لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر به د منځني ختیځ سفر کوي چې اسرایل او حماس د ډزبندۍ معاهده منلو ته قانع کړي

د منځني ختیځ په نوي سفر کې به بلېنکن مصر، اسرایل، اردن او قطر ته ورځي
د منځني ختیځ په نوي سفر کې به بلېنکن مصر، اسرایل، اردن او قطر ته ورځي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن به د اتوار، يکشنبې، په ورځ یو یوارې بیا د منځي ختیځ سفر کوي په دې امید چې اسرایل او حماس به قانع کړي چې د ډز بندۍ، یرغمالانو د ازادۍ او غزه ته د انساني امداد د زیاتولو په اړه معاهده به ومني.

سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل بلېنکن به د دې خبرې په اهمیت ټینګار کوي چې حماس د سولې نوي مجوزه معاهده ومني چې تفصیلات يې د امریکې صدر جوبایډن یوه هتفه مخکې ښکاره کړي دي او قریباً د هغه معاهدې په شان ده چې یوه میاشت مخکې حماس منلې وه.

د منځني ختیځ په نوي سفر کې به بلېنکن مصر، اسرایل، اردن او قطر ته ورځي.

منځني ختیځ ته د بلېنکن د بل سفر اعلان په داسې وخت شوی چې په غزه کې د اسرایل پوځي اپرېشن په پوره رفتار دوام لري. د اسرایل جنګي جهازونو او ټېنکونو تېره شپه او د جمعې په ورځ د غزه په مرکزي او جنوبي برخو بمباري وکړه.

روېټرز خبرې د طب د مقامي چارواکو په قوله په خپل رپورټ کې ویلي لږ تر لږه ۲۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

په شمالي غزه کې د بيړني امداد فلسطیني کارکوونکو وویل درې کسان په اسرایلي بمبارۍ کې د ملګرو ملتونو سکول د لګېدو له امله ووژل شوو. اسرایلي پوځ وویل هغه وسله وال يې په هدف کول چې د سکول دننه موجود وو.

اسرایل هم دغه وضحات د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هم پس له هغې وړاندې کړی و چې په اسرایلي بمبارۍ کې د غزه د کډوالو په النصیرت کېمپ کې د ملګرو ملتونو سکول ولګېډو. د غزه د صحت وزارت ویلي په پېښه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د فلسطیني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یو اېن ار ډبلیو ای مشر فلېپ لزاریني د اسرایل دا دعوه چې په سکول کې دحماس وسله وال وو حېران کوونکي بللې او ويې وېل د هغه اداره د اسرایل د دعوې تصدیق نه شي کولی.

د جمعې په ورځ شایع شوي رپورټ کې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو په سکول فضايي بمباري څرګندوي چې اسرایل نړیوال انساني قانون په احترام کې ناکامه شوی دی.

د ملګرو ملتونو او د اسرایل ترمنځ تاوتریخوالی پس له دې نور زیات شوو چې د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل استازي ګیلاد اردن وویل هغه ته اطلاع ورکړی شوي چې په يو نوي کلیز رپورټ کې د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د اسرایل پوځ د خلاف ورزِۍ کوونکو په هغه فهرست کې شاملوي چې د ماشومانو خلاف یې خلاف ورزۍ کړي دي.

دې ته په سخت جواب کې د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په اېکس، پخواني ټوېټرو وویل نن ملګرو ملتونو خپله ځان د تاریخ هغه تور فهرست کې شامل کړو څوک چې د حماس د قاتلانو ملاتړ کوي. هغه وویل د اسرایل دفاعي ځواکونه د دنیا تر ټولو زیات اخلاقي پوځ دی او د ملګرو ملتونو غېر حقیقي فېصله دا نه شي بدلولی.

د ملګرو ملتونو مشر هر کال دا رپورټ تیاروي چې په کې د وژنو، خلکو د زخمي کېدلو، جنسي استحصال، د ماشومانو د تښتول کېدو او جلب کېدو، د امداد نه منع کېدل او په حملو کې سکولونه او هسپتالونه په هدف کېدو ذکر شوي وي.

د جون په اتلسمه نېټه به دا رپورټ په رسمي توګه شایع کولی او سېکیورټي کاونسل ته وړاندې کولی شي.
په عین حال کې امریکايي پوځ د غزه په ساحل هغه عارضي بندر بیا بحال کړی چې د خراب موسم له امله خراب شوی و. امریکايي پوځ دا عارضي بندر غزه ته د انساني امداد رسوول دپاره جوړ کړی دی او د امریکايي پوځ یو چارواکي وویل غزه د امدادي شیان رسوول به زر بیا شروع شي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس حمله کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. حماس ۲۵۰ کسان یرغمال نیولي وو. ځینې یرغمالان ازاد کړی شوي دي خو تر ۱۲۰ نور کسان اوس هم د حماس په ولکه کې دي خو اسرایلي پوځ وايي د باقي پاي یرغمالانو څخه ۳۷۸ مړه شوي دي.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د وسله والو خلاف عملیات شروع کړي دي چې د له امله يې د غزه د صحت وزارت وايي لږ تر لږه ۳۶۶۰۰ کسان وژل شوي چې زیارته ملکي کسان دي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG