لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د بهریو چارو وزیر اینټني بلینکن په نااعلان شوي سفر اوکراین ته رسېدلی


د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د سه شنبې- نهې په ورځ په سرښار کیف کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر کوربه وو چې له هغه سره په خبرو کې یې د امریکې مننه وکړه او له خپل هېواد سره د واشنګټن مرسته یې "مهم پېکج" وباله.

بلینکن نن څو ګنټې مخکې په یوه نااعلان شوي سفر اوکراین ته ورسېد او د امریکایي چارواکو په وینا خپل د "ډاډ قوي پیغام" یې په داسې وخت صدر زلنسکي ته ورساوه چې اوکرایني ځواکونه د هېواد په ختیځ کې د روس له سختو بریدونو سره مخامخ دي او د نویو وسلو په تمه دي.

صدر زلنسکي بلینکن ته وویل چې کیف ته د هغه دا ناڅاپي سفر "زموږ د هیواد په ختیځ کې په یو سخت وخت کې" شوی دی.

روس په تېره یوه اوونۍ کې د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

زلنسکي وویل هغه به له بلینکن سره اوکراین ته د امریکې د نوې مرستې له ژر تر لاسه کېدو سره سره د اوکراین د هوایي دفاع پر پیاوړتیا هم خبرې وکړي او په هغه کې دا هیله هم شامله ده چې اوکراین وکولای شي د خارکیف د ژغورنې لپاره د پېټریاټ میزایل سیسټم تر لاسه کړي.

بلینکن وویل، امریکا د اوکراین له نورو شریکانو سره په ګډه اراده لري دا باور تر لاسه کړي چې اوکراین به هغه څه ولري چې د روس د یرغل خلاف د کامیابۍ لپاره ورته اړتیا لري:

"موږ پوهیږو چې دا یو سخت وخت دی، خو په دې هم پوهیږو چې په نیژدې وخت کې ځینې مرستې مخکې لا را رسېدلې دي او ځینې پر لاره دي هغه به رارسیږي او دا به د جګړې په ډګر کې د روس د روان یرغل خلاف ریښتینی توپیر راولي."

ټاکل شوې ده چې اینټني بلینکن به په خپل سفر کې د اوکراین له وزیراعظم ډینس شمهال او د بهرنیو چارو له وزیر دیمیترو کولیبا سره هم په کیف کې ویني او پر مهمو مسایلو به ورسره خبرې کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر په یوه بیان کې ویلي، بلینکن به د اوکراین له چارواکو سره "د جګړې پر تازه حال، د امریکې د نویو امنیتي او اقتصادي مرستو په اغېزو، اوږدمهاله امنیت، نورو ژمنو او د اوکراین د اقتصادي بیارغونې د پیاوړتیا لپاره په روانو کارونو باندې خبرې وکړي."

بلینکن په داسې وخت اوکراین ته سفر کړی چې امریکې د تېرې جمعې په ورځ د اوکراین په جګړه کې خپله وروستۍ مرسته اعلان کړه چې د وسلو او جنګي آلاتو لپاره د د 400 میلین ډالرو پېکیج دی.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې- ګل په ورځ وویل د خارکیف په سیمه کې د روس د مځکنیو عملیاتو خلاف د مبارزې لپاره به اوکراین ته د وسلو د استولو لپاره تر امکان تر حده "هرڅه" کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوېن خبریالانو ته وویل، "موږ د خپل ځان او هم د خپلو متحدینو لپاره هر څه چې ممکنه وي کوو" او زیاته یې کړه چې د وسلو یو نوی پېکیج به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

د اوکراین ځواکونه دا مهال د امریکې د ور لېږل شویو وسلو ور رسېدو ته انتظار کوي.

د روس د دفاع وزارت ویلي، د بیلګورود په سیمه کې یې ۲۵ اوکرایني میزایل ویشتلي او تباه کړي دي. بیلګورود سیمه له خارکیف څخه پر پوله د روس غاړې ته پرته ده.

د بیلګورود ګورنر ویاچسلاو ګلادکوف د سه شنبې- نهې په ورځ د ټیلیګرام له لارې وویل چې برید یو کس ټپي کړی او تر 20 ډېر کورونه یې زیانمن کړي دي.

د اوکراین هوايي ځواک د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، د روس هغه ټول 18 ډرون یې ویشتلي دي چې د شپې مهال چرکاسي، دونیڅک، خرسن، خمیلنڅکي، کیروهراد، کیف او زاپوریژیا سیمو ته ور ویشتل شوي وو.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG