لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بي ایل اې د وړمې ورځې بریدونو کې د ۱۳۰ پوځيانو د وژلو دعوه کړې، پوځ یې شمېر ۱۴ ښودلی


بیلتون خوښه بلوڅ وسله والې ډلې بلوڅ لبریشن آرمي یا بي ایل اې دعوه کړې ده چې د «میروف» په نوم عملیاتو کې یې په یو وخت د بلوچستان ۱۳ ضلعو کې په ۴۰ مقاماتو ۴۴ بریدونه کړي اؤ په دې بریدونو کې ۱۳۰ پوځيان وژل شوي اؤ ۵۵ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان حکومت یا پوځ لا د بي ایل اې دې دعوې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چارواکو د دوشنبې- ګل په ورځ په بلوچستان کې په تر سره شوؤ بریدونو کې د ۱۴ پوځيانو وژنه تایید کړې وه.

د ګل یا دوشنبې په ورځ بلوچستان کې پرله پسې ترسره شوؤ بریدونو کې له ۷۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو اطلاعات مخې ته راغلي وؤ اؤ پوځ ویلي وؤ چې ۲۱ ترهګر یې هم وژلي دي.

خو بلوچ لبرېشن آرمي په خپل یو جلا بیان کې ویلي، چې په دغو بریدونو کې یې د مجید بریګېډ د یوې ښځې ماهل بلوچ په ګډون نهه کسان او د «فتح سکواډ» یو تن وژل شوی دی. تنظیم د دغو وژل شویو کسانو مخکیني عکسونه هم خپاره کړي دي.

د بلوچستان لبریشن ارمي لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې په دغه ورځ ترسره شوؤ ۴۴ بریدونو کې په دوؤ مقاماتو د ګیس پایپ لاینونه، په اوو ځایونو کې د ریل پاټلۍ اؤ دوه پلونه هم تباه کړل شوي اؤ ددې ترڅنګ ۱۳ د معدنیاتو وړونکي ګاډي سوځول شوي دي.

بیان کې دعوه شوې ده چې په تربت روډ په موت اباد سیمه کې د بي ایل ای وسله والو د پوځ یو کاروان په مخه کړی چې پکې پینځه پوځيان وژل شوي.

همدا شان ویل شوي چې د ګوادر په سیمه جیوني کې په کوسټل هاي وې پولیس عسکر نیول شوي اؤ د هغوي نه ټولې وسلې اخستل شوي اؤ زیاتوي په دغه مهال وسله والو د معدنیاتو وړونکي دوه ګاډي، د پولیسو څلور ګاډي اؤ تاڼه سوځولي دي.

د بي ایل اې د بیان له مخې په ګریزي سیمه کې وسله والو په ټول پلازه قبضه کړې اؤ هغه یې سوځولې وه اؤ دغلته یې موجود ټول اهلکار نیولي وؤ .

د بي ایل اې تر مخه کله چې ددغو کسانو د خلاصون لپاره پوځيان راغلل نو وسله وال ورته له وړاندې چمتو ناست وؤ اؤ په برید کې یې ۱۵ پوځيان ووژل.

همدا شان پخپل تفصیلي بیان کې بلوچ لبریشن آرمي ویلي چې په قلات کې وسله والو د پوځ د ډیتهـ سکواډ یا وژونکې ډلې مهم غړی ملک زیر محمد حسني وژلی دی.

بي ایل اې دعوه کړې ده چې په بولان کې یې هم د ایف سي په یوه قافله برید کړی چې پکې شپاړس عسکر وژل شوي اؤ وایي پينځه د لیویز عسکر یې نیولي هم دي. بیان کې ویل شوي چې په کوه سلیمان کې د پوځ اؤ خفیه ادارو ۲۰ عسکر وژل شوي.

د بي ایل اې په بیان کې د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو اؤ تنصیاتو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته د سترو زیاتونو رسولو اؤ د پریمانه وسلو په ولکه کې د اخستو دعوه شوې ده.

د دوشنبې- ګل په ورځ د بلوچستان په کوټه، ګوادر، کلات، مستونګ، لسبیله او ځینو نورو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو او ډزو په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۷۰ کسانو د وژل کېدو اطلاعات مخې ته راغلي وؤ.

د دوشنبې په ورځ کوټه کې د يوې خبري غونډې په مهال د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي وويل، ترهګر شرخوښوونکي دي او پر مځکه فساد خپروي، ځکه نو هغوی به تر خپل انجامه ورسولی شي.

بل لوري ته پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ويلي دي چې د بلوچستان د حالات په خرابولو کې بهرني عناصر لاس لري او دا بریدونه ناڅاپي نه وو بلکې پلان شوي ګڼي.

د نقوي په وینا برید کوونکي مرور بلوڅان نه بلکې ترهګر دي چې وایي سخت جواب به ورکړل شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG