پاکستان
11 ورځې وشوې په اباسین کې ډوب شوي 18 مړي لا نه دي موندل شوي
په اباسین کې په دریمه جولايي لاهو شوې کښتۍ کې ډوب شوي 18 مړي لا په یولسمه ورځ هم نه دي موندل شوي.
وي او ای ډیوه ته د خېبر پښتونخوا په بیړڼي حالاتو کې د ژوند د ژغورلو ادارې 1122 ویاند بلال فیضي وویل چې امدادي ډلې وس هم مړي لټوي خو د موسم او سیلابونو د لاسه د مړو په لټون کې مشکلات دي.
1122 اداره د بې درکو مړو شمېره 18 ښايي خو د علاقې نه د قامي اسمبلۍ غړی ډاکټر عباد دا شمېره 24 ښايي. د هغه په خیال په 24 کسانو کې 8 د تور غر 8 د هري پور او 8 د شانگلې دي.
ډاکټر عباد دا هم وايي چې د حکومت د کمزورو بیړنیو کوښښونو د لاسه د ډوبې کښتۍ مړي لا نه دي موندل شوي.
ډاکټر عباد وویل کومې امدادي ډلې چې سېمې ته مدد له ورغلې وې د هغويي سره په سر کې هډو اوازر نه وو، هغه وویل:
"کومې ډلې چې راغلې وې د هغويي سره رسۍ هم نه وه"
خو بلال فیضي دا تورونه ردوي او وايي د ادارې سره یې د نړیوال معیار اوزار او تربیت یافته عمله ده. هغه وویل چې دويي سره د لټون په عملیاتو کې فوځي کمک هم وو. هغه وویل چې تر څو ټول مړي موندل شوي نه وي امدادي کارونه به روان وي.
د ډاکټر عباد تر مخه په دریمه جولايي ډوبه شوې کښتۍ راوښکل په وړومبۍ ورځ اسان وو. د هغه تر مخه کښتۍ په یوه فِټ اوبو کې ډوبه وه خو کومې ډلې چې ورغلې وې خو هغويي سره داسې څه نه وو چې کښتۍ رابهر کړي، دهغه په خیال اوبه اوس ډېر ختلي دي او کښتۍ لس فټونه لاندې تلی ده. هغه وايي:
"پوره حکومت د ډیم نه مړي څنگ نه شي راوښکلی د حیرانیدلو خبره ده"
د ځاي خلقو خیال دی چې کیدی شي مړي د کښتۍ لاندې گیر وي.
د شانگلې د ناظم نیاز احمد خان تر مخه په کښتۍ کې ټول 47 کسان سواره وو او د جولاي په 3 مه نیټه ډوبه شوې وه. د ناکوا یا کښتيبان په گډون 19 کسان په هغه پېښه کې ژوندي پاتې شوي وو. خو ډاکټر عباد وايي د مړو شمېره شاید ډېره وي ځکه چې کښتۍ ته د یو شمېر سیمو نه خلق ورخېژي او ناکوا ترې کرایه په اخره کې اخلي نو د هغه سره هم سمه شمېره نشته دی.
تر اوسه د 4 کسانو مړي موندل شوي دي.
دا کښتۍ چې په اباسين کې ډوبه شوې د شانگلې نه هري پور ضلعې پله روانه ده او د چارواکو په وېنا په دې کښتۍ کې زياتره د شانگې او تورغر ضلعې سره تعلق لرونکي کسان سواره وو.
د شانگلې ناظم نیازاحمد وي او ای ډیوه ته وویلي وو چې په اینده کې د دا قسمه حادثو نه بچ کیدلو د پاره قوانين جوړوي چې په اوبو کې د سفر په وخت احتیاتي تدابير وکړی شي او د کښتیو تکنيکي څار هم وشي.
د شانگلې نه د قامي اسمبلۍ د غړي ډاکټر عباد او ادارې 1122 د ویاند بلال فیضي سره د رحمان بونيري مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ
See all News Updates of the Day
پېښور هایي کورټ: مرکزي حکومت دې د شکیل اپریدی مېرمن نوم په پاسپورټ کنټرول لسټ کې د اچولو وجوهات وښایي
پېښور هایي کورټ وفاق ته امر کړی دی چې لسو ورځو کې دننه دې عدالت ته د ډاکټر شکیل اپریدي د مېرمنې عمرانه شکیل نوم پاسپورټ کنټرول لسټ (پي سي ایل ) کې د اچولو وجوهات وښایي.
پېښور هایي کورټ ددې نه وړاندې د مېرمن عمرانه نوم د ایګزیکټ کنټرول لېسټ نه د ویستو امر هم کړی و.
د پیښور هایي کورټ مشر قاضي جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس وقار احمد دوه کسیزه بنچ د ډاکټر شکیل اپریدي د کور ودانې مېرمن عمرانه شکیل د پي سي ایل یعني پاسپورټ کنټرول لسټ نه د نوم ویستو درخواست اوریدنه کې وفاقي حکومت ته د اټارڼي جنرل (مشر څارنوال) او ډپټي اټارني جنرل په ذریعه حکم کړی دی چې لسو ورځو کې دننه دې عدالت ته هاغه وجوهات اوښایي چې حکومت ولې د مېرمن عمرانه شکیل نوم پي سي ایل کې اچولی دی.
د عمرانه شکیل وکیل محمد عارف جان ایډوکیټ وي او اې ډیوه سره خبرو کې وويل:
”دا ود ان ټین ډیز (لسو ورځو کې دننه) چې کوم ټایم ورکړی شوی دی. نو په دغه ټین ډیز کې به د فیډرل ګورنمتټ په بیهاف (له طرفه) باندې د اټارني جنرل آفس والا په دې کې کومنټس جمع کړي او هاغه کومنټس به بیا مونږ ود ان ټین ډیز، چې مونږ ته څنکه ملاو شي، موصول شي. د هغې به مونږ کاپي واخلو نو مونږ به رجاینډر) جواب) جمع کړو. د دغه کمنټو او نیکسټ چې کوم ډیټ وي. نو په هغې به مونږ فل فلیج آرګومنټس (دلایل) کوو“.
محمد عارف جان وایي نن عدالت ته د وفاق له خوا اټارني جنرل او ډپټي اټارني جنرل دواړه وړاندې شول. ځکه چې د وفاقي حکومت په وینا ایف ای اې (د پاکستان مرکزي پلټنو اداره) د عمرانه شکیل او د هغې د ماشومانو نومونه پي این آی ایل یا پرووژنل نیشنل آډنټیفیکیشن لېسټ کې اچولي وو.
عارف جان وایي د چا نومونه چې دغه فهرست کې موجود وي نو د هغوي نوم پاسپورټ کنټرول لسټ ته ورشي. او د پاسپورټ محکمه ورته پاسپورټ نه جاري کوي. عارف جان ایډوکیټ زیاتوي وفاقي حکومت د عمرانه شکیل او د هغې د ماشومانو نومونه اي سي ایل یا ایګزیکټ کنټرول لسټ کې هم اچولي وو.
د عمرانه شکیل وکیل محمد عارف جان ایډوکیټ زیاتوي: ” ددې نه مخکې د ډاکټر صیب کوروالا عمرانه شکیل نوم په اي سي ایل کې وو. ایګزټ کنټرول لسټ. د هغې د پاره هم هغوي زما په ذریعه دلته پیښور هایي کورټ ته یو رټ کړی وو. هغه رټ په سوله نومبر دو هزار تیئس کې الاوډ شولو. او فیډرل ګورنمنټ ته ډایریکشن ایشو (امر وشو) شولو چې د دوی نوم فوري طور د اي سي ایل نه اوباسي “
عارف جان ایډوکیټ وایي لکه څنګه چې وفاق د عمرانه شکیل نوم ایګزیکټ کنټرول لسټ کې د اچولو واضحه وجوهات عدالت ته وړاندې کولو کې ناکامه شو. وایي دغه شان به پي سي ایل کې هم عدالت ته د نومونو اچولو قانوني وجوهات وړاندې نه کړی شي.
په ډاکټر شکیل اپریدي د اسامه بن لادن معلومولو کې امریکا ته د جاسوسۍ تور دی.
خو هغه ته د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ د سیمې ناقانونه ګرځول شوي یو تنظیم لشکر اسلام سره د مرستو په تور درې دیرش کاله د بند سزا اورولې وه.
ډاکټر شکیل اپریدي د تیرو څلوارلسو کالو راهسې بندي دی او دا وخت د پنجاب ساهیوال بندي خانې کې دی.
علي امين ګنډاپور وايي، "که اجازت را نه کړی شو د وزيراعلا په حېث د افغانستان سره مذاکرات کوم"
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، د لوی قبايلي جرګې، سياسي ګوندونو سره تعلق لرونکو او صوبه کې ورګډو ضلعو د منتخب استازو متفقه او مهمه غوښتنه د امن و امان ده، "زمونږ د علاقې امن د افغانستان سره تړلي دي او زه د افغانستان سره مذاکرات کوم". خو د نړيوالو چارو کار پوهان وايي د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده، نه چې د صوبې سره، دا سياسي بیان دی.
د خېبرپښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو څانګې پرون په نهم ستمبر ويلي، د علي امين ګنډاپور په مشرۍ جرګې متفقه غوښتنه د امن په ځای کولو کړې ده.
ګنډاپور ويلي، "زمونږ د علاقې امن د افغانستان سره تړلی دی، ما په دغه سلسله کې د افغانستان سره د خبرو اجازت غوښتی دی، خو تراوسه راته اجازت نه دی مېلاو شوی، بحیثيت صوبه مونږ ته دې د افغانستان سره د خبرو اجازت راکړل شي، کنه د وزيراعلا په حېث به زه قبايلي مشران ځان سره کوم او افغانستان سره به مذاکرات کوم".
خو علي امين ګنډاپور نه دي ویلي چې اجازه یې د چا نه غوښتې ده.
د نړيوالو چارو کار پوهان وايي، د پاکستان د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده نه چې د صوبو سره، د علي امين ګنډاپور بيان سياسي بولي او وايي، د افغانستان سره د پاکستان مسله د پاليسۍ په کچه ده.
مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو چارو کار پوه ډاکټر عبدالشکور وايي، د پاکستان د 1973م ايين صوبو ته واک ورکړی خو د هغې باوجود د امنيت مسله د مرکز يا وفاق سره ده.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، "د پاکستان د امنيت او ترهګرۍ مسله د وفاق سره تعلق ساتي، په دې موقع زما خیال دی دا هسې بيان بازي ده، هغه [علي امين ګنډاپور] خو ډېر ډېر څه وايي چې کول غواړم، خو مرکز صوبو ته په نړیواله کچه د خبرو يا مذاکراتو اختيار نه دی ورکړی".
نوموړي زياته کړه، "ډېر څيزونه پکار ده چې صوبو ته ورکړل شي خو دلته مرکز پياوړي کيږي او څيزونه په خپل لاس کې اخلي، خو د بده مرغه د پاکستان د وزیراعظم دې ولې نه وي او د افغانستان په امورو کې د پارلیمان دومره کردار نشته چې کښېني او دغه مسله هواره کړي".
پېښور پوهنتون کې د نړيوالو چارو د اړيکو څانګې استاز ډاکټر محمد خورشيد هم وايي، د پاکستان په نظام او ايين کې خو د صوبې سره داسې اختيار نشته چې په "ځانله توګه خارجه پاليسي وچلوي، يا دې داسې غټې مسلې چې د امن سره تعلق ساتي او هغه د دفاع سره تعلق ساتي، نو داسې کوم اختيارات خو نشته".
نوموړی وايي، "په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف حکومت ځانله غوندې کارونه کوي، خفګان هم کوي او تېره شپه بيا وزيراعلا نه وو، او بيا یې د امنيت د خبرو دپاره د تللو وويل چې تللی وو، نو د پاکستان ايين او نظام او اسټبلشمنټ هم دا اجازه نه ورکوي".
ډاکټر محمد خورشيد هم وايي، د تحریک انصاف په"صوبه کې په درېم ځل حکومت دی، خلکو ورله ووټ ورکړی، نو ظاهره خبره ده چې دا سياسي بيان دی او دا هغه د عمران خان په حکومت کې چې به هغه ويل چې د طالبانو سره دې مذاکرات وشي، نو دوی هم دا ګڼي چې که دا وشي او صوبه کې د امنيت کومه مسله ده نو شايد چې د طالبانو په حوالې سره نرمه رويه ولري".
په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.
د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.
د موجوده حکومت وزیرانو تل تورونه لګولي، چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.
خو ګوند پاکستان تحریک انصاف وړاندې ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.
د لوی قبايلي جرګې سره ناسته کې وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د ترهګرۍ د خاتمې دپاره پاليسي او وخت ټاکل پکار دي د ترهګرۍ ضد عملياتو کې دې ولس په اعتماد کې واخستل شي، زر به په دغه لړ کې د صوبايي اېپکس کمېټۍ غونډه وبلي".
ګنډاپور زياته کړې، "غېر سرکاري وسله وال ختمولی شي، د قانون عملداري او امن و امان د پوليس او پوځ کار دی، صوبه کې دې د غېر سرکاری عناصرو پرضد کارروايي وشي، قبايلي مشران دې په خپلو علاقو کې د دغو عناصرو پرضد کردار ادا کړي".
نوموړي په صوبه کې ورګډو ضلعو سره د شوو ژمنو عملي کېدو غوښتنه هم کړې ده، چې مرکزي حکومت دې د ورګډو ضلعو لپاره د ترهګرۍ ضد جګړې فنډ او پرمختيا دپاره پيسې جاري کړي.
اسلام اباد کې د پي ټي آی د پارلیماني غړو د نيولو په سر قامي اسمبلۍ کې تود بحث شوی
اسلام اباد کې تېره شپه د پارليمنټ څخه د پاکستان تحریک انصاف ګوند [پي ټي آی] د غړو د نيولو په سر نن په قامي اسمبلۍ کې بحث شوی، د تحریک انصاف غړو ويلي دا په جمهوريت حمله ده. او د قامي اسمبلۍ سپيکر بيا ويلي، د دغه معاملې تپوس به کوي.
د قامي اسمبلۍ د سپيکر ایاز صادق په مشرۍ غونډه کې د پي ټي آی غړي علي محمد خان وويل، تېره شپه د پي ټي آی غړو په پارلیمان کې پناه اخستې خو بيا هم ادارو هغوی نيولي دي.
هغه ويلي، دا په جمهوريت او پاکستان په پارلیمان حمله ده.
د اسلام اباد پوليسو ويلي، د پي ټي آی مشران په کارسرکار کې د مداخلت، اړي ګړي جوړولو او 144 مادې د سرغړونې په سر نيول شوي دي.
پي ټي آی ويلي، د ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر، شېر افضل مروت، زېن قرېشي، ملک عامر ډګر او ځینې نور غړي يې پوليسو نيولي او د رپورټونو ترمخه د اسلام اباد په مختلفو تاڼو کې د دوی پرضد مقدمې درج کړل شوي دي.
تېره شپه پي ټي آی ويلي وو، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور هم بې درکه شوی خو سهار د علي امين ورور د قامي اسمبلۍ غړي فيصل امين خان په اېکس پوسټ کې ويلي وو، "د ورور سره رابطه شوې ده، هغه د امنیت په اړه د يو اوږدې غونډې وروسته اوس خپلې صوبې ته داخل شوی دی".
وروسته ویل شوي، علي امين ګنډاپور پېښور ته رسېدلی دی.
پي ټيآی دا تورهم لګوي چې د ګوند يو شمېر مشران د استخباراتي ادارو لخوا نیول شوي دي او زیاتې ګرفتارۍ د پارلیمان د ودانۍ دننه شوي دي. خو پوځ دغو تورونو ته تراوسه کوم ځواب نه دی ويلی.
د پي ټي آی غړي په اسلام اباد کې د ياد ګوند د اتم ستمبر د جلسې وروسته نيول شوي دي.
د سياسي چارو کارپوه عبدالهادي مايار وايي، "عمران خان تازه بیان کې ویلي دي چې دوی به پټو طاقتونو سره کوم مذاکرات کول نو د علي امین ګنډا پور په لار به یې کول، بیا عمران خان دا هم ویلي دي چې 22م اګست جلسه دوی د اسټبلشمنټ به خواست ځنډولې وه نو دې نه داسې ښکاري چې په پوځ تنقید د پاکستان تحریک انصاف ایجنډا نه ده خو بیا خېبر پښتونخوا اعلا وزیر لخوا په لاهور برید او په پوځ تنقید به دې ګوند او خصوصي توګه عمران خان د پاره لوی مشکلات پیدا کړي".
نن د پارلیمان غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف غړو ګرفتاريانې په سختو ټکو کې وغندلې، او پاکستان پیپلز ګوند چې حکومت کې شامل دی د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي نويد قمر دا ګرفتاريانې په پارلیمان برید بللی او ويلي یې دي، څوک په دې کې ککړ دي باید د هغوی پرضد د غدارۍ مقدمه درج کړل شي.
څيړونکي د پاکستان تحریک انصاف د غړو نيول په پارليمان کې د سپريم کورټ د ججانو د شمېر سېوا کولو په اړه د مجوزه قانون سازۍ سره تړي.
خبريال محمود جان بابر وايي، "ويل کېږي د بيګاه راهسې چې په قامي اسمبلۍ کې کوم ماحول جوړ شوی دی د دې لپاره چې، نن په قامي اسمبلۍ کې دا قانون په اسانۍ سره منظور شي، د تحريک انصاف خلک ګرفتار شول، فشار هم پرې راغلو او د دې عمل سره حکومت دوه درې قسمه ګټې اخستل غواړي خو دا به وخت ښيې چې حکومت په دې کې حکومت ناکامه دی او که څنګه".
د پاکستان تحریک انصاف مشران په داسې وخت کې نیول شوي دي چې د ياد ګوند د اتم ستمبر د جلسې نه يوه ورځ وړاندې صدر اصف علي زرداري هغه قانون لاس لیک کړی وو چې اسلام اباد کې د جلسې کولو د پاره به يو شمېر اجازو ته اړتیا وي.
د بشري حقونو نړیوالې ادارې يا ایمنسټي انټرنیشنل ویلي، دا نوی قانون خلکو ته د احتجاج د حق ورکولو پرضد دی.
د پاکستان تحریک انصاف لخوا د مشرانو د نیولود غندنې پس د دفا ع وزیر خواجه اصف قامي اسمبلې کې ويلي، تحریک انصاف ګوند د پوځ په لاسو جوړ دی، ځکه اوس د دې ګوند نظر پوځ پله دی چې هغوی سره مذاکرات وکړي.
د قامي اسمبلۍ سپیکر اياز صادق ویلي دي د پارلیمان دننه ګرفتارو باندې به غلی نه پاتې کیږي خو ورسره نوموړي په کال 2014م کې د پاکستان تحریک انصاف لخوا په پارلیمان د برید يادګېرنه هم کړې ده.
د لکي مروت پوليسو احتجاج په دويمه ورځ دوام لري
د خېبرپښتونخوا د جنوبي لکي مروت ضلعې پوليسو پرون په نهم ستمبر احتجاج پيل کړی نن په دويمه ورځ هم دوام لري. د لکي مروت پوليس وايي، "پوځ دې د ضلعې نه وځي، پوليس ته دې پوره واک ورکړل شي، امن به دوی په ځای کړي".
د لکي مروت ضلعې پوليسو پرون په داسې وخت کې احتجاج پيل کړی چې له دغې وړاندې په 24 ساعتونو کې په لکي مروت ضلعه کې په پوليسو څلور وسله وال بريدونه شوي، څلور پوليس اهلکار او د يو پوليس اهلکار ورور پکې وژل شوي وو.
له دغې دوه ورځې وړاندې پوليسو ويلي وو، په نورنګ علاقه کې یې د وسله والو ضد عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان يو کمانډر ملا محمد غلام وژلی وو. د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.
د لکي مروت ضلعې پوليسو پرون په پوليس لاين او بيا په سړک احتجاج کړی چې پکې په ګڼ شمېر کې پوليس اهلکارو په ساده جامو کې ګډون کړی او اوس یې د پېښور کراچۍ غټه لاره [هايي وی سړک] بند کړی دی.
د لکي مروت ضلعې د احتجاج کوونکو پوليسو په وينا، د سپاهي نه واخله تر سب انسپکټر يا [اېس اېچ او] پورې پوليس چې شمېره یې د 800 پورې خواوشا جوړيږي، احتجاج کوي.
احتجاج کوونکي پوليس وايي، يوه غوښتنه لري، "پوځ دې د ضلعې نه وځي پوليس ته دې بيرته مکمل اختیار ورکړل شي، پوليس به د ترهګرو مقابله کوي او خاتمه به یې کوي. ځکه دوی وړاندې د 2009م نه تر 2011م پورې هم مقابله کړې او اوس به یې هم کوي".
د لکي مروت ضلعې يو پوليس چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، "تېره ورځ د بنو ډي آی جي، د لکي مروت ضلعې پوليس مشر او ډي سي د احتجاج کوونکو پوليسو سره مذاکراتو له ورغلي خو مذاکرات یې نه دي کامياب شوي".
خېبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
پرون په نهم ستمبر د عوامي نېشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان هم په صوبه کې د ترهګرۍ او لکي مروت د پوليسو د احتجاج په اړه څرګندونې کړي دي.
هغه ويلي، "پښتونخوا دا وخت د ترهګرۍ په نرغه کې ده، د نيمې نه زياته پښتونخوا کې داسې حالات دي چې په تياره کې پوليس نه وي، د ورځې پوليس وي او چې تياره شي، پوليس تاڼو ته نننوځي او ترهګر باقاعده کنټرول سمبالوي او حالات دومره پېچلي شوي چې د لکي مروت پوليسو هم د ترهګرۍ ضد احتجاج کړی دی".
نوموړي زیاته کړې، "پوليسو غوښتنه کړې چې پوځ دې د دلته نه بهر شي، طالب يا ترهګر پوهه شه، پوليس او قام پوهه شه". هغه وويل، "يا خو رياست دا فيصله کړې ده د طاقتور قوت په وينا، چې مونږ پښتونخوا ترهګرو ته حواله کوو يا رياست اوده دی، استخبارات ختم دي، دا وخت حالات داسې دي چې د ساتونکو سره هم پښتونخوا کې د ماښام نه وروسته د ډېرو ضلعو څخه نه شي تېرېدی".
د خېبرپښتونخوا حکومت او پوځ د لکي مروت پوليسو احتجاج په اړه تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د لکي مروت پوليس وايي، سياسي ګوندونو، وکيلانو، تاجرانو او عامو خلکو یې د احتجاج ملاتړ کړی او نن به یې په احتجاج کې ګډون کوي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور د بې درکۍ وروسته پېښور ته رسېدلی
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور پېښور ته رسېدلی دی، ځايي مطبوعات دغه خبر ورکوي. پاکستان تحریک انصاف يا د خېبرپښتونخوا حکومت د ګنډاپور پېښور ته رسېدو په اړه څه په رسمي توګه څه نه دي ويلي، خو په ټولنيزو د ګاډو د قافلي ويډيو خپرې شوي چې وزیراعلا پېښور ته رسېدلی دی.
له دې وړاندې سهار لس منټه دپاسه څلور بجې د علي امين ګنډاپور ورور د قامي اسمبلۍ غړي فيصل امين خان په اېکس پوسټ کې ويلي وو،
"د ورور سره رابطه شوې ده، هغه د امنیت په اړه د يو اوږدې غونډې وروسته اوس خپلې صوبې ته داخل شوی دی".
له دغې وړاندې د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکو د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړو او نورو مشرانو په اېکس پوسټونو کې ويلي وو، د علي امين ګنډاپور سره د اووه ساعتونو راهسې رابطه نه کېږي.
د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شاهد خټک هم په يوه ويډيو کې دغه خبره کړې وه.
او شاهد خټک بيا په بل پوسټ کې ويلي وو، "وزيراعلا علي امين واپس راغلی دی".
د علي امين ګنډاپور د بې درکۍ په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند او د اطلاعاتو لپاره د وزیراعلا سلاکار بېرسټر محمدعلي سیف دعوه کړې وه، چې د خېبرپښتونحوا اعلا وزیر علي امین ګنډاپور د اسلام اباد څخه لادرکه شوی دی.
د پاکستان شخصي ټیلي ویژن جیو نیوز په پروګرام "اج شاهزیب خانزاده کې ساتهـ" کې بېرسټر محمدعلي سیف ويلي وو "وزيراعلا علي امين ګنډاپور اسلام اباد ته تللی وو او اوس د هغه ټیلي فون بند راځي".
جرنلسټ محمود جان بابر په اېکس ويډيو پوسټ کړې او ورته یې ليکلي،
"د ټولې شپې بې درکۍ وروسته وزيراعلا علي امين ګنډا پور پېښور ته رسېدلی، د دوستانو او کورنۍ سره یې رابط قطعه شوې، بغېر د څه ويلو د امنيت کومې غونډې له تللی وو، دا حال دی بس، نور د څه ويلو ضرورت خو نشته که نه؟ حالات نارمل نه دي خبره په ډاګه ده".
مرکزي حکومت تراوسه پورې د علي امین ګنډاپور په اړه څه نه دي ويلي.
تحریک انصاف ګوند بيا د شپې ويلي، په پارلیمنټ [قامي اسمبلۍ] کې دننه موجود د پاکستان تحریک انصاف ګوند ټول پارليمنټيرينز نيول شوي دي. په نيول شوو کې صاحبزاده حامد رضا، شېخ وقاص اکرم، زېن قرېشي، او جمشېد دستي شامل دي.
پي ټي آی ويلي، "په جمهوریت دغه حمله د مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز پارټۍ په وخت کې وشوه".
خو جمشېد دستي بيا په اېکس پوسټ کړې ويډيو کې ويلي، "محفوظ دی، د اجلاس په اخري وخت کې ورغلی حاضري یې لګولی او تللی دی".
مرکزي حکومت د تحریک انصاف ګوند د پارليماني غړو د نیولو په اړه هم تراوسه پورې څه نه دي ویلي.
له دغې وړاندې پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي وو، اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف ګوند چیرمین بېرسټر ګوهر خان ، شېر افضل مروت او بېرسټر شعیب شاهین نیولي دي.
د اسلام اباد پوليسو هم تراوسه پورې د دغو ګرفتاريانو په اړه څه نه دي ويلي چې دوی ولې نيول شوي دي.
د پي ټي آی د قامي اسمبلۍ غړي په داسې وخت کې نيول شوي، چې په اتم ستمبر د اسلام اباد سنګجاني کې ترسره شوې د پي ټي آی جلسې ته وینا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد په جلسه کې بیلابیلو مشرانو پخپلو ویناګانو کې په سمدستي ډول د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
وزیراعلا علي امین ګنډاپور په خپله وینا کې ویلي وو که له یوې نه تر دوو اونیو پورې عمران خان په قانوني توګه خوشی نه کړل شي نو بیا به پي ټي آی پخپله هغه راخوشې کړي.
علي امين په پوځ هم نيوکې کړې او ويلي یې وو، پوځ وايي چې سياست نه کوي خو سياست کوي.
یاد ګوند اعلان کړی چې خپله راتلونکې جلسه به په لاهور کې کوي چرته چې د دې ګوند د تر ټولو ستر سیاسي مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت دی.
ګنډاپور ویلي وو که اجازه ورکړل شي او که نه خو تحریک انصاف ګوند به خپله راتلونکې جلسه په لاهور کې کوي او د مرکز او پنجاب حکومتونو ته یې خبرداری ورکړو چې "زمونږ د ایسارولو کوشش دې ونه کړل شي".
Forum