لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په هرنايي سيمه کې چاودنه شوې، يو تن وژل شوی، 14 ټپيان


عکس پځوانی دی.
عکس پځوانی دی.

د بلوچستان په هرنايي سیمه کې چاودنه شوې، د ليويز چارواکو په وينا چاودنه د هرنايي او دوکۍ ضلعې په سرحدي سيمه وريخه کې شوې ده.

د نوم نه ښوولو په شرط د ليويز چارواکي وي او اې ډيوه ته ويلي چې د لومړيو معلوماتو مطابق چاودنه د ماړي ګېس کپمنۍ ته نیژدې شوې ده، هغه وایي:

"دا لا نه ده معلومه چې په چاودنه کې د ايف سي عسکر او که د ګېس کمپنۍ کارمندان وژل شوي، خو پينځلس تنه ټپي شوي او يو تن وژل شوی دي"۔

د چارواکي په وينا ياده سيمه د هرنايي له ښاره څخه شاوخوا څلور ګنټې لرې پرته ده او د ليويز ټيم سيمې ته لېږل شوی چې لا هم په لارې دی.

د بلوچستان وزير اعلا مير سرفراز بګټي ياده پېښه غندلې او د پېښې رپورټ يې طلب کړی دی. په سرکاري خبر کې د وزیراعلی له خولې دا د "ترهګرۍ" برید ګڼل شوی دی:

"د ترهګرۍ ضد د بلوچستان عوام او عسکري ادارې متحده دي، د ويرې او ترهې په مقابل کې به ګټه د امن وي، د معصومو خلکو وينه بهوونکي به په يوه حال کې هم د رحم قابل نه دي"۔

هرنايي له کوټې څخه شاوخوا 170 کلوميټره لرې شمال ختيځ لور ته پرته پښتنه سيمه دي او د دې ضلعې ابادي شاوخوا 130,000 ده.

ياده ضلع د کولې د زياتو زېرمو لرلو په وجه شهرت لري، رپورټونه دي چې له يادې ضلعې څخه په ورځ کې له 2500 تر 3000 ټنه پورې کوله را ايستل کېږي او پنجاب ته وړل کېږي.

په کومه سيمه کې چې چاودنه شوې ده دا وړيخه ده، د ځايي سرچينو له مخه د ماړي ګېس کمپنۍ کارمندان د سروې لپاره هلته تللي او کار کوي.

ماړي ګېس د پاکستان د پوځ تر انتظام لاندې چلېدونکې کمپنۍ ده چې د ګېس او تيلو موندلو او را ايسلتو کار کوي.

د ضلع هرنايي په شاهرګه خوست کې په دوه زره نهه، لس او يولسم کال کې لدې ځايه څخه يو څه خام تېل هم را ايستل شوي خو د سرچينو په وينا اوس هلته کار بند دی.

د دې تر څنګ د هرنايي ضلعې په زرغونه غره کې د ماړي کمپنۍ لخوا څخه قدرتي ګېس له کال 2013 څخه را ايستل کېږي او و کوټه ته ورکول کېږي۔

د نېشنل ډيموکرېټک ګوند صوبايي صدر احمد جان تعلق له يادې ضلعې دی، د احمد جان په وينا د امن امان ذمه واري د حکومت دي ځکه چې وایي حکومت ته پوره ټيکس ورکول کېږي:

"په ټوله ضلع کې د امن امان چارې او لويې لارې د ايف سي په ولکه کې دي خو هلته اوس هم نا امني ده او له خلکو څخه په زوره پېسې يا بهتې اخيستل کېږي".

د حکومتي او عسکري چارواکو په وينا د هرنايي په شاوخوا سيمو کې بلوڅ ناقانونه ګرځول شوې ډلې فعاليت لري او هغه له خلکو څخه په زوره د پېسو اخيستلو او په ناامنۍ کې لاس لري.

د حکومت د دې تورونو په اړه بلوڅ تنظيمونو کوم دريځ مخې ته ندی راغلی خو په ياده او شاوخوا ضلعو کې د ځينو بريدنو زمه واري بېلا بېل بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو وخت ناوخته منلې دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG