لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بهټو: د عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک په مهال دستور د خلاف ورزو تحقیقات دې وشي


بلاول بهو د خارجه وزیر د عهدې سوګند پورته کوي
بلاول بهو د خارجه وزیر د عهدې سوګند پورته کوي

د پاکستان خارجه وزیر او د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو غوښتنه کړې چې د پخواني وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ تحريک د عملي کيدو په مهال د ملکي دستور د سرغړونو او د ادارو په خلاف ورزیو کې د ککړ تنانو په ضد تحقیقاتو دپار ه دې کمېشن جوړ کړی شي.

بلاول دا هم وویل چې د اصلاحات نه بغير کيدونکي انتتخابات به خونړي وي

بلخوا د دفاع وزېر خواجه آصف ويلي حکومت به لومړي معاشي اصلاحات او بيا انتخابات کوي.

دغه بیانونه په داسې وخت مخې ته راغلي چې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د سمدستي انتخابات د خپلى غوښتنى په لړ کې د دې میاشت په اخېره کې اسلام ابا د ته د احتجاجي لاريون اعلان کړى دى

د زيارت په ورځ د قامي اسمبلى غونډى ته وينا کې بلاول دعوه وکړه چې د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک په وخت د عمران خان د کابېنې يو وزير دړکه کړې وه چې که عام انتخابات وو نه شول نو مارشل لګيدلى شي.

بلاول بهټو په دې خپره ټینګار وکړو چې د بي باورۍ تحريک په وخت د ملکي دستور او ادارو په سرغړونو کې ککړ تنان دې ښکاره کړی شي.

د تحريک انصاف پخواني مرستيال وزير فرخ حبيب د بلاول بهټو خبرې ردکړې او غوښتنه یې وکړه چې بلاول دې د هغه پخواني وزیر نوم واخلي چې د هغه په قول د مارشل دړکه یې کړې وه.

تيره مياشت د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ مرستيال اسپيکر قاسم سوري د عمران خان په ضد د هغه مخالفه سياسي جماعتونو لخوا وړاندى کړى شوي بې باورۍ تحريک بهر ملکي سازش په اساس رد کړى و خو بيا سپريم کوټ د قاسم سوري حکم دملکي دستور په ضد ګرځولى و او هم د سپريم کوټ په امر بیا د قامى اسمبلۍ غونډۍ د عدم اعتماد تحریک دلارې د عمران خان د خپل منصب نه لرى کولو او دشهباز شريف نوى وزير اعظم منتخب کولو منظوري ورکړې وه خو عمران خان او د هغه تحريک انصال ګوند د اعلى عدالت او د قامي اسمبلى د پريکړې نه زغمي او عمران خان سمدستي انتخابات د خپلى غوښتنى په سر اسلام اباد کې احتجاجي پرلت هم اعلان کړى دى.

خو د قامې اسمبلى غونډى ته وينا کې بلاول بهټو خبردارى کړى چې د اصلاحات نه بغىر کيدونکي انتخابات به خونړي وى.

بلاول بټهو زياته کړې دوي هم انتخابات غواړي خو پکار ده وړاندى اصلاحات وشي.

د شهباز شريف په مشرۍ د اتحادي جماعتونو حکومت جوړيدو سمدستى وروسته هم دپيبلز ګوند د قامي اسمبلى اسپيکر راجه پرويز اشرف انتخابي اصلاحات لپاره پارليمانې کميټي جوړه کړى ده.

د انتخابي کميشن پخوانى سيکتر کنور دلشاد وايي دا وخت تر ټولو مهم اصلاح به دا وي چې کميشن ته د انتخابي عمل دوران ملکي دستور او قانون سرغړونو کې ککړتنانو په ضد نيغ په نيغه د قانوني اقداماتو اختيارات ورکړى شي.

بل اړخ ته لندن کې موجود وزير اعظم شهباز شريف او د هغه د کابيني مهم وزيران به نن په دويم ځل د خپل ګوند مشر نواز شريف سره ملاقات کوي جي پکي به حکومت ته راپيښ معاشې دستورې او سپاسې ننګنونو د مخنيوې لپاره مشاورت کيږې او دغلته موجودد دفاع وزي خواجه آصف ويلي حکومت به لومړى معيشت ښه کوي او بيا به انتخابات کيږي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG