لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو: د پاکستان سېلابونو له کبله لویه بیارغونه په مخکې ده


بوټو وویل چې هغه د سیلابونو څخه مخکې د اقلیم یا موسمي بدلون کوم لوی فعال نه و، خو دا یې په لومړي ځل لیدلي او باور لري چې د نړۍ تودوخې یو لوی بحران دی
بوټو وویل چې هغه د سیلابونو څخه مخکې د اقلیم یا موسمي بدلون کوم لوی فعال نه و، خو دا یې په لومړي ځل لیدلي او باور لري چې د نړۍ تودوخې یو لوی بحران دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وویل چې په پاکستان کې وروستي وژونکي سیلابونه په داسې کچه یو ناورین دی چې هیواد یې هیڅکله تجربه نه ده کړې، او د بیا رغونې لپاره به لږترلږه 30 بیلیونه ډالر لګښت ولري.

ښاغلي بوټو دغه خبرې د دوشنبې یا ګل په ورځ امریکا غږ ته مرکه کې وکړې. هغه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون دپاره په نیویارک کې دي.

بوټو وویل چې هغه د سیلابونو څخه مخکې د اقلیم یا موسمي بدلون کوم لوی فعال نه و، خو دا یې په لومړي ځل لیدلي او باور لري چې د نړۍ تودوخې یو لوی بحران دی.

هغه زیاته کړه: "د اقلیم د بدلون مسله، او یو شمیر نورې ننګونې چې موږ ورسره مخامخ یو، هیڅ یو هیواد یې په یوازې توګه نشي حل کولی. نو موږ د خپلو نړیوالو شریکانو سره په دې مهمو مسلو کار کولو ته سترګې په لار یو."

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د دوېم ناورین خبرداری ورکړی.

دغه سازمان وايي که چیري د اوبو څخه رامینځته شوي ناروغۍ لکه ملاریا ، ټایفایډ او کولرا رامینځته شي نو دا به په لویه کچه زیان واړوي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) اعلان کړی چې د بېړنیو مرستو لپاره پاکستان ته تر اوسه د ۵۱ میلیونه ډالره مرسته ولیږي.

بوټو وویل چې هغه د سیلابونو څخه مخکې د اقلیم یا موسمي بدلون کوم لوی فعال نه و، خو دا یې په لومړي ځل لیدلي او باور لري چې د نړۍ تودوخې یو لوی بحران دی
بوټو وویل چې هغه د سیلابونو څخه مخکې د اقلیم یا موسمي بدلون کوم لوی فعال نه و، خو دا یې په لومړي ځل لیدلي او باور لري چې د نړۍ تودوخې یو لوی بحران دی

د امریکا سفارت پرون ويلي، د امریکا هوايي ځواک 15 الوتکې پاکستان ته رارسېدلي او د سېلاب ځپلو دپاره یې 630 مېټرک ټنه توکي وړي دي.

امریکې پاکستان کې د سېلاب ځپلو د بشري مرستو په لړ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] لپاره نور دوه ملينه ډالرو اعلان وکړ.

همداراز د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو اېن ايچ سي ار) وايي په پاکستان کې اته لکه افغان کډوال له سېلابونو اغېزمن شوي او له هر هغه افغان کډوال سره به د پيسو مرسته کوي چې کور یې وران شوی وي.

په اسلام اباد کې د امريکې سفارت ويلي، په دغو مالي مرستو به د پاکستانيانو او افغان کډوالو ټولنې د بيا رغونې سره نور توکي ورکولی شي.

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ترمخه د 14 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره په بېلابيلو پېښو کې 1559 کسان مړه شوي او 12850 ژوبل شوي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه په ملک کې بارانونو او سېلابونو 19لکه 79885 کورونه اغېزمن کړي چې پکې اووه لکه 87918 په مکمله توګه تباه شوي دي.

ويل شوي 12716 کلومیټره سړکونه او 374 پلونه هم اغېزمن شوي دي.

نهه لکه 73632 څاروي مړه شوي او په لکونو اېکړه د کر کروندې ځمکه اغېزمنه شوې ده.

د اېن ډي اېم اې ترمخه پاکستان کې 33 ملينه خلک بارانونو او سېلابونو اغېزمن کړي دي. د حکومتى شمېرو ترمخه د سيلاب نه هيواد ته د 30 اربه ډالرو زيان اوښتی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG