لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې بمي چاودنه کې یو تن وژل شوی، 13 زخمیان دي


د کوټې د پوليس د چاﺭواکو په خبره چاودنه د جمعې په ماښام د سبزل سړک پر پدکلي چوک شوې
د کوټې د پوليس د چاﺭواکو په خبره چاودنه د جمعې په ماښام د سبزل سړک پر پدکلي چوک شوې

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د جمعې په ماښام بم چاودنې یو تن وژلی او دیارلس نور کسان يې زخمیان کړي دي.

د کوټې د پوليس د چاﺭواکو په خبره چاودنه د جمعې په ماښام د سبزل سړک پر پدکلي چوک شوې.

پوليس وايي په لومړيو پلټنو کې معلومه شوې چې چاودنه د لاسي بم ده چې پکې د ماشومانو په ګډون ديارلس تنه ټپيان شوي او يو تن وژل شوی دی۔

د کوټې د سيول روغتون وياند وسيم بېګ رسنيو ته په یو بيان کې ليکلي چې په پېښه کې د مړه شوي يوه تن جسد او ديارلس ټپيان سول روغتون ته ور وړل شوي، وايي ټپيان د روغتون په ټراما سېنټر څانګه کې تر درملنه لاندې دي۔

وياند زياته کړه چې دوه تنه زيات ټپي شوي او د نورو حالت له خطره وتلی دی۔

د پوليس چارواکو په خبره د بريد هدف لا ندی معلوم شوی خو وايي پولس، ايف سي او د نورو امنيتي او تفتيشي ادارو کارمندانو د پېښې له ځایه تفصيلات او شواهد را ټولو کړي او د پېښې پلټنې يې پېل کړې دي۔

د رپورټ د جوړولو تر وخته د بم چاودنې په اړه تر کوم تنظيم يا ډلې زمه واري نده منلې۔

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو او د بلوچستان د کورنيو چارو صلاکار مير ضيا لانګو د پېښې غندنه کړې، اړوند ادارو يې د يادې پېښې په اړه رپورټ طلب کړی او په ښار کې د امنيت خوندي ساتلو امر يې کړی۔

تر دې وړاندې د سېپټمبرپه اوومه نېټه هم د کوټې مېکانګي سړک په لاسي بمي بريد کې اوه تنه ټپيان شوي وو.

د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې د وسلوالو بريدونو او بمي چاودنو زمه واري زياتره وخت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې او يا يې هم وخت نا وخته مزهبي تندروه ډلې مني.

د جمعې په ورځ په کوټه کې بم چاودنه پداسې حال کې شوې چې په کوټه ښار کې د خالي، شنبې، شنبې په ورځ د کربلا د پېښې د څلويښتۍ په مناسبت د خصوصي دستورو او د جلسونوتياريانې روانې دي او د حکومت امنيتي عسکر په بېلا بېلو سيمو کې ګمارلي دي۔

د وفاقي حکومت لخواه په يوه جاري کړل شوې اعلاميه کې ليکل شوي چې د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې به د ايف سي او پوليس تر څنګ د پاکستان د پوځ عسکر هم د څلوېښتمې د جلوسونو د خوندي ساتلو لپاره خپلې زمه وارۍ تر سره کوي۔

بل لوري ته د بلوچستان ايالتي حکومت له مرکزي حکومت څخه د کوټې په شمول په بېلا بېلو ښارونو کې د موبايل او انټرنېټ سنګلز د خالي، شنبې، په ورځ د بندولو سپارښتنه کړې ده۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG