د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن به د نهې، سه شنبې، په ورځ د بېلیجیم سرښار برسلز ته سفر کوي چې یوکرېن سره پوځي امداد د زیاتولو په موضوع د نېټو چارواکو سره خبرې اترې وکړي. بلېنکن برسلز ته دا سفر د صدر جوبایډن د حکومت په اخېرۍ ورځو کې کوي.
د برسلز وروسته به بلېنکن په پېروو کې د اېشیا پېسېفېک اکنامېک کواپرېشن، ای پېک، په غونډو کې شرکت کوي او بیا به امانوس او په برازيل کې د دنیا د لویو اقتصادي ملکونو جي ټونټي غونډې ته ورځی. بایډن به هم په پېروو او برازيل کې د هغه سره یوځای کېږي.
توقعو ده چې د ای پېک د سرمشریزې په څڼده کې بایډن د چین صدر شي جېن پېنجګ سره هم ملاقات وکړي. په دې اړه معلومات لروونکو سرچینو وي او ای ته ویلي امکان دی چې دغه ملاقات به یوه نيمه ګنټه دوام ورکړي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ به بلېنکن د یوکرېن پوځي امداد دوامداره ساتلو په موضوع د نېټو او یورپي اتحادیانو سره خبرې اترې کوي او صدر بایډن به په وایټ هاوس کې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ سره ملاقات کوي.
د بایډن د حکومت د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل دواړه مشران به د داخلي او د خارجي ترجیحاتو په اړه خبرې اترې کوي.
سولېون د سي بي اېس فېس دي نېشن پروګرام کې وویل بایډن به دا لوظ تکراروي چې د اقتدار انتقال به په امناکه ډول ترسره کېږي.
بایډن او ټرمپ به په یورپ او د نړۍ په نورو برخو کې په روانو چارو خبرې اترې کوي او سولېون وویل بایډن به په دې خبره ټینګار کوي چې د یوکرېن مرستې نه د لاس په سر کېدو په نتیجه کې به په یورپ کې بې ثباتي زیاته شي. ټرمپ لوظ کړی چې یوکرېن سره به پوځي امداد زر ختموي خو په دې اړه يې څه معلومات نه دي شریک کړي دا ګام به څنګه اخلي.
د یورپي همکارانو سره د بلېنکن په خبرو اترو کې توقعو ده چې روس سره د شمالي په کوریا ملاتړ هم بحث وشي او امکان دی چې امریکايي چارواکي په دې اړه د ای پېک ملکونو سره هم را موضوع راپورته کړي.
یوکرېن دا خبر ورکړی چې د شمالي کوریا عسکر د روس په کرسک سیمه کې په فعاله توګه په جنګي عملیاتو کې ککړ دي. ګڼ شمېر یورپي ملکونو د روس او شمالي کوریا د زیاتېدونکي عسکري همکارۍ غندنه کړې ده.
Forum