لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر جو باېډن د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وېستلو فیصلې دفاع کړې


امریکايي صدر جو باېډڼ د وسله والو طالبانو لخوا د افغانستان کنټرول ترلاسه کولو وروسته په لومړۍ ولسي‌ وینا کې د د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وېستلو فیصلې دفاع کړې.

صدر جوباېډن نن د ګل/ دوشنبې په ورځ امریکایانو ته په خپله وینا کې ویلي، د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وېستلو په فیصله کلک ولاړ یم.

د واېټ هاوس نه په قامي ټیلي ویژنو خپله وینا کې صدر باېډن ویلي،‌ په افغانستان کې د امریکا مشن یا مقصد ٫٫ کله هم د ملت جوړونه یا نېشن بلډنګ نه وو٬٬ او زیاته کړې یې ده چې د ترهګرو هغه خطر چې له سببه یې امریکايي عسکر افغانستان ته تللې وه اوس د دغه هیواده نورو ته خوره شوې.

کابل هوايي ډګر
کابل هوايي ډګر

امریکايي صدر دا هم منلې چې په افغانستان کې د طالبانو ګټې یا بریاوې د اندازو یا تمو نه زیات په تادۍ شوي. نوموړي ویلي ٫٫ د تیرې اونۍ پرمختګونو که هر څه دي٬٬ د عسکرو د ویستلو فیصله تقویه کوي.

تیره ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني لخوا د افغانستان نه د وتلو او د وسله والو طالبانو د افغانستان سرښار کابل نیولو وروسته صدر جوباېډن نن د کېمپ ډېوډ نه واېټ هاوس ته د دغې وینا لپاره راغلی.

امریکايي صدر پرله پسې د افغانستان نه د روانې میاشتې د ۳۱مې نېټې پورې د امریکايي عسکرو د راویستو د فیصلې دفاع کوي.‌

نن په خپله وینا کې جو باېدن ویلي ٫٫ په افغانستان کې د امریکايي پوځ د یو بل کال یا پینځه نورو کلونو پورې پاتې کېده هیڅ فرق نه شي راوستی، تر څو چې د افغانستان خپل پوځ د خپل هیواد دفاع وه نه کړي. ٬٬

د خالي / شنبې په ورځ‌ صدر جو باېډن په یو بیان کې ویلي وو ٫٫ د یو بل هیواد په خانه جنګۍ کې د امریکا شتون زما لپاره د منلو وړ نه دی. ٬٬

د امریکا پوځ د تیرو شلو کالو راهسې د امریکا د څلورو ولسمشرانو د دورې په مهال په افغانستان کې وو. روان کال د اپرېل په میاشت کې صدر جو باېډن اعلان کړی وو چې د اګست میاشتې اخیره پورې به امریکايي عسکر د افغانستان نه راوباسي، او د پینټاګان هغه وړاندیز یې رد کړی وو چې پکې ویل شوي‌ړ وو، پکار ده لږه شمېره امریکايي‌عسکر په افغانستان کې پاتې شي.

صدر جوباېډن ویلي هغه به د امریکایانو خپل هیواد ته د ستنیدو فیصله د امریکا پینځم ولسمشر ته نه پرېږدي.‌

د می په میاشت کې د امریکايي او ناټو عسکرو د افغانستان نه د وتلو پېل کیدو وروسته وسله والو طالبانو په افغانستان کې جګړو له زور ورکړی وو او په تازه بریدونو کې یې بیا د یوې اونۍ نه په کم وخت کې د افغانستان زیاتې برخې ونیولې او د افغانستان حکومت ړنګ شو.

د وسله والو طالبانو لخوا تیره ورځ د کابل د کنټرول ترلاسه کولو، د صدر اشرف غني د افغانستان نه د وتلو وروسته د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کنټرول د امریکايي عسکرو په لاس کی دی خو په هوايي ډګر د زرګونو په شمېر کې افغانان ورغونډ شوي چې د هیواده وتښتي.

د واېټ‌ هاوس لخوا په یو بیان کې وېل شوي:‌٫٫ د باېډن انتظامیې د قامي امنیت ډلې او د دفاع سېکتر او چېرمین لخوا امریکايي صدر ته د کابل هوايي ډګر، د افغانستان نه د امریکایي وګرو، سفارتي‌عملې، د سفارت ځايي‌ عملې،‌ د اېس ايي وي ویزو خواست کونکي او د دوي کورنیو او د نورو افغانانو د راویستلو د پلان په اړه معلومات ورکړل شوي. ٬٬

که څه هم د صدر باېډن انتظامیه د افغانستان نه د وتلو د فیصلې دفاع کوي خو د افغانستان دومره په منډه د طالبانو لاسو ته ورتلو یې حیرانیتا هم څرګنده کړې.

د قامي امنیت لپاره د صدر جو باېډن سلاکار جېک سولیون نن د امریکا اېن بي سي ټي وي په یوه خپرونه کې ویلي ٫٫ په حقیقت کې د افغانستان ښارونه زمونږ د اندازو نه زیات په چټکې سره د طالبانو لاسو ته ورغلي. ٬٬

په امریکا کې ګڼ‌ شمېر د ریپبلکنز ګوند قانون دانان په افغانستان کې د پیدا شوي اړي ګړي په سر د جو باېډن په انتظامیه سختې نیوکې کوي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG