لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: د طالبانو په مينځګړيتوب د ټي ټي پي سره خبرې د ډاډ وړ اشاره ده


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مينځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د حکومت خبرې او ډز بندي د ډاډ وړ اشاره ده.

بلاول بټو زرداري دغه خبره د شورو، چهارشنبې، په شپه د امريکې د سفر په مهال د سي اېن اېن ټي وي د کوربنې کرسټین امنپور سره په مرکه کې وکړه

د پاکستان او د ټي ټي پي د مذاکراتو ترڅنګ سي اېن اېن سره مرکه کې بلاول بټو په افغانستان کې د موجوده حالاتو او د افغانستان او د پاکستان په اړه تعلقاتو هم خبرې وکړې.

د پاکستان او د ټي ټي پي مذاکرات

ټي ټي پي سره د پاکستان د مذاکراتو په اړه د بلاول نه پوښتنه وشوه چې، "دا ستاسو دپاره څومره مهمه ده، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي، چې د دواړو جنګېدونکو فريقېنو (د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان) ترمنځ يې ډز بندي کړې ده، ايا دا خبره سمه ده ؟"

بلاول وويل، "څو پورې چې د ترهګرۍ تعلق دی، پاکستان په ترهګرۍ سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده، او مونږ په افغانستان کې رژيم (د طالبانو حکومت) ته ګورو چې دوی د ترهګرۍ په هلوځلو کمولو کې خپل رول ولوبوي، او دا يقيني چې د ډاډ وړ اشاره ده، مونږ نه يواځې د حالاتو څارنه کوو، بلکې د خپلې خوا نه د ترهګرۍ د مخنيوي هڅه کوو، او هيله لرو چې د افغانستان رژيم به د نړۍ سره خپله ژمنه پوره کړي او خپله خاوره به د ترهګرۍ پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي

د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې طالبان د پاکستان او د ټي ټي پي د مذاکراتو کوربتوپ د خېر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي

ذبیح الله مجاهد په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "د پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحریک تر منځ د اسلامي امارت په منځګړیتوب په کابل کې مذاکرات ترسره شول. د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو."

پاکستان او په افغانستان کې تازه صورتحال

په افغانستان کې د حالاتو او د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو په لړ کې بلاول بټو وویل افغان اولس د خوراک د کمي ترڅنګ د نورو ستونزو سره مخامخ دی او پاکستان د افغانستان روانې شخړې د هوارولو لپاره د نړۍ سره مرستې ته تيار دی.

بلاول بټو زیاته کړه چې په افغانستان کې د جينکو په تعليم د بندېز په اړه به د طالبانو حکومت سره هم خبرې اترې کوي.

بلاول بټو زرداري وويل د افغانستان د نوي حکومت منلو په اړه دوي د نړيوالې ټولنې سره ولاړ دي او په دې اړه به د پاکستان پرېکړه د نړيوالې ټولنې د پرېکړې سره سمه وي.

د امریکې او پاکستان دوه اړخيزې خبرې

بلاول بټو د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن سره په نیویارک کې وليدل
بلاول بټو د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن سره په نیویارک کې وليدل

له دې وړاندې ښاغلي بلاول بټو زرداري او د امريکا خارجه وزير انتوني بلنکن ترمنځه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې ليده کاته وشو.

د ملاقات په مهال د پاکستان خارجه وزير وويل دا يوه موقع ده چې د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو ښه کولو لپاره په ګډه کار وشي، تجارتي اړيکې ښې شي، امريکايي او پاکستاني سرمايه کار په ګډه کار وکړي او دواړه هېوادونه به دا رنګ موقعې زياتولو لپاره هم هڅې کوي. "مونږ د پاکستان او امريکا ترمېنځ د اړيکو لا پراخه کولو ته هيله مند يو چې ستاسو او ستاسو د انتظاميې سره په ګډه کار وکړو چې داسې د پاکستان او امريکا ترمنځ تجارتي اړيکې ښې شي او په پاکستان کې د امريکايي سرمايه کارو لپاره نورې موقعې پېدا کړی شي، او دا هم چې پاکستاني او امريکايي سرمايه کار، کاروبار کوونکي په ګډه سره کار وکړي. "

په دې ملاقات کې د امريکا خارجه وزير انتوني بلنکن وويل د خوراک خونديتوب يو نړيوال چېلنج دی او په خصوصي توګه د روس له خوا په اوکراين د حملې وروستو دا چېلنج لا زيات شوی دی ځکه چې د دې له امله 40مېلين نور خلک هم د خوړو خونديتوب نه محرومه شوي دي. دا يوه موقع ده چې په نورو معاملاتو هم خبرې وکړي.

"زمونږ توجه د پاکستان او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو، سيمه ييز امنيت او نورو ستونزو ته ده، پاکستان دا وخت د جي 77 ډلې مشري لري او امريکا دا تعلقات نور پراخه کول غواړي او دې لړ کې به د پاکستان د خارجه وزير سره هم خبرې اترې کېږي."

د خوراک د تحفظ په اړه د اقوام متحده غونډه

د دې ملاقات وروسته د خورات د تحفظ په اړه د ملګرو ملتونو غونډې ته په وينا کې د پاکستان خارجه وزير وويل د نړۍ د نورو هېوادونو په شان پاکستان هم د خوراک، توانای د کموښت، د موسمياتي بدلون، کرونا وبا او غربت په رنګ د مسئلو سره مخ دی او غواړي چې د نړۍ سره په ګډه د دې د هواري لارې ولټوي.

د بلاول بټو زرداري او ښاغلي بلېنکن دا ملاقات په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان حکومت نه د لېرې کېدو وروسته په خپلو جلسو کې په امريکا تور لګوي چې هغه د امریکې د سازش په نتجه کې د اقتدار نه لېرې کړی شوی دی خو امريکا او د موجوده وزیراعظم شهبازشريف په مشرۍ کې د هغه وخت مخالفوګوندونو دا تورونه رد کړي.

څېړونکي وايي د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان له خوا دې تورونو او تېر کال د اګست په مياشت کې د طالب چارواکو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې شوې دي.

د بلاول بټو د پاکستان د خارجه وزير د جوړېدو وروسته په لومړۍ سرکاري دوره د امريکا سفر کوي چې ښښي پاکستان د امريکا سره اړيکې ښې کول غواړي.

په امريکا کې مېشت د سياسي چارو کارپوه ډاکټرجمشېد وايي د بلاول بټوزرداري دوره يو مهم ګام دی خو بايد پاکستان دا دورې د يو هېواد پورې محدود ونه ساتي ځکه چې پاکستان دا وخت د اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

په پاکستان کې د وسله والو ورستۍ حملې

بلاول بټو په داسې حال کې د امریکې په سفر دی چې په ورستي وخت کې په پاکستان کې د وسله والو حملې زیاتې شوي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په پېښور کې یو پولیس افسر په ډزو ووژل شو.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو داعش وسله والې ډلې په پېښور کې د ځینو ورستیو حملو مسولیت منلی دی.

بلاول بټو د سي اېن اېن سره مرکه کې د ټي ټي پي سره د مذاکراتو هرکلی په داسې حال کې وکړو چې ټي ټي پي په کوچني/ وړوکي اختر کې اعلان کړي لس ورځنۍ ډزبندي یې د مې میاشتې تر 30مې نېټې پورې د غزولو اعلان کړی دی.

د افغان طالبانو نه علاوه نورو سرچینو هم ټي ټي پي سره د پاکستان د مذاکراتو تصدیق او وي او ای ته یې ويلي چې د پېښور کور کمانډر او د استخباراتي ادارې ای ایس ای پخواني مشر لیفټینینټ جنرل فیض حمید په مشرۍ کې یوې ډلې دا اوونۍ د ټي ټي پي له استازو سره ناستې کړې دي.

د وي او اې د رپوټ له مخې په کابل کې دغه ورځنۍ خبرې اترې پټې ساتل شوي دي.

پاکستان او د افغان طالبانو په رسمیت پېژندل

که څه هم پاکستان په رسمي ډول په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه دی پېژندلی خو د جنرل فېض حمید په شمول، چې د ايي اېس ايي د مشر په حېث یې هم د طالبانو په واکمنۍ کې د کابل دوره کړې وه، یو شمېر پاکستاني چارواکي د طالب مشرانو سره خبرو دپاره افغانستان ته تللي دي.

د سي اېن اېن سره مرکه کې د بلاول بټونه د طالبانو په رسمیت د پېژندل کېدو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل پاکستان د نړيوالې ټولنې سره همکاري کوي او د طالبانو د حکومت په رسميت د پېژندلو ګام به د نړيوالې ټولنې سره په يو ځای پورته کوي.


  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG