لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښځینه بلوڅ وسله والې په چینايي وګړو ځانمرګې حمله کړې، د بي اېل ای دعوه


په کراچۍ یونیورسټۍ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د چینايي ژبې او ثقافت مرکز کنفیوشس انسټېټیوټ سره نژدې بم چاودنه کې پولیس ویلي لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي چې درې پکې چینايي شهریان دي
په کراچۍ یونیورسټۍ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د چینايي ژبې او ثقافت مرکز کنفیوشس انسټېټیوټ سره نژدې بم چاودنه کې پولیس ویلي لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي چې درې پکې چینايي شهریان دي

بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې وسله والې ډلې ویلي په کراچۍ کې په چینیايي وګړو حمله د ډلې لومړۍ ښځې ځانمرګي حمله کوونکې کړې ده.

په کراچۍ یونیورسټۍ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د چینايي ژبې او ثقافت مرکز کنفیوشس انسټېټیوټ سره نژدې بم چاودنه کې پولیس ویلي لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي چې درې پکې چینايي شهریان دي.

بلوچستان لېبرېشن ارمي د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده. دې ډلې مخکې هم په پاکستان کې په چینايي هدفونو د حملو مسولیت منلی دی.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه بي اېل ای وویل په چینايي وګړو حمله شاري بلوچ وسله والې وکړه. د ډلې د بیان ترمخه شاري بلوچ د برمش په نامه هم یادېدله.

بي اېل ای په خپل بیان کې وویل برمش د ډلې لومړۍ ښځینه ځانمرګي حمله کونکي ده.

دا حمله د بلوچ مزاحمت په تاریخ کې نوی باب دی ای پي د بي اېل ای له قوله وویل.

د ای پي ترمخه بلوچستان د ډیر وخت راهسې د ټيټې کچې بغاوت سره مخامخ دی او مسلح بلوڅ وسله واله والې ډلې د زیاتې خودمختارۍ او د سيمې په قدرتي وسایلو نه د زیاتې برخې دپاره مزاحمت کې ککړې دي.

ای پي وايي د بي اېل ای نه علاوه پاکستاني طالبانو هم په پاکستان کې په چینايي هدفونو د ځینو حملو مسولیت منلی دی.

د رپورټ ترمخه په زرګونو چينايي کارکونکي په پاکستان کې دي او زیاتره پکې د چین او پاکستان په اقتصادي منصوبه سي پېک کار کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د کراچۍ په چاودنه کې په وژل شویو کسانو کې د کنفیوشس انسټېټیوټ چينايي مشر او د مرکز دوه استاذان شامل دي.

کنفیوشس انسټېټیوټ د چینايي ژبې د زدکړې مرکز دی چې ای پي وايي د چین په مرسته جوړ کړی شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د حملې غندنه کړې او ویلي یې دي چې په دې کې ککړ کسان په د انصاف سره مخامخ کولی شي.

په نړیواله کچه د چینايي ژبي او ثقافت د پرمختګ دپاره د چین حکومت په مختلفو ملکونو کې مرکزونه چلوي او د چین د پخواني چینايي فلسفي کنفیوشس په نامه یادېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG