د امریکې صدر جوبایډن او د نومبر د پینځمې په راتلونکو صدارتي ټاکنو کې د هغه سیال مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې د جون پر 27مه او د ستمبر پر 10مه به دوې انتخابي مباحثې کوي.
سي این این خبري اداره وايي دواړو امیدوارانو منلې چې لومړۍ انتخابي مباحثه به په ایټلانټا ایالت کې د دې ادارې په سټوډیوګانو کې کېږي، خو کتونکي به پکې نه وي. دویمه مباحثه به اې بي سي خبري اداره تر سره کوي.
ډانلډ ټرمپ د 2020م په صدارتي ټاکنو کې له جوبایډن څخه ماتې خوړلې وه خو لا هم دعوه کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې او له څو اوونیو راهیسې یې خپل ډیموکرېټ سیال ته چېلنج ورکاوه چې ورسره مباحثه وکړي او جوبایډن یې چېلنج ومانه.
د جوبایډن د کمپېن ډلې منلې چې هغه به په دغو مباحثو کې ګډون کوي، خو وايي په هغو درو نورو مباحثو کې به ګډون ونه کړي چې د صدارتي مباحثې غیرجانبداره کمیشن یې د ستمبر او اکتوبر په میاشتو کې وړاندیز کړی دی. دا کمیشن له درو لسیزو راهیسې صدارتي مباحثې برابروي.
جوبایډن د ډیوکرېټ او ډانلډ ټرمپ د ریپبلکن ګوند غړي دي، دوی دواړو د مباحثو په اړه تر اعلان وروسته سمدستي یو پر بل طنز کړی دی.
ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروت» باندې لیکلي دي چې له بایډن سره د جون او ستمبر "مباحثو ته چمتو دی". وایي له "بایډن سره زما تر ټولو بده مباحثه وه چې ورسره مخامخ شوی وم، هغه دوې جملې سره یو ځای کولای نه شي".
صدر جوبایډن هم پر ایکس [مخکیني ټویټر] په یوه لنډه ویډیو کې ویلي، "ډانلډ ټرمپ په 2020م کې له ما دوې مباحثې بایللې وې، له هغه وروسته راسره بیا بحث ته نه دی تیار شوی، اوس بیا داسې ښکاره کوي چې یو ځل بیا راسره مباحثه کوي".
سي این این هم د دغو مباحثو نېټې اعلان کړې دي او وایي دواړو امیدوارانو منلې ده چې یو بل ته به مخامخیږي او د خپلو تګلارو په اړه به مباحثه کوي.
سي این این دا امکان هم نه دی رد کړی چې کېدای شي بل درېیم امیدوار هم په دغو مباحثو کې ګډون وکړي، خو په داسې صدارتي مباحثو کې د ګډون بنیادي شرط دا دی چې امیدوار باید د 15 فیصده رایه اچوونکو حمایت ولري.
سي این این وایي کېدای شي یو بل ازاد امیدوار رابرټ ایف کېنیډي جونېر یا بل کوم درېیم تن په مباحثه کې ګډون وکړي خو وایي دوی هله ګډون کولای شي چې د پینځلس فیصده ووټونو او د بېلټ پېپر حد پوره کړي.
د امریکې صدارتي ټاکنې به د روان 2024 کال د نومبر پر پینځمه نېټه کیږي. د 2020م کال په ټاکنو کې جوبايډن کامیابه شوی وو، خو ټرمپ یې نتیجې ونه منلې او په ټاکنو کې د درغلۍ تور یې پورې کړ، خو د خپلې دعوې لپاره یې ثبوتونه وړاندې نه کړل.
Forum