لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مرکزي اېشیا د دورې په بل پړاو د امریکې خارجه وزیر ازبکستان ته رسېدلی


بلېنکن وویل د ازبک صدر سره يې د مطبوعاتو د ازادۍ او د سماجي ټولنې په اهمیت خبرې وکړې
بلېنکن وویل د ازبک صدر سره يې د مطبوعاتو د ازادۍ او د سماجي ټولنې په اهمیت خبرې وکړې

د مرکزي اېشیا د دورې په مهال د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ازبکستان سر ښار تاشقند ته ورسېدو او ويې وېل د ازبکستان صدر شوکت مرزاېیوف سره يې د هغه اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې چې ازبک صدر يې په خپل ملک کې نافذ کول غواړي.

بلېنکن په تاشقند کې خبریالانو ته وویل هغه د مطبوعاتو د ازادۍ او سماجي ټولنې اهمیت څرګند کړو.

د ازبکستان د پومبې صنعت او په دې کې جبري مشقت ته په اشاره بلېنکن وویل دا د کامیابۍ او د نورو دپاره د مثال علامت هم دی.

بلېنکن د ازبکستان عبوري خارجه وزیر بختیار سېدوف ترڅنګ خبریالانو سره خبرې کولې.

سېدوف وویل ازبک مامورین به د امریکايي خارجه وزیر سره د سیاسي موضوعاتو ترڅنګ د تجارت، سرمایه کارۍ، ټېکنالوجۍ او تعلیم په موضوعاتو خبرې کوي.

سېدوف وویل د ازبک صدر مرزایوف د اصلاحاتو سره د امریکې د ملاتړ ستاینه کوي. د ازبک خارجه وزیر ترمخه د صدر مرزایوف د اصلاحاتو هدف ښه حکومت داري او د قانون نفاذ یقیني کول، د انساني حقونه او د ګاونډیو ملکونو سره تعلقات بهتر کول دي.

ازبکستان ته د تګ نه وړاندې بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ په قزاقستان کې وویل امریکا کتنه کوي چې په اوکراین د روس د یرغل په سر په روس د لګول شویو پابندیو د سیمي په نورو ملکونو څه اثرات دي؟

په قزاقستان کې د مرکزي اېشیا د پېنځو ملکونو چارواکو سره وليدل چې د سي فایو نومې ډلې کې شامل دي.

د سي فایو چارواکو سره د ملاقاتونو وروسته بلېنکن خبري کانفرنس ته وویل د سي فایو په شمول د یو شمېر ملکونو سره په روس د پابندیو د اثرات په اړه خبرې دوام لري.

بلېنکن وویل د پابندیو ښکار روسي کمپنو سره لېن دېن ختمولو دپاره عارضي رعایتونه ورکړی شوي دي.

بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ قزاقستان سره د اضافي امداد اعلان هم وکړو.

د قزاقستان خارجه وزیر مختیار تېلیوبردي ترڅنګ د خبري کانفرنس په موقع بلېنکن وویل په سیمه کې اقتصاد ته ترقي ورکولو دپاره به امریکا د ۲۵ مېلین ډالرو مالي امداد کوي. هغه زیاته کړه دې سره د امریکې د مجموعي امداد مالیت ۵۰ مېلین ته ورسېږي.

د قزاقستان د ۱۹ مېلین خلکو په ابادۍ کې درط اشاریه پېنځه مېلین نسلن روسیان او ۲۵۰۰۰۰ اوکراینیان دي.

د مرکزي اېشیا کې یو لوړ رتبه چارواکي وویل په اوکراین کې د جنګ په اړه په اوچته کچه تشویش موجود دی. دغه چارواکي وویل قزاقستان اوکراین ته انساني امداد ورکړی او د قزاقستان صدر قسیم جومرات توکیف د مرکزي اېشیا یوازنی رهنما دی چې د اوکراین صدر ودېمېر زېلېنسکي سره رابطه ساتي.

د روس او چین سره هم د قزاقستان تعلقات ښه دي.

قزاق خارجه وزیر تېلیوبردي د بلېنکن ترڅنګ خبري کانفرنس ته وویل هېواد به يې ګڼ اړخیزه خارجه تګلاره جاري ساتي او د دنیا ټولو ملکونو سره به د همکارۍ او په دوه اړخيره کچه ګټه ور تعلقات ساتي.

بلېنکن چین ته خبرداری وکړو چې روس ته دې مهلک هتیار نه ورکوي. هغه وویل امریکا داسې معلومات لري چې چین غور کوي چې روس ته مهلک وسله ورکړي.

هغه وویل امریکا به هغه کمپنۍ په هدف کولو کې د تذب ذب نه کار نه اخلي چې د امریکې د پابندیو باوجود روس ته مهلک وسله ورکوي.

د مرکزي اېشیان نه وروسته به بلېنکن د جي ټونټي تنظیم په غونډه کې شرکت دپاره نوي دلي ته ځي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کرېس هېنز د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG