لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو:افغان طالبانو نړۍ سره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي ځکه یې حکومت په رسمیت ونه پېژندل شو


دفرانس یو ټي وي چینل سره په مرکه کې ښاغلي بلاول بوټو زرداري خواشیني څرګنده کړې ده چې طالبانو د خپلو ژمنو باوجود نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې منځنیو ښوونځيو ته لاړې شي
دفرانس یو ټي وي چینل سره په مرکه کې ښاغلي بلاول بوټو زرداري خواشیني څرګنده کړې ده چې طالبانو د خپلو ژمنو باوجود نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې منځنیو ښوونځيو ته لاړې شي

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي دافغانستان طالبانو چې نړیوالې ټولنې سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې سرته نه دي رسولي اؤ هم له دې امله یې نړۍ حکومت په رسمیت ونه پېژندلو.

دفرانس یو ټي وي چینل سره په مرکه کې ښاغلي بلاول بوټو زرداري خواشیني څرګنده کړې ده چې طالبانو د خپلو ژمنو باوجود نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې منځنیو ښوونځيو ته لاړې شي.

دبلاول بوټو ددغه مرکې یوه برخه چې دهغه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ دخپل رسمي ټویټر اکاونټ نه خپره کړې ده ، پکې هغه ویلي پاکستان دسېلابونو نه وروسته د صحت اؤ خوراک په څېر ناورینونه سره مخ دی اؤ دا مهال هیواد د30 اربو ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

هغه په هند هم نیوکې کړې دي چې اوس یو سیکولر هیواد نه دی پاتې اؤ دهندوانو بالادستي ده پکې چې قیمت یې مسلمانان اؤ مسیحي لږکي پرېکوي.

افغان طالبانو اؤ هندي چارواکو لا په سمدستي توګه دبلاول بوټو زرداري په دې څرګندونو خپل غبرګون نه دی ښودلی خو هندي چارواکو مدام دپاکستان دا تورونه رد کړي چې ګنې په دغه هیواد کې داقلیتونو سره توپیري چلند کیږي .

همدا شان په افغانستان کې دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي وؤ چې دوي له نړۍ سره خپلې ټولې کړې ژمنې سرته رسوي .

دطالبانو دحکومت ویاند د نجونو دتعلیم په اړه دریځ خپل کړی ؤ حکومت دمنځنیو ښوونځیو دنجونو دتعلیم لپاره په یوه داسې تګلاره جوړولو کار کوي چې هغه دافغانستان دعنعناتو اؤ اسلامي احکامات عین مطابق وي.

تېرکال داګست په میاشت په اقتدار له قبضې کولو وروسته طالبانو د ستمبر دمیاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانستي وؤ، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځي يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا د تړلو امر وکړو۔

د متحده قومونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف په خپله وروستۍ تجزيه کې ويلي چې په افغانستان کې جينکۍ د ثانوي تعليم د حق نه محرومول د هېواد په داخلي ناخالصو توليداتو يا په جي ډي پي کې د 2.5 فيصده کموالي سبوب دی۔

دغه اداره وايي که چرې موجوده درې ميلينه جينکو دخپل ثانوي تعليم بشپړولو وروسته ملازمتونه پیل کړي وای نو جينکو او مېرمنو به د هېواد په معيشت کې 5۔4 بيلينه ډالره برخه اچولې وه۔

يونيسف وايي د ثانوي زده کړو څخه د جينکو بې برخې کولو په تیر يو کال کې د دغې هېواد اقتصاد ته لږ تر لږه 500 ملیونه ډالره زیان رسولی دی۔

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG