لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن نتنیاهو ته ویلي د ایران د ټولو ګواښونو خلاف د اسرایل د امنیت دفاع ته ژمن دی


د امریکې صدر جوبایډن د اګست پر لومړۍ نېټه د اسرايل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ته په خبرو کې ډاډ ورکړی چې واشنګټن د ایران د ټولو ګواښونو په وړاندې د اسرايل د امنیت دفاع ته ژمن دی.

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته صدر بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هېریس له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ په یو لنډ بیان کې ویلي چې جوبایډن یو ځل بیا د ایران او په سیمه کې د هغه د ملاتړو ډلو حماس، حزب الله او حوثي یاغیانو په خلاف د اسرايل د دفاع په اړه خپله ژمنه تکرار کړه.

په بیان کې راغلي چې بایډن او هېریس په دغو ټیلیفوني خبرو کې په سیمه کې د شخړې پر کمولو هم ټېنګار کړی دی.

له امریکایي مشرانو سره تر دغو خبرو مخکې اسرايل اعلان کړی وو چې په بیروت کې یې د حزب الله یو اعلی کمانډر په یو برید کې وژلی، خو د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه یې لا کومه تبصره نه ده کړې.

د ایران نوي صدر مسعود پزشکیان او د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي‌ خامنایي د اسماعیل هنیه د وژنې تور په اسرایل پورې کړی او ګواښ یې کړی چې د دې برید په غچ کې به اسرایل "سخته سزا" وویني.

خپله حماس ډلې هم د خپل مشر اسماعیل هنیه د وژنې تور په اسرایل پورې کړی دی.

بایډن د اسرايل د ملاتړ د هڅو په لړ کې له وزیراعظم نتنیاهو سره د بېلسټیک میزایلو او ډرون الوتکو د خطرونو او د امریکې د دفاعي پوځ د ځای پر ځای کولو په اړه هم بحث کړی دی.

اسرایل د تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزې کې له حماس سره په جګړه اخته دی. اسرايلي چارواکي وايي د حماس په هغو بریدونو کې 1200 اسرايلي وګړي وژل شوي چې وایي اکثریت یې ولسي خلک وو.

اسرايل د دغو بریدونو په جواب کې په غزه کې د حماس په ضد عملیات پیل کړي دي، چې د غزې د روغتیا د چارواکو په وینا تر اوسه پورې پکې څه باندې 39,480 کسان وژل شوي چې وایي اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG