لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن وايي اېشیا د منځني ختیځ د شخړې په پراخېدو باندې اندېښنه لري

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي، په منځني ختیځ کې د شخړې د خپرېدو په اړه په اېشیا کې ژوره اندېښنه ده او د ملګرو ملتونو مشر په لبنان کې د "نه درېدونکې جګړې" د مخنیوي لپاره د هرې ممکنه لارې غوښتنه کړې ده.

د جمعې په ورځ په لاوس کې د ختیځې اېشیا په سرمشریزه کې د منځني ختیځ شخړه یوه مرکزي موضع وه، چې پکې بلینکن وویل واشنګټن د سفارتکارۍ په کارولو سره د حالاتو د کنټرولولو هڅې کوي.

بلینکن له سرمشریزې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، "د امریکې زیاته توجه، چې دا له یوه کال راهیسې روانه ده، د دې شخړو د خپرېدو مخنیوي ته ده او موږ هره ورځ په دې اړه کار کوو".

حزب الله ډلې د شنبې- خالي په ورځ ویلي، د اسرایل په پوځي اډه یې د میزایلو تازه بریدنه کړي.

بلینکن زیاته کړه چې امریکا د مخنیوي او سفارتکارۍ د هڅو له لارې ډېر سخت کار کوي چې د دې پېښې مخه ونیسي، وایي امریکا په دې اړه "په څرګنده ژوره اندېښنه هم لري چې موږ په غزه کې د ماشومانو، ښځو او نارینه وو حالت وینو".

د لاوس په سرمشریزه کې د منځني‌ ختیځ پر شخړه په داسې حال کې خبرې شوې چې له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د حماس او اسریل تر منځ د غزې جګړه د لبنان پر پوله د حزب الله او اسرایل تر منځ توده شوې او دواړه غاړې پر یو بل پرله پسې د بریدونو دعوې کوي.

بلینکن وویل، امریکا پر اسرایل باندې په غزه کې د خلکو د بشردوستانه اړتیاوو د پوره کولو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دا د اسرایل په ګټه ده چې په لبنان کې د دښمنیو له امله له خپلو کورونو ایستل شوي خلک بیرته ور ستانه شي.

د جنوب ختيځې اېشيا د هېوادونو د ټولنې (آسيان) په کالنۍ سرمشريزه کې د هندوستان، چين، جاپان، امريکې، روس، جنوبي کوريا، اسټرېليا او نیوزیلېنډ له مشرانو او اعلی سفارتکارانو او د ملګرو ملتونو عمومي‌ مشر انتونیو ګوتېریش هم ګډون کړی وو.

د جمعې په بحثونو کې د اوکراین جګړه، د میانمار یا برما کورنۍ جګړه، موسمي بدلون، د تایوان په تنګي کې کړکېچ او د جنوبي چین په سمندر کې د شخړو په اړه اندېښنې شاملې وې، چې د کال ګټه یې لږ تر لږه ډرې ټریلینه ډالره ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په جنوبي لبنان کې د خپلې ادارې د ودانۍ پر څارونکي‌ ټاور یا برج د اسرایل برید وغانده چې وایي د ملګرو ملتونو دوه سوله ساتونکي انډونېشیایي وګړي یې ټپیان کړل، وایي دا پېښه د نړیوال قانون سرغړونه ده او باید بیا تکرار نه شي.

ښاغلي ګوتېریش وویل په منځني ختیځ کې د جګړې هر ډول خپریدل به په ټوله نړۍ کې په ډرامایي ډول منفي اغېزې ولري او له ټولو خواوو یې د زیات زغم غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر وروسته یوې خبري غونډې ته وویل، ده د خپلې ادارې د مشرۍ په وخت کې د مرګ او تباهۍ کوم داسې ډرامایي مثال نه دی لیدلی چې دوی دې یې شاهدان وي:

"موږ له تاوتریخوالي وروسته د [تشدد] زیاتوالی لیدلی، د جګړې سیمه ییز کول د نړیوالې سولې او امنیت لپاره خطر دی. موږ په لبنان کې یوه لویه غمیزه وینو او موږ باید د هر ډول جګړې د مخنیوي لپاره هر څه وکړو".

بلېنکن په لاوس کې د ختیځې اېشیا له سرمشریزې وروسته خبریالانو ته وویل، واشنګټن په سیمه کې د یوې پراخې جګړې د مخنیوي لپاره سنجیده هڅو ته دوام ورکړی او وایي د اسرایل لپاره دا ډاډ تر لاسه کول ډېر ضروري چې د جګړې په مهال ملکي وګړي خوندي دي.

یادونه:- د رپوټ مواد له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG