لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جو باېډن په پینسلوینیا او جارجیا کې هم د ټرمپ نه مخکې شو 


د امریکا صدارتي انتخاباتو د ټاکنو په مهال د جمعې په ورځ د نورو ووټونو د شمارلو وروسته د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جوباېډن په پېسنلوینیا او جارجیا ایالتونو کې د صدر ټرمپ نه لږ څه مخکې شو.

د صدر ټرمپ د کمپاېن ډلې بیا د یو شمیر ایالتونو انتخابي نتېجې بیا په عدالتونو کې چېلنج کړي او د جمعې په ورځ یې په یو بیان کې ویلي ٫٫ انتخابات لا نه دي ختم شوي.٬٬ د ټرمپ د کمپاېن ډلې دعوه کړې چې صدر به د سختو مقابلو په ایالتونو کې د بیا شمیرنې وروسته ځیني ایالتونه بیرته وګټي. د ټرمپ د کمپاېن ډلې بې د کومو ثبوتونو په انتخاباتو کې د درغلیو په سر د عدالتونو مخه کړې.

دا مهال جو باېډن د الیکټرول کالج ۲۵۳ څوکۍ ګټلي او صدر ټرمپ ۲۱۴ څوکۍ ترلاسه کړي. په امریکا کې د صدارتي ټاکنو ګټلو لپاره ۲۷۰ څوکۍ پکار وي. که چرې جو باېډن د پېنسلوینیا ایالت کې انتخابات ګټي او د ایالت ۲۰ الیکټورل ووټونه ترلاسه کوي نو د ګټې شمیرې یا ۲۷۰ ته په اسانه رسیدلی شي.

د جمعې په ورځ په جارجیا او پینسلوینیا کې د ډاک په لار لیګل شوي ووټونو د شمیرلو وروسته جو باېډن د ټرمپ نه مخکې شوی دی. دغه ووټونه زیاتره د ډیموکریټانو د پلویانو د ښارونو لکه اټلانټا او فیلډلفیا ښار کې کارول شوي.

په پېنسلوینیا کې نن د جمعې په ورځ جو باېډن د ټرمپ نه ۵۵۸۷ ووټونو سره مخکې شوی، په جارجیا کې جو باېډن د ټرمپ نه ۱۰۹۷ زیات ووټونه اخستي. په دغه دواړه ایالتونو کې د نورو ووټونو شمېرلو سره دغه حساب نور هم زیاتیدی شي. که چرې باېډن په جارجیا کې ووټونه ګټی نو په کال ۱۹۹۲م کې د امریکا پخواني صدر بل کلنټن وروسته به د ډیموکرېټ ګوند لومړی کاندید وي چې په دغه ایالت کې به انتخابات وګټي.

صدر ډانلډ ټرمپ تیره ورځ بې د کومو ثبوتونو تور لګولی چې ډیموکریټانو په دې انتخاباتو کې په منظمه طریقه په لویه کچه درغلي او بې نظمي کړې چې هغه بیا د هغه د صدر جوړیدو مخه ونیسي. یو خبری کانفرنس ته د وینا په وخت ټرمپ ویلي وو ٫٫ دا یو داسې مسله ده چې دوي انتخابات پټول غواړي، دوي په انتخاباتو کې درغلي کوي او مونږ به یې دې ته پرې نه ږدو.٬٬

د ټرمپ پرتله جوباېډن بیا یوه ورځ وړاندې په خلکو غږ کړی وو چې د صبر نه کار واخلي تر څو چې د ریکارډ کچې دغه ټول ووټونه نه وي شمارل شوي. باېډن ویلي وو ٫٫ هر یو ووټ باېد وشمارل شي. او مونږ ګورو چې دغه هر څه روان دي. او پکار ده دا هم داسې وي. په جمهوریت کې کله کله داسې ګډ وډی وي.٬٬

که جو باېډن په اېریزونا کې خپلې رایې ترلاسه کړي او د دغه ایالت ۱۱ الیکټورل ووټونه واخلي، ورسره د نېواډا ۶ هم ترلاسه کړی، نو هغه به ۲۷۰ الیکټورل ووټونو ترلاسه کولو کې بریالی شي او د امریکا ۴۶م صدر به وټاکل شي. د دغې وروسته که د جارجیا او پېنسلوینیا نتیجې هرڅنګه وي باډین به په جنورۍ کې د صدر په هیڅ څوګند پورته کوي.

صدر ټرمپ له د ګټې لپاره جارجیا او پېنسلوینیا تر څنګ په نېواډا او ایریزونا کې هم ګټه پکار ده چرته چې دا مهال باېډن د زیاتو ووټونو سره مخکې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG