لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بي اېن پي: ریاست دې بې درکه کسان معلوم کړي، دا د یوې صوبې نه بلکې د انسانیت مسله ده


په دې تصویر کې اختر مېنګل او د وایس فار مېسېنګ بلوڅ تنظیم مشر قدیر بلوڅ په یوه مظاهره کې ناست لیدل کېږي
په دې تصویر کې اختر مېنګل او د وایس فار مېسېنګ بلوڅ تنظیم مشر قدیر بلوڅ په یوه مظاهره کې ناست لیدل کېږي

د بلوچستان نېشنل پارټۍ په انتظام په اسلام اباد کې د پارلېمنټ د ودانۍ مخې احتجاج کې ګډون والو غوښتنه وکړه چې ریاست دې د بې درکه کسان درک ولګوي. احتجاج کوونکو وویل د بې درکه خلقو موندل د يوې صوبې نه بلکې د انسانیت مسله ده.

د بلوچستان نیشنل ګوند په احتجاج کې سیاسي فعالانو، قانون پوهانو او د بشري حقونو مبارزینو شرکت وکړو.

د بي اېن پي مشرسردار اختر مینګل دعوه وکړې چې حکومت ورته د احتجاج اجازه نه وه ورکړې خو بیا هم دوی د پارلیمان مخامخ د بې درکه خلقو د موندلو د غوښتنې دپاره راټول شول.

اختر مینګل وویل په پاکستان کې د لا درکه تنانو شميره په زرګونو ده. هغه دا دعوه هم وکړه چې د خلکو په لادرکه کولو کې ککړ "مجرمان" د رياست ادرارې دي۔ "موږ څو واري په پارليمان او سپريم کورټ کې پدې اړه غږ پورته کړې دې خو له بده مرغه زموږ غږ چا ندې اوريدلې."

د اختر مېنګل تازه دعوو ته د پاکستان د نګران حکومت او د پوځ څه غبرګون په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي د خلکو په بې درکه کېدو کې د ریاستي ادارو د ککړتیا خبره ردوي.

د پوځ پخواني ویاند اؤ د بلوچستان موجوده کور کمانډر جنرل اصف غفور مخکې وويلي وو چې ګڼ شمېر بې درکه خلق په ترهګرو تنظیمونو کې شامل شوي او ځینې په کې وژل شوي هم دي.

وي او اې ډيوه د اخترمينګل د تازه بيان په اړه د بلوچستان نګران اعلا وزير سره د خبرو کوښښ وکړو خو د دې پورټ د تیارېدو پورې يې جواب ترلاسه نه شو.

په کال ۲۰۲۱ کې د هغه وخت د پاکستان تحریک انصاف حکومت د بې درکه تنانو په حقله یو قانوني مسوده هم منظور کړې وه خو د هغه وخت مرکزي وزیرې شیرین مزاري بیا وویل چې دغه قانوني مسوده ېا بل هم بې درکه شو.

د بي اېن پي په احتجاج کې پخوانی سېنېټر او د انساني حقوقونو فعال افراسیاب خټک هم شریک و او د پاکستان په جهموري او اییني نظام یې ټکونه وکړل چې د هغه په فکر د ولس مسلو په حل کولو کې ناکامه دی.

افراسياب خټک وویل په پاکستان کې "تش په نوم ايينيي او جمهوري نظام دی او هم دا وجه ده چې پاکستان د يو ناکامه رياست په لورې روان دې، ناکام رياستونو کې بيا دا مشکل راشي چي قانوني او اينيي لارې بنديږي."

د افراسیاب خټک وېنا ته د حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

د بې درکه تنانو د پاره حکومت په کال 2011 کې یو کمېشن جوړ کړی دی. دې کمیشن څو واري دعوه کړې چې د اکثر بې درکه خلقو قضیې حل کړې شوې دي خو د بې درکه تنانو لپاره غږ پورته کوونکې دې سره اتفاق نه لري.

د بې درکه کسانو د حقونو فعالا امنه مسعود جنجوعه د بې درکه کسانو په اړه حکومتي کمېشن بې وسه بللي، د هغې په قول دا کمېشن د ریاستي ادارو دپاره کار کوي او پکار ده چې بند کړی شي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG