لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جېن ساکي: د صدر بایډن حکومت به د ملک دننه د سخت دریځۍ د مخنیوي کوښښونو ته بیا کتنه کوي


په مشېګن ریاست کې د بګولو بوایز نوې غړي د صدر بایډن د انتخابي ګټې په ضد احتجاج کوي
په مشېګن ریاست کې د بګولو بوایز نوې غړي د صدر بایډن د انتخابي ګټې په ضد احتجاج کوي

د وایټ هاوس ترجمانې چېن ساکي ویلي د نوي صدر جوبایډن حکومت به په امریکا کې دننه د سخت دریځۍ او ترهګرۍ مخنيوي دپاره کېدونکو کوښښونو ته بیا کتنه کوی.

جین ساکي د جمعې په ورځ د کور دننه د تندلاریتوب په اړه د تګلارې اعلان وکړو او په دې موقع یې د جنورۍ په شپږمه نېټه په واشنګټن کې د کانګرس په ودانۍ د احتجاج کوونکو د یرغل ذکر هم وکړو. په کانګرس کې د اړي ګړي په مهال پنځه کسان مړه شوي او د قانون عملي کوونکو ادارو ګڼ شمېر کسان ګرفتار کړي دي.

جېن ساکي خبریالانو ته وویل "د کور دننه د تشدد نه ډ‌کې تندورۍ کې اضافه د قامي سلامتیه دپاره سنګین او زیاتېدونکی خطر دی."

مېرمن ساکي وویل د تندورۍ په اړه د حکومت نوي تګلاره لومړی ګام دی.

بلخوا صدر بایډن د جمعې په ورځ قامي استخباراتي ادارې، وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي او د قامي سلامتیه ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېڼد سکیورټي ته امر وکړو چې د ملک دننه د تندورۍ د خطر په اړه جامع رپورټ وړاندې کړي.

جېن ساکي وویل د تندورۍ په ضد حکومت د حقایقو په بنیاد تګلاره جوړول غواړي. هغې وویل وایټ هاوس به ګوري چې د حکومتي ادارو ترمنځ معلوماتو تبادله د زیاتوولو، د تندلاریتوب مخه نیولو او د ملک دننه د سخت دریځو ډلو جال ماتوولو په لړ کې د قامي امنیتي شورا یا نېشنل سکیورټي کاونسل کار نور څه ډول ښه کېدلی شي؟

جېن ساکي وویل نېشنل سکېورټي کاونسل به د سوشل میډیا کردار ته هم کتنه کوي.

په واشنګټن کې د جورج واشنګټن یونېورسټۍ د تندورۍ یا اېسکټریمزم پروګرام ترمخه په کانګرس د حملې په لړ کې په ۱۳۰ کسانو د بېلا بېلو جرمونو الزمات لګول شوي دي.

سدرن پاورټي لا سېنټر چې په تندروۍ نظر ساتونکي غېر حکومتي اداره ده وايس اف امریکې ته یې ویلي چې په کانګرس د حملې په پېښه کې د ۱۲ نه زیاتو د سخت دریځه ډلو پلویانو او حمایتیانو شرکت کړی وو چې پکې د پراوډ بوایز او بوګلو بوایز نومې د ښي لاس لاس سخت دریځه او د سپین پوستو ډلې شاملې وې. څېړونکي وایي د دې نه علاوه د نورو وړو ډلو او ملېشو غړي هم پکې شامل وو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په پوځ او قانون نافذ کوونکو ادارو کې د تندلارو ور ننوتل هم یو تشویش دی. د فاع یو چارواکي تېره هفته وویل چې مامورین د سپین پوستو او د سخت دریځه قام پرستو ډلو د خطر نه خبر دي. چارواکي وویل دوی ته معلومه ده چې ځینې ډلې د خپل مقصد دپاره د عسکرو د جلب کوولو او یا د خپلو پلویانو حوصله افزايي کوي چې په پوځ کې د تربيي او تجربي په خاطر د ورتلو حوصله افزايي کوي.

د صدر بایډن د سوګند پورته کولو دستورې نه وړاندې په واشنګن کې د امنیت دپاره پرځای شوي نېنشل ګاډز ۱۲ عسکر د غېر مناسب رويي او یا د تندلارو سره د تعلق په شک کې د ماموریت نه لېرې کړي شوي وو.

د امریکې د دفاع نوي ګمارل شوي وزیر لاییډ اسټن هم د هېواد دننه د تندلاریتوب مسله په پام کې نېولي ده. هغه وویل د دفاع وزارت د امریکې د سلامتیه ذمه واري په غاړه لري خو "مونږ دا نشوو کولی که چېرې ځینې دښمنان زمونږ په خپلو صفونو کې وي."

چارواکي دا تشویش هم څرګندوي چې ځېنې خارجي ملکونه هم کوښښ کوي چې په امریکا کې تندلاریتوب کې اضافه شوي.

د قامي استخباراتي ادارې نېشنل اېنټېلیجنس نوي مشرې اېوېل هېنز په دې لړ کې د روس کوښښونه لیدل شوي چې هدف یې په امریکا کې تندورۍ ته هوا ورکول دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي نوي څېړني ښايي چې په امریکا کې تندلاري تحریکونه په فېن لېنډ، فرانس، جرمني، سویډن او برطانیه کې د دغه ډول ډلو سره روابط زیاتوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG