لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن به په ترکې او اردن کې چارواکو سره د شام د اینده په اړه خبرې اترې کوي

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ وویل بلېنکن به د اردن په ساحلي ښار عقبه او د ترکي په انقره ښار کې چارواکو سره په شام، اسرایل، غزه، لبنان او په منځني ختیځ کې په عمومي صورتحال خبرې اترې کوي
د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ وویل بلېنکن به د اردن په ساحلي ښار عقبه او د ترکي په انقره ښار کې چارواکو سره په شام، اسرایل، غزه، لبنان او په منځني ختیځ کې په عمومي صورتحال خبرې اترې کوي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د منځني ختیځ په سفر روانېږي چې په اردن او ترکي کې چارواکو سره د صدر بشارالاسد حکومت د نسکورېد وروسته د شام د اینده په اړه خبرې اترې وکړې.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ وویل بلېنکن به د اردن په ساحلي ښار عقبه او د ترکي په انقره ښار کې چارواکو سره په شام، اسرایل، غزه، لبنان او په منځني ختیځ کې په عمومي صورتحال خبرې اترې کوي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان وویل د بلېنکن مقصد دا دی چې د اسد حکومت وروسته شام دپاره په بنیادي اصولو مفاهمت ترلاسه کړی شي. د ترجمان ترمخه، په دې اصولو کې د اقلیتونو حقونو ته احترام، انساني امداد کې مرسته او د دې خبرې مخنیوي کول دي چې شام د ترهګرۍ مرکز او د ګاونډیانو دپاره خطر جوړ نه شي او د هېواد کیمیاوي وسلې به محفوظه ډول تلف کړی شي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

بلېنکن وویل امریکا به د شام داسې حکومت تسلیموي چې د دې اصولو پابندي کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ بلېنکن د اردن، متحده عرب اماراتو، قطر او د مصر خارجه وزیرانو سره هم په شام کې د حکومت سازۍ په اړه خبرې اترې وکړې او د دې خبرې په ضرورت یې ټينګار وکړو چې په شام کې نوی حکومت دې د شام د ولس په ملکیت او مشرۍ کې جوړ کړی شي.

صدر بایډن به د جمعې په ورځ د جي سېون تنظیم د غړو ملکونو سرمشرانو سره په انلاین بڼه د شام په صورتحال خبرې اترې کوي.

Forum

XS
SM
MD
LG