لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانوي پاونډ له را غورځېدو سره د روپۍ او افغانۍ ارزښت زیات شوی


د یورپي اتحاد نه د برتانيې د وتو فیصلې په اړه د غیریقینې سیاسي او اقتصادي حالاتو له کبله د برتانيې کرنسي پاونډ بیعه په نړیوال مارکیټ کې پریوتې ده.

په پاکستان کې د برتانوي پاونډ په مقابله کې نه صرف د روپۍ قدر زیات شوی،اقتصاد پوهان وايي دا به برتانيې ته د پاکستان په برامداتو هم اثر وغورځوي.

د زیارت په ورځ د یورپي یونین نه د برتانيې وتو په سرد دوه وزیرانو د استعفاګانو وروستو برتانوي پاونډ د ډالر په مقابله کې ۱.۶ فیصده غورځیدو سره د کال ۲۰۱۷ جولاي میاشت راهسې ترټولو کمې بیعې ته رسیدلی وو. تېره ورځ د برتانوي پاونډ په مقابله کې د ډالره بیعه ۱.۲۸ وه.

د پاکستان د کرنسي ایکسچینج د تنظیم یو مشر ملک بوستان وي او ای ډیوه ته وايي د یورپي یونین نه د برتانيې وتو بد اثر به په پاکستان باندې هم پریوځي. اقتصاد پوهان ویره لري په راتلونکې ورځو کې د برتانوي پاونډ بیعه نوره هم پریوتی شي.

پاکستان ته یورپي ملکونو د کال ۲۰۱۴ جي ایس پي - پلس په نوم سکیم لاندې د تجارتي سامانونو په برامداتو باندې په ټیکسونو کې ډېر مراعات ورکړي وو. یورپ په ټیکسونو کې دغه رعایتونه یو شمیر ترقي کوونکو ملکونو ته ورکړی. د یورپي یونین نه د برتانيې په جدا کیدو سره به د پاکستان نه برامد کیدونکو سامانونو باندې هم بد اثر پریوځي ځکه چې پاکستان په یورپي یونین کې د برامداتو یو غټه برخه برتانيې ته لیږي.

یورپي یونین د اسلام اباد لخوا د بشري حقونو لپاره اصلاحاتو راوستو، د مزدورانو لپاره د کار په ځای کې ښه ماحول پیدا کولو، موسمې بدلون او د هیواد دننه ښو انتظامي چارو د ژمنو په سر پاکستاني سامانونو ته د یورپ منډهو ته د ټیکسونو ورکولو بغیر رساي ورکړې وه. څیړونکې وايي د یورپي یونین د وتو وروستو به برطاني ته د سامانونو په لیږلو اوس پاکستان ټیکسونه ورکوي.

د پاکستاني شمېرو ترمخه اسلام اباد د خپلو برامداتو ۲۱.۲ فیصده برخه یورپي ملکونو ته لیږي، چې غټه برخه یې برتانيې ته ځي. د پاکستان په برامد کوونکو سامانونو کې ترټولو زیات خام تار، کپړه او د څرمنې جوړ سامانونه دي.

د کال ۲۰۱۳/۱۴ راهسې یورپي یونین ته د پاکستان برامدات د ۶.۲۱ ارب ډالره نه ۷.۵۴ ارب ډالره ته رسیدلي وو.

په برتانیه کې د پاکستانيانو یو لویه برخه هم ژوند کوي څوک چې په ملک کې خپلو خپلوانو ته پیسې لیږي، چې د پاکستان د زرمبادله یو غټه ذریعه ده. د پاکستان غیرملکي زرمبادله ۲۰ فیصده برخه د برتانيې نه راځي او څیړونکې وايي د برتانوي پاونډ بیعې کمیدو سره به د برتانيې نه پاکستان ته لیګل کیدونکې زرمبادله باندې هم اثر پریوځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG