لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن د اسرایل او حماس په جنګ کې د ډز بندۍ په اړه د مصر او قطر چارواکو سره خبرې کوي


په قاهره کې بلېنکن د مصر عبدالفتح السیسي سره ولیدل
په قاهره کې بلېنکن د مصر عبدالفتح السیسي سره ولیدل

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ د مصر او قطر چارواکو سره د اسرایل او حماس په جنګ کې د ډز بندۍ او غزه ته د انساني امداد په اړه خبرې وکړې.

په قاهره کې بلېنکن د مصر عبدالفتح السیسي سره ولیدل او ټاکل شوې وه چې وروسته به هغه قطر ته سفر کوي چې په دوحه کې د قطر امیر شېخ تمیم بن حماد الثاني او د قطري وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني سره خبرې وکړي.

دا مهال یو تجویز زیر غور دی چې امریکې، مصر او قطر وړاندې کړی او په کې د څو هفتو د اوربند او د حماس د ولقې نه د باقي پاتې یرغمالانو د ازادۍ خبره شوې ده.

یو امریکايي چارواکي خبریالانو ته وویل چې په دې اړه د فېصلې اختیار د حماس سره دی چې څه کول غواړي. چارواکي وویل مصر او قطر په حماس اصرار کړی چې دغه تجویز ومني. امریکي دغه تجویز کوټلی بللی دی خو بالاخېر فېصله به حماس کوي.

په ریاض کې بلېنکن سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړې. د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، د چارواکو په قول بلېنکن او محمد بن سلمان په غزه کې جنګ د ختمولو او د اسرایلیانو او د فلسطینیانو دپاره یو شان د امن او ثبات برابرولو په موضوعاتو خبرې وکړې.

د امریکايي چارواکو په وېنا د منځني ختیځ د وروستۍ دورې په مهال به بلېنکن په غزه کې د انساني صورتحال، په سیمه کې د بیان ودانۍ، د فلسطیني ادارې د اصلاحاتو، غزه د حکومتدارۍ او د دوو ریاستونو قیام او د اسرایل او سعودي عرب تعلقاتو په اړه خبرې کوي.

په ریاض کې بلېنکن سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړې
په ریاض کې بلېنکن سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړې

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایلي ځواکونو د حماس خلاف جنګ شروع کړی او اسرایلي مامورین وايي حماس به ختموي. د حماس په حمله کې په اسرایل کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي چې زیاتره ملکي خلک وو. په حمله کې حماس تر ۲۴۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو چې ځینې په کې وژل شوي او ځیني ازاد کړی شوي دي. امریکې، برطانيې، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د حماس خلاف د اسرایلي په پوځي عملیاتو کې د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه د ۲۷۵۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي او تر ۶۶۹۰۰ پورې نور کسان زخمیان شوي دي. که څه هم د غزه د صحت وزارت دا نه واضحه کوی چې د وژل شویو کسانو څخه څومره وسله وال دي خو دا وايي چې ۷۰ فیصد په کې ښځې او ماشومان دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د اسرایل پوځ وویل یوه ورځ مخکې یې د غزه په جنوبي ښار خان یونس کې په لسګونو وسله وال وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني امداد د رابطې دفتر ویلي په اکتوبر کې جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایلي پوځ د غزه د دریو څخه دوو برخو سیمو کې خلکو ته وتلو امر کړی دی. د متحده قومونو د اندازو ترمخه، د غزه د نیمايي نه زیاتې ابادۍ په رفح ښار کې پناه اخیستې چې له امله يې د ښار په ابادۍ کې پینځه چنده اضافه شوې ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس د فرانس پخوانۍ خارجه وزیره کېترین کولونا و ګمارله چې د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د څانګې په اړه بې طرفه تحقیقات وکړي. د کولونا د تقررۍ اعلان په داسې حال کې شوی چې اسرایل د یو اېن ار ډبلیو ای په ځینو فلسطیني کارکونکو د اکتوبر د اوومې نېټې په حملو کې د ککړتیا الزام لګولی دی.

د دولسو نه زیاتو ملکونو یواېن ارډبلیو ای مالي امداد ځنډولی دی.

د امریکې د خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ ترجمان وېدانت پټېل د ګل، دوشنبې، په ورځ خبري غونډې ته وویل امریکا غوښتنه کوي چې په یو اېن ار ډبلیو د لګول شویو الزاماتو دې په سمدستي ډول او سنجیده تحقیقات وکړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG