د امریکې صدر جوبایډن وایي دا پوښتنه چې را روانه اوونۍ به په غزه کې د شپږو اوونیو نوې ډزبندي وشي که نه "دا خبره اوس د حماس په لاس کې ده"، خو دا یې هم ویلي اسرایل "هیڅ پلمه نه لري" چې په دې جګړه ځپلې سیمه کې له لوږې سره مخ فلسطینیانو ته بشري مرستې ور پرېږدي.
ښاغلي بایډن د نهې- سه شنبې په ورځ له واشنګټنه بهر له خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل، "موږ جنګ بندي غواړو".
صدر بایډن وویل که اسرایل او حماس په غزه کې د راتلونکې اوونۍ له پیل کېدو سره د مسلمانانو تر مقدسې میاشتې روژې پورې ډزبندۍ ته ونه رسېدل نو خطر به نور هم زیات شي. بایډن زیاته کړه:
"که موږ یو داسې حالت ته ورسېږو چې دا [جګړه] تر روژې پورې روانه وي، اسرایل او یروشلم [بیت المقدس] کېدای شي ډېر- ډېر خطرناک و اوسي".
بایډن دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن له اسرایل وغوښتل چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي.
بلینکن د نهې- سه شنبې په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې د قطر له وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره تر لیدو مخکې وویل چې د لکونو بې ځایه شویو فلسطینیانو اوسنی حالت د منلو او د دوام وړ نه دی:
"اسرایل باید له هرې ممکنه لارې او له هرې ممکنه طریقې زیات له زیاتو کار واخلي چې هغو خلکو ته مرستې ورسوي چې ورته اړتیا لري".
بلینکن له اسرایل څخه د صدر بایډن د دفتر غوښتنه تکرار کړه چې وایي غزې ته د نورو بشري مرستو د رسېدو لپاره دې نوې سرحدي لارې خلاصې کړي او دا هغه غوښتنه ده چې اسرایل ورسره مخالفت کړی. بلینکن وایي:
"دا نورو سرحدي لارو ته اړتیا لري او دې ته ضرورت دی چې نورې مرستې غزې ته داخلې شي او کله چې دا مرسته دننه ورشي نو بیا دا ډاډ تر لاسه کول غواړي چې دا مجبوره خلکو ته ورسېږي. نو، موږ به هره ورځ خپل فشار ته دوام ورکوو، ځکه حالت چې څنګه دی دا د منلو نه دی".
په قاهره کې د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کولو لپاره خبرې پرون بې نتیجې ختمې شوې خو بلې خواته په غزه کې د فلسطینیانو مرګ ژوبله زیاتېږي او د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي که د ټولو یرغمل کسانو د خوشي کېدو او د وژل شویو د مړیو تر لاسه کېدو پورې یې له حماس سره کوم تړون ونه شو په رفح کې به پراخ عملیات پیل کړي.
د اسرایل خبرداري ته په پام د امریکې په سېنټ کې د صدر جوبایډن نیژدې اتحاديان غوښتنه کوي چې امریکا دې په غزه کې د فلسطینیانو د تکلیفونو د کمولو لپاره مخامخ عمل وکړي.
د سېنټ دغه غړي غوښتنه کوي چې که د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو له دې انکار کوي چې د خپلې جګړې تګلاره بدله کړي نو وایي امریکا دې ورسره خپله پوځي کمه کړي.
په کانګرس کې د صدر بایډن تر ټولو نیژدې ملګري کرس کونز ویلي، اوس وخت راغلی چې باید د وزیراعظم نتنیاهو حکومت ته سخت غبرګون وښودل شي چې د جګړې تګلاره باید څه ډول جوړه کړي.
اینټني بلینکن پرون په ټینګار سره ویلي چې "موږ د سمدستي ډزبندۍ لپاره یوه موقع لرو چې کولای شي یرغمل کسان کورونو ته ستانه کړي او په ډرامایي توګه هغو فلسطینیانو ته د مرستو ورتګ زیات کړي چې زښتته ډېره اړتیا ورته لري".
که څه هم اسرایل د قاهرې په خبرو اترو کې برخه نه لري، خو د قطر وزیراعظم شیخ محمد وویل، قطر، امریکا او د دوی اتحادیان به خپلو هڅو ته دوام ورکوي او دا ډاډ به تر لاسه کوي چې د ډزبندۍ تړون وشي.
د حماس ډلې یوه اعلی چارواکي د سه شنبې- نهې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ډزبندۍ تړون ته د نه رسېدو ذمه واري د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو پر غاړه ده او وایي دا د اسرایل د متحد امریکې په لاس کې ده چې پر اسرایل د فشار لپاره اقدام وکړي.
یادونه:- د وي او اې انګرېزي له خبریالانو سره سره په رپوټ کې د اې پي، اې ایف پي او رویټرز له معلوماتو کار اخیستل شوی.
Forum