لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیې او کېنېډا د طالبانو پر "اخلاقي قانون" اندېښنه ښکاره کړې، بېنټ نړۍ ته: "افغانستان مه هېروئ"

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت او د کېنېډا وزیراعظم په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت پر نویو محدودیتونو اندېښنه ښکاره کړې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ له نړۍ غوښتي په دې هېواد کې د بشري حقونو حالت باید هېر نه کړي.

په پارلماني چارو کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هېمیش فالکنر د طالبانو د حکومت وروستی "اخلاقي قانون" غندلی او دا یې په افغانستان کې یو حیرانوونکی پرشاتګ بللی او وایي ددغې ډلې له حکومت سره یې د خپل هیواد د ملي ګټو په خاطر د عملي خبرو اترو لپاره محدودې اړیکې ساتلې دي.

هېمیش فالکنر د اکتوبر پر 31مه په یوه بیان کې د طالبانو له حکومت سره د خپل هیواد د اړیکو، له افغانانو سره د بشري مرستو او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو خلاف د طالبانو د کړنو په ځانګړي ډول د امربالمعروف د نوي قانون په اړه د خپل حکومت دریځ ښکاره کړی دی او لیکلي یې دي:

"حکومت په پرله پسې ډول د طالبانو ځپونکې پالیسۍ او چلند غندلی دی. مونږ به د ښځو او نجونو د حقونو، ترهګرۍ ضد، بشري حقونو او بشرپاله مرستو ته د لاسرسي په ګډون دې ته دوام ورکړو چې طالبان د هغوی د کړنو خلاف حساب ورکولو ته چمتو کړو".

هېمیش فالکنر په بیان کې ویلي له طالبانو سره د برتانیې د حکومت خبرې اترې په افغانستان کې د بشرپاله مرستو د همکارانو لپاره د هغوی د کاري چاپیریال د فضا د خوندیتوب او د ترهګرۍ ضد، د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو غوندې هغو مسایلو لپاره د فشار راوستلو لپاره ده چې دوی ته لومړیت لري.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې په افغانستان کې د روان 2024م کال په اګست میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي "اخلاقي قانون" عملي کېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي په دغه قانون کې پر ښځو، نارینه وو، ماشومانو او رسنیو باندې پراخ محدودیتونه لګول شوي، چې وایي‌ په ډېر موثر ډول په ولسي ځایونو کې د ښځو موجودګي ختموي.

د طالبانو حکومت لا د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت او د کېنېډا د وزیراعظم تازه څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت د خپل وروستي قانون پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو هم په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د نوي "اخلاقي قانون" په بنیاد پر نویو محدودیتونو لګولو باندې اندېښنه ښکاره کړې او دا یې "بوږنوونکی" بللی دی.

جسټن ټروډو د اکتوبر پر 31مه پر خپل ایکس د طالبانو د حکومت وروستي حکم ته توند غبرګون ښکاره کړی او دا یې یو "قصدي اقدام" بللی دی. د کېنېډا وزیراعظم ویلي:

"په عامو ځایونو کې د یو بل د غږ له اورېدلو د افغان ښځو او نجونو منع کول له ټولنې څخه د هغوی د ایستلو لپاره یوه قصدي هڅه ده. موږ د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو دا وېروونکی برید غندو".

د طالبانو د حکومت نوي قانون ته د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم پراخ غبرګونونه څرګند کړي او له طالبانو یې غوښتي چې دا قانون دې سمدستي منسوخ کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ هغه هېوادونه چې افغانستان ته ژمن وو خو دا هېواد یې په "بیړنۍ توګه" پرېښود، اوس باید دا هېواد هېر نه کړي.

ښاغلي بېنټ د اکتوبر په 31مه د ملګرو ملتونو له رسنۍ «یو ‌‌‌اين نیوز» سره په مرکه کې ویلي، "له نورو سره یو ځای دا د دوی [نړیوالې ټولنې] ذمه واري ده، چې افغانستان هېر نه‌ کړي، ځکه په نړۍ کې بل یو ځای له ښځو سره دومره ناوړه چلند نه ‌کېږي، لکه په افغانستان کې چې کېږي."

ښاغلي بېنټ ټینګار کړی دی چې، د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې د یوې نقشې په جوړولو کې باید د ښځو او مدني ټولنې ږغونه واورېدل شي. د بېنټ په وینا یوې داسې تلپاتې، منظمې او متحدې نړیوالې تګلارې ته اړتیا ده، چې د بېلابېلو هېوادونو او سیمو ملي ګټو ته نه، بلکې د افغانانو ګټو ته پکې لومړیتوب ورکړل شي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG