په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ د ختمولو په لړ کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن منځني ختیځ ته خپل نهم سفر د نهې، سه شنبې، په ورځ ناوخته سر ته ورسوولو او ویې وېل اسرایل او حماس ته پکار دي چې زر د ډز بندۍ معاهدې ته ورسي.
د قطر سرښار دوحه نه د روانېدو نه مخکې بلېنکن وویل هره ورځ چې تېرېږي نو د یرغمالانو خېرښېګړه او ژوندونه د خطر سره مخامخ کېږي.
بلېنکن د فلسطيني مسلح ډلې حماس په ولکه کې د هغه کسانو ذکر کولو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه حماس په اسرایل حمله کې نیولي دي.
بلېنکن وویل هره ورځ چې تېرېږي نو په غزه کې ښځې، ماشومان او سړي مناسب خوراک او دوایانو ته لاس رسی د نه لرلو له امله د تکلیفونو نه تېرېږي او د یو داسې جنګ دلاسه زخمیان او وژل کېږي چې دوی نه خو شروع کړی او نه هم ودرولی شي. بلېنکن زیاته کړه چې د هره ورځ په تېرېدو دا خطر زیاتېږي چې دا شخړه به په سیمه ایز جنګ بدله شي.
د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته د نهم سفر په مهال بلېنکن د اسرایلي، مصري او قطري چارواکو سره په غزه کې د جنګ بندۍ په اړه خبرې اترې وکړې.
بلېنکن وویل امریکا د اسرایل سره په مسلسل رابطه کې ده او قطر او مصر د حماس سره په رابطه کې دي او خپل هر ممکن کوښښ کوي چې حماس د ډز بندۍ په مجوزه معاهده اختلاف یا خلیج د حتمولو دپاره وړنداې کړی شوي تجاویز ومني او بیا دواړه فريقېن، حماس او اسرایل، په دې متفق شي چې د معاهدې د عملي کېدو په تفصیلاتو کار وکړي او دا ډول هر څه په مخکې روان شي.
خو د دې باوجود حماس او اسرایل دا واضحه کړې ده چې د هغه تجویز چې امریکې وړاندې کړی ځېني اړخونه يې دوی نه دي خوښ او د امن د معاهدې امکان او هم لکه د مخکې په شان نه لیدل کېږي.
حماس په یو نوي بیان کې وویل تازه وړاندیز د هغه څه نه په شا کېدل دې چې ډلې ورسره مخکې اتفاق کړی و. حماس په امریکې الزام ولګولو چې د اسرایل نوي شرایط یې منلي دي.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د یرغمالانو خپلوانو سره ملاقات کې ويلي یو اهم هدف يې د هېواد سټرېټيجېک اثاثې په بحال ساتل دي چې دا ډول د بهرني او د ملک دننه څخه د دباو مخه ونیول شي.
نېټن یاهو په دې لړ کې د مصر او غزه په پوله د یو بفر زون یا د خالي علاق د نیولو ذکر وکړو چې فېلاډېلفي کورېډور یا فېلاډېلفي راهداري هم نومېږي. مصر او حماس دواړه په دغه ځای کې د اسرایل موجودګي غواړي. یو امریکايي چارواکي وویل د نېټویاهو د دې ډول انتهاپسندانه بیانونه د ډز بندۍ معاهدې ته په رسېدلو کې مرسته نه کوي.
د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي دي. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت چارواکي وايي د اسرایل په عملیاتو کې د ۴۰ زره نه زیات فلسطینیان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي د غزه په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ حزب وسله والې ډلې په اسرایل د ۵۰ نه په زیاتو راکټونو حمله وکړه. په حمله کې د جولان په غونډيو کې د خلکو شخصي کورونه لګېدلي دي.
حزب الله وویل حمله د اسرایل د هغه ګزار په جواب کې وکړه چې په کې په لبنان کې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور زخمیان دي.
Forum