واشنګټن (ای اېف پي/روېټرز) —
د امریکې صدر جو بایډن امریکايي پوځ ته امر کړی چې د اسرایل په دفاع کې دې مرسته وکړي او په اسرایل ويشتل شوي ایراني مزایلي دې راغورځوي.
وایټ هاوس په یو بیان کې وویل بایډن او نایب صدره کاملا هېرېس د وایټ هاوس نه په اسرایل د ایران د حملې څارنه کوي.
ایران په اسرایل د حملې ذمه واري ومنله. د ایران بیان په سرکاري ټېلې وېژن ولوستل شو.
د ایران په بیان کې د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله، د حماس د سیاسي چارو مشر اسماعیل حنیه چې په تهران کې وژل شوی دی او د پاسدارن انقلاب ځواکونو د وژل شوي نایب مشر جنرل عباس نیلفوروشان ذکر هم شوی دی.
بیان وویل دا د حملې وړمبۍ څپه ده.
Forum