لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې خارجه وزیر په غیر اعلانیه سفر اوکراین ته رسېدلی
تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر په غیر اعلانیه سفر اوکراین ته رسېدلی


بلېنکن په برکوېتسکی هادیره کې په جنګ کې د وژل شویو اوکراینی عسکرو په قبرونو د ګلونو کښېودو په دستوره کې شرکت وکړو
بلېنکن په برکوېتسکی هادیره کې په جنګ کې د وژل شویو اوکراینی عسکرو په قبرونو د ګلونو کښېودو په دستوره کې شرکت وکړو

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن په غیر اعلان شوي سفر د نهې، سه شنبې، په ورځ اوکراین ته ورسېدلو چې د اوکراین مشرانو د روس خلاف د اوکراین په جوابي پوخي عملیاتو او د اوکراین د بیا ودانۍ په کوښښونو خبرې وکړي.

سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت وویل بلېنکن په اوکراین صدر ولادومیر زېلېنسکي، وزیراعظم ډېنس شمېهال او د اوکراین خارجه وزیر دميترو کولیبا سره سره ملاقاتونه کوي.

توقعو ته چې د اوکراین د دورې په مهال به بلېنکن اوکراین سره د یو بېلین ډالرو نه د زیات مالیت نور امریکايي امداد اعلان هم وکړي.

د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي خبریالانو ته وویل د امریکي تازه امداد به په موجوده پړاو د روس خلاف د اوکراین پوځي ضرورتونه پوره کړي.

د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل په امریکايي امداد کط د هوايي حملو او د روسي خطونه ماتولو دپاره مواد شامل دي. امریکايي چارواکي زیاته کړه چې د هوايي حملو په ضد دفاعي سازاوسامان هم ترجیح لري.

امریکايي چارواکي د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې نه مخکې د اوکراین مشرانو د صلاح مشورې په اهمیت هم ټینګار وکړو.

امریکايي چارواکي وویل د اوکراینیان په نیویارک کې دا اهمه ذمه واري په غاړه لري چې د جنګ په اړه خپل اتحادیان او دنیا خبر کړي او د امریکې دپاره دا ضروري ده چې د اوکراین د ملاتړ مشري وکړي.

بلېنکن په برکوېتسکی هادیره کې په جنګ کې د وژل شویو اوکراینی عسکرو په قبرونو د ګلونو کښېودو په دستوره کې شرکت وکړو.

اوکراین ته په لاره بلېنکن د ډېنمارک وزیراعظم مېټ فرېډرېکسن سره ولیدل چې په کې د اوکراین د جنګ په اړه هم خبرې وشوې. سټېټ ډپارټمنټ وویل بلېنکن د ډېنمارک شکریه ادا کړه چې اوکراین ته به اېف ۱۶ جهازونه ورکوي او د اوکراین پایلټانو ته به تربيت ورکوي.

د اوکراین چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په اوډېسا کې د روس په ډرون حمله کې یو تن ووژل شو.

روس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اوکراین په سرښار کییف هم د مزایل حمله وکړه. د ښار پوځي چارواکي وویل د اوکراین د هوايي حملې په ضد دفاعي نظام روسي مزایل راوغورځول او څه نقصان يې و نه کړو.

د روس د دفاع وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل دفاعي نظام یې د اوکراین ډرون د اوکراین سرحد سره نژدې په بریانسک سیمه کې بغیر د څه جاني نقصان راوغورځولو.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG