لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بي اېل ای د پاکستان پوځ ته د قېدیانو د تبادلې وړاندیز کړی 


د پاکستاني پوځ او يا مرکزي او صوبايي حکومتونو د بي اېل د مبینه وړاندیز په اړه کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی
د پاکستاني پوځ او يا مرکزي او صوبايي حکومتونو د بي اېل د مبینه وړاندیز په اړه کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی

کالعدم بلوڅ وسلوالې ډلې بلوچستان لېبرېشن ارمي، بي اېل د پاکستان پوځ ته د بلوڅ قيديانو په بدل د نيول شويو پوځي عسکرو د خلاصولو وړانديز کړی خو حکومت او پوځ تر اوسه څه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بي اېل ای مطبوعاتو ته په یو بيان کې دعوه کړې چې د سېپټمبر د مياشتې په 25مه يې د بلوچستان د هرنايي ضلعې زردالو سيمې څخه د پاکستاني پوځ د خفيه ادارې، ملېتري اېنټيليجنس يا ايم ای سره کار کونکی محمد فېصل او د پوځ يو جونېر افيسر کليم الله، نيولي او له ځانه سره يې تښتولي. ډله وايی وايي له نړيوال جنګي قانون سره سم د نيول شویو بلوڅ فعالانو په بدل کې د عسکرو خلاصولو ته تيار دي۔

د پاکستاني پوځ او يا مرکزي او صوبايي حکومتونو د بي اېل د مبینه وړاندیز په اړه کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی۔

وي او ای ډيوه د بلوچستان د کورنيو چارو له سلا کار مير ضيا لانګو او د بلوچستان حکومت له وياندې فرح عظيم شاه سره د ټيلي فون له لارې په بيا بيا تماس ونيوه خو دواړو د تېر په څېر د دې رپورټ د جوړلو تر وخته ځواب ونه وايه۔

د پاکستان د پوځ وياندې ادارې د سېپټمبر پر 26مه په خپل يوه بيان کې ويلي و چې د هرنايي ضلعې له خوست سيمې سره نېږدې د هوايي سفر پر وخت يو پوځي هيلي کاپټر لوېدلی چې پکې د دوو پايلټانو په ګډون شپږ پوځيان وژل شوي و، وياندې ادارې د هيلي کاپټر د لوېدلو علت نه و ښودلی او نه يې هم د کومو عسکر او یا د خفيه ادارې د غړي د بې درکه کېدو خبر تر اوسه ورکړی۔

د بلوچستان حکومت يوه لوړ پوړي افيسر وي او ای ډيوه ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط د دې خبرې پخلی وکړ چې په ضلع هرنايي کې د 25م سېپټمبر په شپه وسلوالو لاره تړلې وه او له يوه موټر څخه يې دوه تنه اغوا کړي دي او له ځانه سره يې بولي دي.

چارواکي وویل د تښول شویو کسانو د لټون دپاره په هرنايي کې عمليات دوام لري.

دې چارواکي وويل،" دا سيمه خطرناه ده، او د دې سيمې لاره د بارانونو له وجې نوره خرابه شوې ده، په هغه شپه دلته يو چا موټر درولی و او دوه تنه يې له ځانه سره وړي دي، پدې کې يو سرکاري کس دی او يو غېر سرکاري۔"

د امریکې خارجه وزارت بي اېل ای ترهګر تنظیم بللی او په کال ۲۰۱۹ کې بي اېل ای ترهګر تنظيم ټاکلو په اړه بیان کې د وزارت ترجمان وویل دغه تنظیم په بلوچستان کې ملکي خلک او امنیتي ځواکونه په هدف کوي او ګڼ شمېر ترهګر حملې يې کړي دي.

د عسکري او سياسي چارو شنونکی خبريال جلال نورزي هغه وخت له ډيوه سره د دې موضوع اړوند مرکه کې ويلي و چې پر 25 سېپټمبر د يک شنبې په ورځ د هرنايي د خوست او زردالو په منحنۍ سيمه کې نا معلومو وسلوالو دوه پاکستاني عسکر له مسافر ګاډي کښته کړي او له ځانه سره تېښتولي و او د هم دې عسکرو د را خلاصولو لپاره پاکستاني پوځ د يادې سيمې په غرونو کې پوځي عمليات پېل کړي و چې په هم دې وخت کې د هيلي کاپټر د لويدلو پېښه هم رامنځ ته شوې وه۔

نا قانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې دعوه کړې وه چې د پاکستاني پوځ هيلي کاپټر هم دوی ويشتلی او را غورځولی يې دی. ازادو سرچينو د دې دعوو په اړه څه ندي ويلي۔

هرنايي له کوټې څخه شمال ختيځ ته پر 55 ميله پرته پښتون مېشته سيمه ده، چې په ګاونډ کې يې زيارت، لورالايي، سبي يا سيوی مستونګ، بولان او کوټه ضلعې دي۔

رپورټونه دي چې د يادو ځينو ضلعو په غرنيو سيمو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې فعاليت لري او وخت ناوخته پر پاکستاني عسکرو د بريدونو زمه وارۍ هم مني.

د پاکستاني پوځ ويانده اداره هم وخت ناوخته د دې وسلوالو او پوځي عسکرو د نيښتو، د ځاني او مالي زيان خبرونه ورکوي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG