د امریکې صدر جوبایډن او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ جدا جدا غونډو ته تقریرونه وکړل خو دواړو په خپل خپل انداز کې ومنله چې څنګه په ټرمپ ناکامه قاتلانه حملې د صدارتي انتخاب دپاره د دوی کېمپېونونه بدل شوي دي.
د ګل په ورځ ټرمپ په مېلواکي کې په ريپبلېکن نېشنل کنوېنشن کې راښکاره شو. د هغه د ښي لاس په غوږ سپینه پټې لګېدلې وه. هغه د خالي، شنبې، په ورځ په پېنسېلوېنیا ریاست کې په یوه جلسه کې په دغه غږو په ګولۍ ولګېدو. حمله کوونکی امنیتي چارواکو وژلی دی.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د صدر بایډن حکومت په ټرمپ د حملې د خپلو تحقیقاتو اعلان وکړو. اېف بي ايي د مرکزي تحقیقاتو مشري کوي.
هم د ګل، دوشنبې، په ورځ ریپبلکن پارټۍ په صدارتي انتخاب کې ټرمپ خپل رسمي امیدوار اعلان کړو. د نایب صدارت دپاره د اوهایو ریاست سېنېټر جی ډي وېنس د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار اعلان شو.
کله چې ټرمپ په مېلواکي کې په ريپبلېکن کنوېنشن کې راښکاره شو نو څه وېنا يې و نه کړه خو تود هرکلی يې وشو او خلکو ورته لاسونه و پړقول.
بلخوا، بایډن د اېن بي سي ټېلې وېژن سره خبرې وکړې او ويې وېل ټرمپ سره ژور سیاسي اختلافات لري او د هغه په قول ټرمپ په راپارونکی او په زهرجن انداز کې خپلو پلویانو سره د شکایاتو اظهار کوي.
د دې پوښتنې په جواب کې چې ایا په ټرمپ حمله به د صدارتي انتخاب مقابله کې څه بدلون وکړي نو بایډن وویل هغه ته نه ده معلومه. تاسو ته هم نه ده معلومه.
د قاتلانه حملې وروسته بایډن او ټرمپ دواړو په قومي کچه د اتحاد دپاره غږونه پورته کړي دي.
د سږ کال د نومبر په پينځمه نېټه صدارتي انتخاب کې بایډن د ټرمپ په مقابله کې بایډن د ډېموکرېټېک پارټۍ متوقعې امیدوار دی خو ګوند به د خپل امیدوار رسمي اعلان د اینده میاشت د خبل کنوېنشن په موقع کوي.
Forum