د امريکې د بهرنيو چارو وزیر اېنټني بلېنکن په اسرايل د حماس د حملې وروسته د منځني ختيځ عرب هيوادونو په سفر دی او اسرایل یې ټينګار کړی، په جګړه کې دې د فلسطينيانو د وژلو نه ډډه وکړي.
بلينکن په تل ابيب کې د وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره ملاقات کړی او د حماس د حملې په ضد یې اسرايل سره د يو والي څرګندونه کړې. بلېنکن د حماس په ضد د اسرايل د جوابي کارروايۍ دفاع کړې ده خو د فلسطينيانو په تحفظ یې هم ټينګار کړی دی.
په قطر کې خبريالانو سره په خبرو کې بلينکن ویلي، "مونږ په اسرايل ټينګار کړی چې د ملکي وګړو د تاوان څخه بچ کولو دپاره ټول ممکنه اقدامات وکړي".
هغه ویلي، "مونږ منو چې په غزه کې د فلسطينيانو کورنۍ په مصيبت کې ګېرې دي خو د دوی کوم قصور نشته او فلسطينيان پکې وژل کيږي".
نوموړي زياته کړې، "که يو ملک هم د دې حالاتو سره مخ کيږي د کومو چې اسرایل ښکار شوی نو هغه به په ممکنه توګه داسې کول".
په اووم اکتوبر حماس په اسرایل حملې کړي په دغو حملو کې لږ تر لږه 1300 کسان وژل شوي چې پکې ماشومان، ښځې او د پاخه عمر خلک هم شامل دي. د حماس د حملې په بدل کې اسرايل د غزه په پټۍ پرله پسې بریدونه کړي او خواوشا 1800 کسان پکې وژل شوي دي.
اسرايل د غزه په پټۍ خوراک، اوبه او بجلي بنده کړې او ځمکنۍ لار یې هم ورله قطع کړې ده.
اسرایل په غزه کې فلسطینیانو ته په 24 ګنټو کې د سیمې د شمالي برخې نه د وتلو امر کړی دی.
د اسرایل د خبرداري نه پس فلسطینیانو د جمعې په ورځ د غزه د شمالي برخې نه په لویه شمېره کې وتل شروع کړي وو.
د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو په اسرایل غږ کړی چې امر دې بېرته واخلي.
د ملګرو ملتونو دپاره فلسطیني سفیر ریاض منصور د اسرایل امر اېتنېک کلېنزېنګ یا نسل وژنه بللې.
په نیویارک کې ملګرو ملتونو د تړل شویو دروازو په د سېکیورټي کاونسل غونډه وشوه او هم د جمعې په ورځ بلېکن په عمان کې د اردن شاه عبدالله او د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس سره ولیدل.
وېل کېږي چې په د حماس په ضد د ځمکني عملیاتو په لړ کې اسرایل فلسطینیانو ته د شمالي غزه نه د وتلو امر کړی دی. حماس ویلي فلسطینیان دې د شمالي غزه نه نه وځي.
د اسرایلي ډېفېنس فورسز، ايي ډي اېف، یا د اسرایلي ځواکونو د جمعې په ورځ تصدیق وکړو د غزه شهریانو ته د هغوي د تحفظ په غرض د وتلو اطلاع ورکړی شوی دی.
د ايي ډي اېف ترجمان لېفټینېنټ کرنل جانتن کورنېلییس د اېکس، پخواني ټوېټر، دلارې په ژوندۍ بڼه خپل پېغام کې وویل د غزه شهریان هغه وخت بېرته ستنېدلی شي کله چې په بل اعلان ورته اجازت ورکړی شي.
د ای پي خبري ادارې ترمخه، حماس ویلي هرڅوک کې دې په خپلو کورونو کې په ځای پاتې شي. د رپورټ ترمخه حماس د اسرایل اعلان د "کرکې وړ نفسیاتي جنګ" وبللو.
فلسطيني سفیر وویل په زرګونو فلسطینیانو ته د وتلو امر نسل وژنه ده. هغه وویل خلک نه پوهېږي چې چېرته ته لاړ شي. "د غزه په تړانګا کې محفوظ ځای نیشته."
په تل ابیب کې د اسرایلي پوځ ترجمان اوېکی اډري د وي او ای سره منسلک د عربۍ ژبې ټي وي چېنل الحره ته وویل چې په غزه کې د حماس د پټن ځایونو په ضد عملیات زیاتول کېږي او په غزه کې اوسېدونکو ته خبرداری ورکول کېږي خپل ځایونه دې پرېږدي ځکه چې دغه ځایونه حماس د اسرایل خلاف حملو دپاره استعمالوي.
بلينکن د قطر سفر کړی او د حماس د وسله والو څخه د 150 یرغمل شوو د خلاصولو په لړ کې یې د دغه هېواد هڅې ستايلي دي.
د رپوټونو ترمخه حماس چې په قطر کې دفتر لري او پخواني اړيکې یې دي ورسره، بلينکن قطر ته د حماس سره په نزدې اړيکو ساتلو هم خبرداری ورکړی دی.
بلينکن ويلي، د ماشومانو وژونکو، کورنۍ سوځوونکو او د وړو ماشومانو يرغمال کوونکي حماس سره اوس عادي کار نه شي کېدی.
خو د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني د حماس د دفتر په حواله دفاع کړې او ویلي يې دي د رابطې مقصد یې پوره کړی دی.
بلينکن د اسرایل او حماس جګړې او په روانو حالاتو د عمان شاه عبدالله ثاني او فلسطين د صدر محمد عباس سره هم ليدلي دي.
د قطر د سفر وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزیر بحرېن ته تللی د وزیراعظم وليعهد شهزاده سلمان بن حماد الخليفه سره یې ليدلي او د هغې وروسته سعودي عرب ته تللی دی.
ويل شوي بلينکن به په خپل سفر کې متحده عرب اماراتو او مصر ته هم لاړ شي.
[د خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي]
Forum