لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر: ترکي ته د اېف شپاړس جهازونو د خرڅولو ملاتړ کوو


بلېنکن د ترکي صدر رجب طیب اردوان سره هم وليدل. د اردوان او د بلېنکن د ملاقات په اړه د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان نېډ پرايس په یو بیان کې وویل دواړو مشرانو د اوکراین د ملاتړ او په ترکي کې د زلزلې وروسته د بیا بحالۍ او د انساني امداد په اړه خبرې وکړې
بلېنکن د ترکي صدر رجب طیب اردوان سره هم وليدل. د اردوان او د بلېنکن د ملاقات په اړه د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان نېډ پرايس په یو بیان کې وویل دواړو مشرانو د اوکراین د ملاتړ او په ترکي کې د زلزلې وروسته د بیا بحالۍ او د انساني امداد په اړه خبرې وکړې

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ترک چارواکوي سره خبرو دپاره د ګل، دوشنبې، په ورځ انقره ته ورسېدو، هغه وايي د صدر جوبایډن حکومت ترکي ته د اېف شاړس نومې جهازونو د خرڅولو ملاتړ کويږ

بلېنکن امید څرګند کړو چې فېن لېنډ او سویډن به د مغربي ملکونو په پوځي اتحاد نېټو کې رکنیت ترلاسه کړی شي. ترکي تر اوسه په نېټو کې د دغو ملکونو د شمولیت مخالفت کوي.

د ۲۰ بېلین مالیت سودا کې ترکي د امریکې نه ۴۰ اېف سېکسټین جهازونه او د ۸۰ نورو جهازونو د نوي کولو دپاره پرزې غواړي. د امریکې کانګرس به معاهدې منظوري ورکوي.

د ترکي خارجه وزیر مولوت چاواسوګلو ترڅنګ مشترکه خبري غونډې ته بلېنکن وویل دا نېټه نه شریکولی چې په ترکي د جهازونو خرڅولو مجوزه سودا به کله کانګرس ته د منظورۍ دپاره وړاندې کولی شي خو کانګرس یې خبر کړی کړی حکومت ترکي ته د اېف شپاړس جهازونو د ورکولو حمایت کوي.

د ترکي خارجه وزیر چاواسوګلو وویل د اېف شپاړس جهازونو معامله دې د دې خبرې سره و نه تړل شي چې ترکي دې په نېټو کې د سويډن او فېن لېڼد د شمولیت حمایت وکړي.

د ترکي ترڅنګ هنګري یوازنی دویم هېواد دی چې په نېټو کې د سویډن او د فېن لېنډ د غريتوب ملاتړ يې نه دی کړی. په نېټو کې د یو ملک د شاملېدو دپاره پکاره ده چې د اتحاد ټول نور غړي ملکونه يې په منتفقه ډول حمایت وکړي.

بلېنکن وویل امریکا غواړي چې سويډن او فېن لېڼد دې څومره زر ممکن وي په نېټو کې شامل شي.

ترکي وايي سویډن د هغو ډلو سره نرمي کوي چې انقره ترهګر بلي.

چاوسوګلو وویل ټول فريقېن باید سویډن قانع کړي چې د ترکي تویش لېرې کړي.

تېره هفته ترکي ته د دورې په مهال د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ وویل وخت راغلی چې ترکي په نېټو کې د سویډن او فېن لېنډ د شمولیت منظوري ورکړي.

بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د ترکي صدر رجب طیب اردوان سره هم وليدل.

د اردوان او د بلېنکن د ملاقات په اړه د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان نېډ پرايس په یو بیان کې وویل دواړو مشرانو د اوکراین د ملاتړ او په ترکي کې د زلزلې وروسته د بیا بحالۍ او د انساني امداد په اړه خبرې وکړې.

بلېنکن د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل امریکا به د ترکي او شام زلزله ځپلو خلکو سره د ۱۰۰ مېلین ډالرو اضافي امداد کوي. په دواړو ملکونو کې د فېبرورۍ په شپږمه نېټه شوي زلزلې دلاسه د ۴۴۰۰۰ نه زیات کسان مړه شوي دي.

بلېنکن به د ګل، دوشنبې، په ورځ یونان ته ورځي او سټېټ ډپارټمنټ وویل هغه به د یوناني چارواکو سره د دفاع، توانای او په نورو معاملو خبرې کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG