لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن د عرب لیګ او اسلامي‌ همکارۍ تنظیم له استازو سره لیدلي، هغوی په غزه کې ډزبندي غوښتې


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په واشنګټن کې د عرب لیګ او اسلامي همکارۍ تنظیم له استازو سره لیدلي او په غزه کې یې د بشري مرستو پر هڅو او په جګړه کې د ولسي‌ مرګ ژوبلې د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د یو شمېر عربي هیوادونو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو امریکې ته د سفر په وخت په غزه پټۍ کې د جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او له واشنګټنه یې غوښتي چې د بشردوستانه ډزبندۍ په اړه د ملګرو ملتونو د قرارداد ملاتړ وکړي.

اینټني بلینکن پر ایکس لیکلي چې له راغلي پلاوي سره د لیدو په وخت یې "په غزه کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو پر هڅو خبرې وکړې. موږ د اسرایلو په څنګ کې د راتلونکي فلسطیني ریاست د جوړولو په اړه هم زموږ د ګډ هدف په اړه بحث وکړ".

په دغه پلاوي کې د مصر، اردن، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او فلسطیني خپلواکې ادارې چارواکي شامل دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د جمعې په ماخوستن په سټېټ ډیپارټمنټ کې د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل:

"زموږ پیغام دا دی او موږ په دې باور یوو؛ چې د جګړې سمدستي پای ته رسول ضروري دي."

تمه وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د د دسمبر پر اتمه هغه قرارداد ته رایه ورکړي چې پکې د اسرایل او حماس تر منځ په جګړه کې د سمدستي ډزبندۍ غوښتنه شوې وه خو واشنګټن دا قرارداد رد کړ او وایي دا مهال د امنیت شورا د اقداماتو ملاتړ نه کوي.

بن فرحان وویل چې هغه خواشینی دی چې د وینو تویولو مخنیوی "د نړیوالې ټولنې لپاره لومړیتوب نه ښکاري."

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري وویل، "د حل لاره ډزبندي ده" خو د نوموړي اردني سیال ایمن صفادي ویلي چې د جګړې ختمېدل تر ‌ټولو لومړیتوب دی. شکري زیاته کړه:

"که د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه قرارداد په منظورولو کې پاته راشي چې یواځې د بشردوستانه وقفې یا دمې غوښتنه کوي، نو دا به اسرایل ته اجازه ورکړي‌ چې په غزه کې د عامو خلکو وژلو ته دوام ورکړي."

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل، "زه په بشپړه توګه هیله من یم چې په امریکا کې زموږ ملګري به ډېر څه وکړي ... بې له شکه موږ په دې باور لرو چې دوی ډیر څه کولی شي."

اینټني بلینکن د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدو او خبرو په اړه پر ایکس په جلا پوسټ کې ویلي، "په غزه کې بشردوستانه اړتیاوې سمدستي حل کول د امریکې او سعودي عرب یوه شریکه ترجیح ده".

واشنګټن ته د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سفر په مهال هم په غزه کې جګړه روانه ده او د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، پر اسرایل د حماس له بریدونو وروسته د اسرائیل په هوايي او مځکنیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر 17000 زیات شوی دی.

اینټني بلینکن د نړیوالې مرستندویه ادارې سره صلیب یا ریډ کراس له مشرې میرجانا سپولجېریک سره هم د اسرایل او حماس د جګړې په اړه خبرې کړې او پر ایکس یې لیکلي دي:

"ما د جګړې له ښکېلو ډلو په ټینګار سره وغوښتل چې بشردوستانه لاسرسی پراخولو او د ملکي وګړو خوندیتوب ته زښته ډېره اړتیا ده".

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه په اسرايل باندې بریدونه وکړل، چې د چارواکو په 1200 اسرايلیان یې ووژل او 240 نور یې یرغمل کړل. یو شمېر یرغمل شوي تېره اوونۍ د اووه ورځنۍ ډزبندۍ په مهال خوشي شول خو لا هم ډېر له حماس ډلې سره یرغمل پاته دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG