د امریکې په پېنځو مختلفو ریاستونو او په سرښار واشنګټن ډي سي کې قریباً شپږو هغو یونېورسټیو ته د بم دړکې ورکړی شوي وې چې په تاریخي توګه د تورپوستو امریکایانو د اکثریت تعلیمي ادارې ګڼل کېږي.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبرې ادارې ترمخه، د ګل، دوشنبې، په ورځ د ګواښ ترلاسه کولو وروسته په اکثرو پوهنتونونو او کالجونو کې د څه وخت دپاره لاک ډاون ولګول شو.
د جورجیا ریاست په اېټلانټا ښار کې د امریکې د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ای ترجمانې جینا سېلېټو وویل ایف بي دا معلومات ترلاسه کړي دي چې په تاریخي توګه تورپوستو کالجونو او یونیورسټیو ته د بمونمو ګواښونه ورکړی شوي دي.
د ای پي ترمخه په جورجیا کې البېني سټېټ یونېورسټۍ خپلو زدکوونکو او استاذانو ته خبرداري کې وویل چې د یونېورسټۍ او د دې ودانیو په ضد د بم دړکې ترلاسه شوي دي.
په لوېزیېینا ریاست کې سدرن یونېورسټۍ او ای اېنډ اېم کالج طالب علمانو ته وویل چې تر هغه وخت پورې دې په هاسټلو کې پاتې شي ترڅو ورته دا پېغام نه وي ورکړی شوی چې هرڅه سم دي.
د واشنګټن سره نژدې په مېرې لېڼد ریاست کې بوي سټېټ یونېورسټۍ طالب علمانو او د یونېورسټۍ چارواکو ته هدایت ورکړل چې د نورو معلوماتو پورې دې په محفوظو ځایونو کې پاتې شي. د بم ماهرینو او د چاودېدوونکو معلومولو دپاره تربیه شویو سپېو په مرسته د یونېورسټۍ د ودانۍ کتنه وشوه. په سرښار واشګټن ډي سي کې هاورډ یونېورسټۍ ته هم د ګل، دوشنبې، په ورځ د بم دړکه ورکړی شوي وه خو بیا مامورینو وویل چې هېڅ خطر نېشته او هیڅ ډول چاودېدوونکي مواد نه دي موندل شوي.
د دې نه علاوه په فلورېډا او ډېلاویر ریاستونو کې هم دغه ډول ګواښونه ترلاسه شوي وو. ډېلاویر د صدر جوبایډن پلرنی ریاست هم دی. د ای پي د خبر ترمخه د جنورۍ په څلورمه نېټه هم د تورپوستو یونېورسټو په ضد د بم ګواښونه شوي وو.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي