لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن خبرداری کړی چې چین دې د امریکې په صدارتي انتخاب کې لاس وهنه و نه کړي



د صدر جوبایډن او چینايي صدر شي جېن پېنګ ددې ټیلي فوني خبرو نه وړاندې دواړو مشرانو تېر کال د نومبر په میاشت کې په کیليفورنیا کې ملاقات هم کړی و
د صدر جوبایډن او چینايي صدر شي جېن پېنګ ددې ټیلي فوني خبرو نه وړاندې دواړو مشرانو تېر کال د نومبر په میاشت کې په کیليفورنیا کې ملاقات هم کړی و

د امریکې صدر جوبایډن او د چین صدر شي جېن پېنګ په ټېلې فون خبرې کړي او بایډن شي ته خبرداری ورکړی چې چین دې د نومبر په میاشت کې کېدونکي د امریکې په صدارتي انتخاب کې مداخلت نه کوي.

وایټ هاوس ویلي بایډن او شي د نهې، سه شنبې، په ورځ په اهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي او بایډن دا تکرار کړه چین دې د امریکې په صدارتي ټاکنو کې د لاس وهنې لپاره د ویب د لارې د ناسمه معلوماتو طریقې نه کاروي.

دواړو مشرانو د تایوان په سر هم خبرې کړي دي. چین په دغه جزیره دعوه لري او امریکا دریځ لري د تایوان سره د هیواد د خپلواکۍ او سلامتیا د پاره ولاړه ده ـ

د صدر جوبایډن او چینايي صدر شي جېن پېنګ ددې ټیلي فوني خبرو نه وړاندې دواړو مشرانو تېر کال د نومبر په میاشت کې په کیليفورنیا کې ملاقات هم کړی و.

د وایټ هاوس د قامي سلامتیا چارو ویاند جان کربي د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته ویلي دواړو مشرانو د منشیاتو مخنیوي ، پوځي مواصلاتو او د مصنوعي ‌ذهانت د خطرو په شمول په هغه نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي چې تیر کال پې دوانو مشرانو په کیليفورنیا کې بحث کړی و.

جان کربي وویل “مونږه باوري یو چې د پیچلو او اکثره د تاو تریخوالي ښکار اړیکو د موثره انتظام لپاره د مشرانو په کچ د عمومي رابطې نه علاوه بل متبادل نشته – دواړه مشران په دې سلاشوي چې د ضرورت په و خت به د یو بل فون اوچتوي “

د چین صدر شي جېن پېنګ د ملاقات وروسته په یو بیان کې د صدر بایډن سره خبرې واضحه او تعمیري بللي خو وايي د دواړو ترمنځه اختلافونه شته ، په خاصا توګه د تایوان د حیثیت په اړه ـ چینايي صدر د امریکې سره د تعلقاتو په اړه خوشبیني ښکاره کړې ده –

شي وویل “د چین او امریکې د تعلقاتو استحکام پیل ته د دواړو اولسونو او نړیوالې ورورولۍ لخوا هرکلی ویل شوې – بل لوري ته په اړیکو کې منفي عوامل هم په زیاتیدو دي او دواړو خواو له دې ته د پام کولو ضرورت دی.”

وایټ هاوس ویلي د خبرو اترو په وخت ورته صدر بایډن په راتلونکو امریکايي ټاکنو کې د چینايي لاس و هنې زړې اندېښنې تکرار کړلی خو په مخ یې بونتللی. د قامي سلامتیا چارو ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل “ زه به دومره اوویم چې مونږه پرې پرله پسې واضحه پاتې شوي یو -تر دې چې په نومبر کې د کلیفورنیا ملاقات اندېښنې مو هم وریادې کړلی چې مونږه یې د ټاکنو د سلامتیا په اړه لرو – چې د ځینو عناصرو لخوا د چین او امریکا اړیکي متاثره کوي”

تیره میاشت د برتانيي پارلیمان هم د خپلو ټاکنو د کمیشن او پارلیمان د هیک کولو په سر د بیجنګ په تړاو ځیني بندیزونه په ځای کړي دي. د امریکې استخباراتي چارواکو هم قانون جوړونکي خبرداره کړي چې چینايي هیکران د امریکې نظام او رېښتونې نړۍ ته د زیان رسولو تیارۍ کوي -

خو د چین حکومت تیره میاشت وضاحت کړی وو بیجنګ د جمهوریت مضبو‌طولو د پاره ډیجیټل طریقې کاروي نه چې د وراني د پاره ، خو څیړونکي په جمهوري هیوادونو کې د چین د لاس وهنې په اړه وخت په و خت اشارې کوي. څیړونکي د چین په ریاستي سرپرستی دغه عمل ته سپیمو فلیګ وايی چې ګڼي ددې روانو هځو یو مقصد بایډن په وروستو بوتلل هم دي.

میکس لیزر څیړونکی دی او د فاونډېشن فار دي ډیفېیس اف ډیموکرېسیز نومې د څیړنې ادارې سره د یو ستر کارپوه په توګه کار کوي دغه اداره په نړۍ کې جمهوریتونو ته د خطرو په اړه کار کوي .

میکس لیزر په امریکايي ټاکنو کې د چینايي لاس وهنې په اړه خپل نظر څرګندوي “په ټاکنو کې د لاس وهنې په اړه واضحه او د مسلسل رابطه کاری ضرورت دی – او زه نه ګڼم چې یواځې د ووټونو نظام هیک کول ، کوم چې په خپل ځان کې په ټاکنو کې د لاس وهنې یو تر ټولو غټ قسم دی ، بلکې تر دې زیاته دا چې د خلکو د سوچ بدلولو لپاره د دهوکې لارې خپلول او تر دې چې دومره ککړ دي چې هڅه کوي خلک د رایو کارولو نه بد کړي ، مونږه په تیرو وختونو کې د چین سره په تړاو داسې عملیات لیدلي دي.”

وایټ هاوس دا نه دي ویلي چې دواړه مشران به بیا کله خبرې کوي خو شي په خپل بیان کې ویلي هغه به دا اوونۍ د امریکې د خزانې وزیرې جېنېټ یلن د چین د سفر هرکلی کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG