لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر به د کانګرس ډلې ته د افغانستان په اړه وېنا کوي


صدر بایډن
صدر بایډن

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن به اینده هفته د کانګرس هغې ډلې ته خپل بیان ورکوي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا او په دې بهیر کې ګډوډۍ ته کتنه کوي.

د صدر جوبایډن د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس ځینې غړي او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو، امریکايي شهریانو او افغان اتحادیانو د راوېستلو په طریقه کار تنقید کوي.

خو صدر بایډن افغانستان نه د امریکې د انخلا په کلکه دفاع کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د صدر بایډن په تګلاره تنقید پس له هغې نور هم زیات شو چې د اګست په 26 نېټه د کابل هوايي ډګر سره نژدې د اعش په حمله کې د 169 افغانانو ترڅنګ 13 امریکايی عسکر ووژل شوو.

د وي او ای رپورټ وايي بلېنکن رضامندي څرګنده کړې چې د اینده نهې، سه شنبې، په ورځ به د سېنټ د خارجه تعلقاتو کمېټۍ ته خپل بیان ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG