لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په جُنېدجمشېد د رسالت د سپکاوي مقدمه درج کړی شوې


پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي پېښې رامنځته شوي ، او په دغې مسله دا بحث کيږي چې خلک په شخصي تاؤ کې په يو بل د مذهب د سپکاوي تور پورې کوي .
پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي پېښې رامنځته شوي ، او په دغې مسله دا بحث کيږي چې خلک په شخصي تاؤ کې په يو بل د مذهب د سپکاوي تور پورې کوي .

د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د تبليغي ډلې سره تعلق لرونکي او پخواني ياد سندرغاړي جُنېدجمشېد په ضد رسالت د سپکاوي مقدمه درج کړی شوې ده . پوليس وايي د جُنېدجمشد په ضد يې دغه مقدمه د پېغمبراسلام (ص) د بي بي حضرت عائشې (رض) په شان کې د سپکاوي په تور کې درج کړې ده .

د کراچۍ په رساله نومې پوليس سټېشن کې د جُنېدجمشېد په ضد دغه مقدمه د نهې په ورځ درج کړی شوې ده . او د رسالې تهاڼې مرزا (محرر) شهزاد لودهي د مقدمې په اړه وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ،

" دا مقدمه د نهې په ورځ درج کړی شوې ده ، په دې کې ۲۹۵ سي او ۲۹۸ ای دفعې لگول شوي دي او د سني تحريک د رابطه کمېټۍ د ممبر مبين قادري په مدعيت کې درج کړی شوې ده ، او دا مقدمه د ښار د جنوبي ضلعې د جج په حکم درج کړی شوې ده " .

پوليس افسر ووئيل ، دغه دفعې د توهين رسالت او ازواج محترمه په شان کې د سپکاوي په ترڅ کې لگول شوي دي .

پخوانی ياد سندرغاړی جُنېدجمشېد چې وس نعتونه وايي او د تبليغي جماعت ملگری دی ، نوموړي څو ورځې وړاندې د زنانوؤ په اړه يو بيان کې د پېغمبراسلام (ص) د بي بي حضرت عائشې (رض) د سر د درد او د هغې د محمد (ص) سره د خبرو واقعه اورولې وه او بیا يي په خپله خبره کښې د ښځو په اړه خپل شخصي نظر ورکړی وو او ویلي یي وو ښځه د "گڅې پُښتۍ پېداوار دی. "

جُنېدجمشېد وروستو په خپله دغې وينا په سوشل ميډيا باندې د توبې ويستو او معافۍ غوښتو ويډيو بيان هم جاري کړی دی .

خو د نوموړي په د دغې بيان په ضد د مذهبي ډلي سني تحريک لخوا مظاهره شوې ، او د مقدمي مدعي مبين قادري وئيلي ، هغه ته به شريعت معافي ورکوي ، دا د کوم کس کار نه دی چې هغه معاف کړي .

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي پېښې رامنځته شوي ، او په دغې مسله دا بحث کيږي چې خلک په شخصي تاؤ کې په يو بل د مذهب د سپکاوي تور پورې کوي .

څو ورځې وړاندې د گلگت بلتستان يو عدالت د مذهب په شان کې د سپکاوي د يو پروگرام چلولوپه تور کې د شخصي ټي وي چېنل (جيو) مالک ميرشکيل الرحمان ، د پروگرام کوربنې شائسته لودهي ، مېلمنو وينا ملک او د هغې خاوند اسدخټک ته د ۲۶ ، ۲۶ کلونو د بند او ۱۳ ، ۱۳ لکه روپو جرمانه اورولې وه .

د فلمونو يادې اداکارې وينا ملک هم د دغې پروگرام وروستو وئيلي ،

" زما په خيال په دغې کېس کې هم اسلام ځينو خلکو د خپلو گټو دپاره کارولی دی " .

د کراچۍ د رسالې تهاڼې پوليس افسر شهزاد لودهي وايي ، د جُنېدجمشېد په ضد مقدمه درج کړی شوې ده ، او په دغې مقدمه به په مخکې نوره کارروائي کولی شي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG