لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس او اوکرين دواړه د سولېډار ښارګوټي د نيولو دعوې کوي


په سيمه کې د روسي ځواکونو مشر يوجېني پرېګوژين د شورو/چهار شنبې په ورځ ويلي د دوی ځواکونو دغه د معدنياتو ښارګوټی ټول په ټوله نيولی او په دې درنه جګړه کې يې د اوکرين د ځواک 500 تنه وژلي.  خو څو شېبې وروستو د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي په يو ويډيو پيغام کې وويل جګړه لا روانه ده
په سيمه کې د روسي ځواکونو مشر يوجېني پرېګوژين د شورو/چهار شنبې په ورځ ويلي د دوی ځواکونو دغه د معدنياتو ښارګوټی ټول په ټوله نيولی او په دې درنه جګړه کې يې د اوکرين د ځواک 500 تنه وژلي.  خو څو شېبې وروستو د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي په يو ويډيو پيغام کې وويل جګړه لا روانه ده

‎ د اوکرين د دفاع معاون وزير هانا ماليار د زيارت/پانچ شنبې په ورځ ويلي د هېواد په سولېډار ښارګوټي کې سخته جګړه روانه ده او د اوکرين ځواکونو د دې کنټرول د لاسه نه دی ورکړی.

ماليار د هغه خبرونو يوه ورځ وروستو دا وينا کړې چې پکې ويل شوي ياد ښارګوټی روسي ځواکونو نيولی دی. د سيمې نه متضاد خبرونه راغلي.

د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټن د شورو په ورځ ويلي د سولېډار جګړه په يو بدلېدونکي حالت کې ده او بدلېدونکې جګړه ده.

د ښارګوټي د روسي ځواکونو لاس ته په غورځېدو اسټن د وزير خارجه اينټوني بلېنکن او د دوی هم منصبه جاياني وزيرانو سره ګډ خبري کانفرنس ته وويل “دا وخت مونږ دغه خبرونه نه شو تايد کولی”.

په ياده سيمه کې د روسي ځواکونو مشر يوجېني پرېګوژين د شورو/چهار شنبې په ورځ ويلي د دوی ځواکونو دغه د معدنياتو ښارګوټی ټول په ټوله نيولی او په دې درنه جګړه کې يې د اوکرين د ځواک 500 تنه وژلي.

خو څو شېبې وروستو د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي په يو ويډيو پيغام کې وويل جګړه لا روانه ده.

هغه وويل “روسيان کوښښ کوي چې وښيي د ښارګوټي ځينې برخې د دوی په لاس کې دي خو جګړه لا روانه ده او د ډونېټسک د اپريشنو تهيټر هم په ځای دی”.

د اوکرين د ځواکونو جنرل سټاف په فيس بک يو بيان خور کړی او ويلي يې دي روسي ځواکونه د لوی زيان سره مخ شوي دي. هغه ويلي روس د اګست نه په دې هڅه کې دی چې د مالګې د درنګونو دا ښارګوټی ونيسي ځکه چې دا د مالګې غارونه لري او بخموت ته نزدې دی.

دا سيمه د ټولو نه زياته د تود جنګ برخه ګرځېدلې ده او دا اسان کار نه دی چې په ازاده توګه يو روڼ صوتحال رپورټ کړل شي.

د رايټرز خبري ادارې فوټوګرافر په نزدې ورځو کې د سولېډار ښارګوټي څنډو ته ورغلې او هغې ليدلي چې د ښارګوټي نه لوګي خېژي او بغير د وقفې د توپخاې ګوله باري پرې روانه ده.

هغې ليدلي د سولېډار او بخموت تر منځ د سړک په غاړو ايمبولنسونه د ټپيانو په انتظار کې ولاړ وو.

د شورو په ورځ د روس د دفاع وزارت اعلان کړی چې چيف اف جنرل سټاف جنرل ويلري ګېراسيموف په اوکرين کې د جنګ کمانده سمبالوي. جنرل سرګي سورو وېکن چې د درېو مياشتو نه په اوکرين کې د جنګي ځواکونو کمانډ کولو به اوس د جنرل ګېراسيموف معاون جنرل وي.

د برتانيا د دفاع وزارت ويلي دا بدلون د جګړې نويت ښکاره کوي چې روس په کوم صورتحال کې دی او دا ښکاره خبره ده چې دا مهم د روس د سټرټيجېک اهدافو د حاصلولو نه وروستو پاتې دی.

په يو ټويټ کې وزارت ويلي سخت دريځه قامپاله او مليټري بلاګرز چې په جنرل ګېراسيموف تنقيد کوي به د خبر په اورېدو سخت خفه شوي وي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG