادا کړه.

هغه د خپل حکومت د کامیابیو ذکر هم وکړو او اقتصاد يې په خصوصي توګه یاد کړو او ويې وېل په وراثت کې د دنیا مضبوط ترین اقتصاد وروسته پرېښږدي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

XS
SM
MD
LG