لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د رېنجرو په مرکز چاؤدنه کې د درې رېنجرو په گډون څلور کسان وژل شوي


د رېنجرو وياند وئيلي چې هېډ کوارټر باندې ځان مرگي بريد شوی دی
د رېنجرو وياند وئيلي چې هېډ کوارټر باندې ځان مرگي بريد شوی دی

په کراچۍ ښار کې د رېنجرو په هېډکوارټر چاؤدنه شوې او د دريو رېنجرو په گډون پکې څلور کسان وژل شوي او څلور نور رېنجر ژوبل شوي دي ، د دغې چاؤدنې ترڅنگ دوه نورې چاؤدنې هم شوي دي .

په کراچۍ ښار کې د رېنجرو په هېډکوارټر چاؤدنه شوې او د دريو رېنجرو په گډون پکې څلور کسان وژل شوي او څلور نور رېنجر ژوبل شوي دي ، د دغې چاؤدنې ترڅنگ دوه نورې چاؤدنې هم شوي دي .
د کراچۍ ښار په نارت ناظم اباد کې د شورو په ورځ د رېنجرو په هېډکوارټر د شوې چاؤدنې په اړه د رېنجرو د وياند لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، په دغه بريد کې د درې رېنجرو په گډون څلور کسان وژل شوي دي .
د رېنجرو وياند وئيلي چې دا ځان مرگي بريد دی ، او ځان مرگي بريد کوؤنکي د هېډکوارټر په گېټ باندې هغه وخت ځان الوزولی دی چې کله هغه ته رېنجرو د ودرېدو ووئيل .

د سيمې د پوليس چارواکو په وينا چاؤدنه کې وژل شو ی بل کس د يوې شخصي سيکيورټي اداری غړی دی .
پوليس چارواکي وايې په دغه ځايې پرله پسې دوه چاؤدنې شوي دي .
د ښار د منځنۍ ضلعې د اېس اېس پي عامر فاروقي په وينا د لمړو دوؤ چاؤدنو نوعيت نه دی مالوم شوی ، خو ښکاري چې بمونه په دغه ځايې کې اېښودل شوي وو .

نوموړي پېښه کې د رېنجر د شږو غړو د ژوبلېدو او د شخصي سيکيورټۍ د غړي د وژنې پخلی کړی دی .
د اېس اېس پي عامر فاروقي ترمخه درېمه چاؤدنه کې موټر سائيکل کارول شوی او د موټر سائيکل ځينې ټکړې دوي د موقعې نه ترلاسه کړي دي .

د پوليس سرچينو ترمخه د پېښې د ځايې نه پوليس د انساني وجود اندامونه هم ترلاسه کړي دي .
پېښه کې ژوبل رينجر روغتون ته وړل شوي ، پوليس او رېنجرو علاقه په گېره کې اخستې ده او د پلټنې عمليات يې پېل کړي دي .
نارت ناظم اباد کې د رېنجرو په نخښه شوي مرکز باندې کال 2012 کې ځان مرگي بريد کوؤنکي د باردو ډک گاډی تمبولی ؤ ، او په هغې بريد کې درې رينجر وژل شوي او 21 نور ژوبل شوي وو .
ډي جي رېنجر مېجرجنرال رضوان اختر د پېښې د ځايې دوره کړې او وئيلي يې دي ، چې دغه رنگ بريدونه به د دوي حوصلې ماتي نه کړي او دوي به د ترهگرو په ضد په نره جنگيږي .
نوموړي زياته کړې د کراچۍ اولس مونږ سره ملگری دی او د ترهگرو د ختمولو نه علاوه بله لار نشتي .
کراچۍ ښار کې د تېر کال د ستمبر د مياشتې راهسې رېنجر د وران کارو په ضد هدفي عمليات کوي ، او د رېنجر چارواکوپه وينا په دغو عملياتو کې د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو دغړو په گډون يې يو شمېر وران کاري او ترهگر نيولي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG