لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن اردن کې د غزې په اړه غونډه کې ګډون کوي، رفح کې چاودنې څلور اسرایلي پوځیان وژلي


ټاکل شوې ده چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن نن د غزې په اړه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي چې مقصد یې فلسطیني ملکي وګړو ته نړیوالو بشري مرستو پر زیاتولو خبرې اترې دي.

بل لور ته د اسرایل پوځ وایي په رفح ښار کې یې په یوه چاودنه کې څلور پوځیان وژل شوي دي. په غزه پټۍ کې د حماس خلاف د مځکنیو عملیاتو له پیلولو وروسته تر اوسه د اسرایل 299 پوځیان وژل شوي دي.

د اسرایل د نشریاتي ادارې «ای 24 نیوز» د رپوټ له مخې د اسرایل پوځ په چاودنه کې د 24 کلن مېجر تا پشېبلسکي شاولوف، 20 کلن سټاف سارجنټ ایتان کارلسبرن، 19 کلن سارجنټ الموګ شالوم او 19 کلن سارجنټ بایر لون د وژل کېدل تایید کړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې د ګیواتي بریګېډ څلورواړه پوځیان د غزې د رفح ښار په البرا سیمه کې هغه وخت و وژل شول او اووه نور ټپیان شول چې په یوه ودانۍ کې چاودنه وشوه او ودانۍ را ونړېده.

په اوو ټپي شویو پوځیانو کې هم د ځینو حالت مرګونی بلل شوی دی. اسرایلي رسنۍ وایي په وژل شویو پوځیانو کې دوه نولس کلن ځوانان لا تر اوسه د روزنې په حال کې وو.

اسرایلي پوځ د دې چاودنې ابتدایي پلټنې بشپړې کړې دي او وایي عسکرو یې د رفح ښار په یو کور کې دننه بارودي مواد غورځولي وو چې که کوم خطره وي هغه خطره ختمه کړي.

وایي کله چې پوځیان دغې درې منزله ودانۍ ته ورننوتل نو هغه مهال چاودنه وشوه او د ودانۍ یوه برخه پر دغو پوځیانو را وغورځېده او دوی ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

اسرایلي پوځ دعوه کړې چې له تباه شوې ودانۍ څخه وروسته یوه داسې لاره هم موندل شوې ده چې وایي د وسلوالو سورنګ یا سمڅې ته ورغلې وه.

بلینکن به په اسرایل کې له دوو مرکزي سیاستوالو بیني ګانټز او یایر لېپیډ سره د امریکې د هڅو په اړه خبرې کوي چې حماس او اسرایل د نوې ډزبندۍ تړون ته تیار کړي او بیا به اردن ته سفر کوي.

بیني ګانټز د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو بیړنی حکومت پرېښوو او تور یې پورې کړ چې نتنیاهو په غزه کې غلط انتظام کوي او د اسرایل امنیتي اړتیاوو ته په کتو خپلې "سیاسي بقا" ته وده ورکوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل د ګل- دوشنبې په ورځ د صدر جو بایډن وړاندې کړی شوی هغه پلان منظور کړ چې په غزه کې ډزبندي غواړي. د امنیت شورا په حماس ډلې هم غږ وکړ چې دا معامله دې قبوله کړي.

اینټني بلینکن د ګل- دوشنبې په ورځ د منځني ختيځ له مشرانو وغوښتل چې په غزه کې د جنګ د پای ته رسېدو په خاطر دې په حماس ډلې زور واچوي چې د ډزبندۍ وړاندیز ومني.

بلینکن پرون د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یوواو ګېلنټ سره ولیدل، تر هغه وړاندې یې په قاهره کې د مصر له صدر عبدالفتاح السیسي سره لیدلي وو. هغه به له اردن وروسته قطر ته هم لاړ شي.

بلینکن د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، د اسرایلو وزیراعظم په غزه کې د وړاندې شوي څو پړاوه ډزبندۍ په اړه خپله ژمنه بیا تایید کړه او وایي یواځې اوس حماس پاته دی چې تر اوسه یې له دې پلان سره خپل اتفاق لا نه دی ښکاره کړی.

د تېر کال د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرایل باندې په برید کې د چارواکو په وینا 1,200 اسرایلي وګړي و وژل، له هغه وروسته د غزه د روغتیا وزارت په وینا د اسرایل په جوابي عملیاتو کې په غزه کې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر تر 37 زره اوښتی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG