لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن: ممکنه ده چې د امن موجوده خبرې په غزه کې د جنګ بندۍ اخېرۍ موقع وي


بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل صدر اېزک هروزګ سره وليدل او ټاکل شوې چې وروسته به د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره هم ملاقات کوي
بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل صدر اېزک هروزګ سره وليدل او ټاکل شوې چې وروسته به د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره هم ملاقات کوي

د ا مریکې خارجه وزیراېنټني بلېنکن ویلي په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره موجوده تجویز د یرغمالانو د ازادۍ او د اسرایل او حماس جنګ د ختمولو اخېرۍ موقعه کېدلی شي.

بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل د دورې په مهال وویل دا یو فېصله کن وخت دی، ممکنه ده چې دا بهترینه او اخېرۍ موقع وي چې یرغمالان کورونو ته ستانه کړی شي، جنګ بندي وکړی شي او هر څوک د مستقل امن او ثبات په غوره لاره روان کړی شي.

بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل صدر اېزک هروزګ سره وليدل او ټاکل شوې چې وروسته به د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره هم ملاقات کوي.

د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته دا د بلېنکن نهم سفر دی.

د اې پي خبري ادارې ترمخه، بلېنکن د اتوار/ يکشنبې په ورځ تل ابيب ته ورسېدلو. نوموړی دا سفر په داسې وخت کې کوي، چې روانه اوونۍ د مصر په پلازمينه قاهره کې د جنګ بندۍ په اړه د خبرو اترو امکان دی. نوموړی به په فریقېنو د جنګ بندۍ د تړون دپاره ټينګار کوي.

بلېنکن به د نهې/ سه شنبې په ورځ مصر ته روانيږي، خو د تلو نه وړاندې به په اسرايل کې د جنګ بندۍ په اړه د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره ويني.

د اسرايل او غزه کې د جګړې نه وړاندې واکمنې وسله والې ډلې حماس ترمنځ مذاکرات کوونکو مينځګړو هيوادونو امريکې، مصر او قطر د جنګ بندۍ د تړون دپاره وړانديز کړی وو، چې اسرایلي ځواکونه دې په غزه کې زياتره پوځي عمليات ودروي.

په وړانديز کې ویل شوي وو، چې اسرايل به په ګڼ شمېر کې بنديان خوشي کوي او په بدل کې به یې حماس يرغماليان پرېږدي.

د اې پي ترمخه، د امریکې د بهرنيو چارو وزير سره د سيمې په سفر کې مل يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، چې بلېنکن د جنګ بندۍ د خبرو د انتهايي نازک پړاو په مهال د سيمې سفر کوي.

هغه ويلي وو، د امریکې د بهرنيو چارو وزير به په فريقېنو ټينګار کوي چې په غزه کې د خلکو د مشکلاتو کمولو دپاره زر تر زره دا ومني.

چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، بلينکن به هڅه کوي چې دا شخړه نوره خوره نه شي.
د بلېنکن تل ابيب ته رسېدو نه لږه شېبه وړاندې د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د کابيني غړي خبر کړي چې داسې ځايونه چرته چې اسرايل لچک ښکاره کولی شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر به په سفر کې د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو، د دفاع وزير يوو ګېلانت او صدر ايزک يرزوګ سره هم ويني.
بل اړه ته په غزه کې د اسرايل پوځي عمليات دوام لري، او نورې وژنې پکې شوي دي.

ويل شوي، د اسرايل او حماس ترمنځ د خبرو هدف د يرغمال اسرایليانو په خوندي ډول خوشي کول، او په غزه کې د تباهۍ خورونکې جګړې ودرول دي، په کومه جګړه کې چې په غزه کې د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د 40,000 نه زياتې وژنې شوي دي.

د مذاکراتو هدف په سيمه کې د کړکېچ کمول هم دي، چې پکې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنیه په ايران کې او حزب الله د مشر د لبنان په پلازمينه بيروت کې د وروستیو وژنو وروسته سېوا والی لیدل کيږي.

ايران د اسماعيل هنيه د وژنې د بدل اخستو اعلان کړی، او حزب الله هم د اسرايل خلاف د عملياتو چټکولو ويلي دي.

په سيمه کې کړکېچ په داسې وخت کې سېوا کيږي چې په غزه کې د جګړې 11مه میاشت ده.

د اسرايل او حماس جګړه د تېر کال اووم اکتوبر وروسته له هغې پيل شوې چې حماس په اسرايل حمله کړې او 1200 اسرايليان يې وژلي او 250 يې يرغمال کړي وو.

حماس د نومبر په میاشت کې د عارضي جنګ بندۍ په وخت خواوشا 100 يرغماليان خوشي کړي وو. اسرايل وايي، اوس هم د حماس سره خواوشا د 100 پورې کسان يرغمال دي او په ممکنه توګه 40 تنه يرغماليان وژل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG