لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن: امریکا د چین سره ټولې شخړې په پرامنه طریقه حل کول غواړي


بلېنکن بیجنګ کې د اعلا چینايي چارواکو سره د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل دا باوري کول غواړي چې اختلافات د تنازعاتو نه د بچ کولو لپاره دواړه هېوادونه نیغ په نیغه رابطه کې وي او د چینايي صدر شي جېن پېنګ او د چین خارجه وزیر وانګ يي سره یې په دې اړه ښکاره او کلکې خبرې کړي دي
بلېنکن بیجنګ کې د اعلا چینايي چارواکو سره د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل دا باوري کول غواړي چې اختلافات د تنازعاتو نه د بچ کولو لپاره دواړه هېوادونه نیغ په نیغه رابطه کې وي او د چینايي صدر شي جېن پېنګ او د چین خارجه وزیر وانګ يي سره یې په دې اړه ښکاره او کلکې خبرې کړي دي

د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د ګل دوشنبې په ورځ ویلي چې باید امریکا او چین په ذمه واری سره خپلې اړیکې په وړاندې بوځي.

بلېنکن بیجنګ کې د دوه ورځني سفر په مهال د اعلا چینايي چارواکو سره د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل دا باوري کول غواړي چې اختلافات د تنازعاتو نه د بچ کولو لپاره دواړه هېوادونه نیغ په نیغه رابطه کې وي او د چینايي صدر شي جېن پېنګ او د چین خارجه وزیر وانګ يي سره یې په دې اړه ښکاره او کلکې خبرې کړي دي.

اېنتني بلېنکن په راتلونکي کې د چین سره د اړیکو په اړه وویل هیله مند دی چې نور امریکا يي چارواکي به هم د چین سفرونه وکړي او امریکا هم د چینايي چارواکو واشنګټن ته د رانلونکو سفرونو هرکلی کوي.بلېنکن اوویل چین صدر شي جن پنګ د خبرو اترو د عمل نه مطمین دی.

بلینکن وویل د چین لخوا د تائیوان په تنګي کې راپارونو باندې یې چینايي چارواکي د خپلو اندېښنو نه هم خبر کړل.

بلېنکن یادونه وکړه چې امریکا د تائیوان د آزادی مرسته نه کوي او په دغه سیمه کې ټولې شخړې په پرامنه طریقه د حل کولو هیله مند دی.

امریکا د څو لسیزو راهیسې دریځ لري چې د چین سره د کال 1979 د سفارتي اړیکو متعین شوي اصولو په بنیاد او د تائیوان د مستقبل فیصله د تائیوان سره د تعلقاتو د قانون د لاندې حل کول غواړي.

اېنتني بلېنکن دا هم وضاحت وکړلو چې د چین حکومت سره یې د بشري حقونو، سنکیانګ کې د خلکو سره روان سلوک، د تبت ، هانګ کانګ او د امریکايي وګړو د نیول کېدلو مسلې هم راوچتې کړي دي.

نوموړي وویل چې امریکا تیاره ده چې د بیجنګ سره د شریکه ګټو په سر همکاري وکړي چې پکې د موسمي بدلون، د لاندې کچې اقتصاد مستحکمه کول، عامه روغتیا، د خوراک حفاظت او د قاچاق مخنیوي رنګه موضوعات شامل دي.

د بلینکن ترمخه د چین د حکومت سره یې د غېرقانوني دوایانو مخنیوي د پاره د شریکو هڅو په لړ کې د یو ګډې ډلې جوړولو باندې هم اتفاق کړی.

د امریکا د خارجه وزیر دا سفر د کال 2018 وروسته د کوم اعلا امریکايي چارواکي چین ته لمړی سفر دی- دا سفر د روان کال فروری په میاشت کې ټاکل شوی وو خو د چین د جاسوسي پوکاڼی د شخړې په سره دا سفر د ځنډ ښکار شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG